په لویه کچه د ایل پي جی ګازو په وارداتو د هندوستان او بنګله دیش تر منځ هوکړه لیک

لیکنه : د دیپانکر چکرورتی 

ژباړه : د پښتو څانګی

په لویه کچه له بنګله دیش څځه د ګازو په ورداتو لومړی وزیر نربندر مودی او د نوموړی بنګله دیشۍ سیالی شیخ حسینه تر منځ یو تفاهم لیک لاسلیک شو . له دی سره به د دوو ګاونډی هیوادونو تر منځ دوه اړخیزی اړیکی نوری هم ځواکمنی شوی.

شمال ختیځ ایالت تری پوره ته په ازاده توګه د ایل . پی . جی سپلائی چیلینج حل کولو لپاره د هندوستان حکومت له بنګله دیش سره یو تفاهم ته ورسید . دا ښيئ چی دواړو هیوادونو د یو بل په ستونزو صمیمانه او د تفاهم وړ رویه غوره کړیده . پدی ترڅ کی له بنګله دیش څخه د هندوستان په پوله پروت ایالت ته په لویه پیمانه د ګازو واردات به نه یواځی ټول کال د ایل .پي. جۍ. سپلائی یقینی کړی بلکی ددی سره به د ټرانسپورټ لږښت هم کم شی او وخت به هم سپما شی.

دا وخت تریپوره د میګهالیه ایالت ( سیلچار) له لاری ګوهاټی څخه د ایل. پي.جي. سپلائی ترلاسه کوی چی ۲۸۷ کیلو میټره فاصله لری. د ایل. پي . جي . ټانکرونه ۶۰۰ کیلو میټره فاصله وهلو لپاره له ګوهاټي څخه پیل کوی . دا ټانکرونه له غرونو او له هغو سړکونو څخه تیریږی چیرته چی عموماً ځمکه خوئيږی. کله چی د بارانونو موسم پیل شی نو د ایل . پي . جي . ګازو په څیر د ضروری موادو سپلائ څو څو ورځی ځڼډ سره مخامخ شی.

یو ځل که چیری هندذوستان له بنګله دیش څخه په ټاکل شوی شخصی سپلایی کونکو په واسطه ټرکونو له لاری د آیل . پي . جي . ګازو واردات پیل کړی نو د بنګه دیش نږدی پروت بندر مونګلا څخه د هند د تیلو کارپوریشن لودیځ تریپوره دستګاه پوری فاصله به۱۲۰ کیلو میټرو ته ټیټه شی.

ښاغلی مودی او میرمن حسینی ، دواړو خال خال ننګونو باوجود د دوه اړخیزه اړیکو اهمیت پر ګوته کړی .

د بنګله دیش او هند د تیلو دولتی کارپوریشن ایل . پی . جی . ګازو دوو دستګاو لخوا د صادراتو په واسطه د ګازو سپلایی به یقینی شی چیرته چی به ګازخرڅیږی . له بنګله دیش څخه په لویه پیمانه د ګازو وارداتو لپاره د تفاهم هوکړه لیک پدی وجه هم اهمیت لری ځکه چی هندوستان پخپل ختیځ ساحل پرتو سیمو لپاره ګاز د سپلائی کولو اوږده پلانونه لری . دا وخت هندوستان پخپل لودیځ اړخ د تیلو او ګازو وارداتو لپاره ټینګه اډانه لری.

هندوستان او بنګله دیش تر منځ شوی تړون سره به دا سیمه تیلو او ګازو ته اسانه لاسرسۍ ولری چی تر دی وخته خپلو اړتیاوو په سمون د تیلو او ګازو څخه بی برخی وو. د ګازو صادرات به غالباً بنګله دیش لپاره نوی نوکری او عایدات هم منځ ته راولی او دواړو هیوادونو کی به د ژوند شرایط اسانه شی. لومړی وزیر نریندر مودی د شیخ حسینی په شتون کی خپلی وینا په وخت پدی ټکی رڼا واچوله چی بنګله دیش د هند شمال ختیځو سیمو ته د ایل . پي . جی . او نور ضروری مواد لیږږلو لپاره مخی ته راغلی دی.بنګله دیش د هندوستان سرمایه کارانو لپاره د چټګانګ سمندری بندر خواته د میرشراېي اقتصادی سیمه کی هندوستان ته ۱۰۰۰ ایکړه ځمکه هم ورکړی. بنګله دیش هند ته د اوږدی مودی لپاره د آشو ګنج او د منګلا بندرونو د استعمال اجازه هم ورکړی چی هندوستان او په تیره د هند شمال ختیځه ایالتونو سره ئي سوداګریزی اړیکی ځواکمنی شی.

د دوه اړخیزو مرستی روحی ته دوام ورکولو په ترڅ کی بنګله دیش او شمال ختیځ هندوستان تر منځ د ریلوی رابطه به اکهورا له لاری بیا راژوندی کړی شی. یو ځل که چیری فینی سیند له پاسه پل د جوړولو کار بشپړ شی نو سړکونه به پرانستل شی او له دی سره به دوه اړخیزی ودی او خوشالۍ لپاره نوی ډګرونه پرانستل کیږی.

د بنګله دیش لومړی وزیری شیخ حسینی د ايل . پي . جي ګازو دغه مرسته د ښه ګاونډی اړیکو لپاره یو ماډل په توګه څرګنده کړه . هندوستان پخپله برخه د آئي . آو . سی . یا د هندوستان د تیلو کارپوریشن له لاری په بنګله دیش کی د تیلو یوه اډانه د جوړولو مهارت لپاره وړاندیز کړی.

د ځمکی پوهانو لخوا د بنګله دیش د سوداګری ځانګړی اقتصادی سیمه په ګرد اسیا بحرالکایل سیمی کی د تیلو او ګازو تر تولو غټی زخیری لری. هندوستان د دی یو لوی انډیوال جوړیدی شی چی خپله زغمل کیدونکی ټیکنیکی مهارت په وړاندی کولو بنګله دیش د هایډروکاربن یو غټ نړیوال تولیدونکی هیواد په توګه رابرسیره شوی .

نن بنګله دیش سره د هندوستان اړیکی د بشریت ،میراث ، خوږښت انډیوالتوب او راکړی ورکړی په کچه لوړی سطعی ته رسیدلی دی . دواړه هیوادونو تر منځ دوه اړخیزه سوداګری له ۹ ملیارده امریکائی ډالرو څخه۱۹- ۲۰۱۸ کال کی ۱۰٫۴۶ ملیارده امریکائي ډالرو ته ورسیده . هندوستان د ګازو یو بریښناکوټ جوړولو لپاره هم بنګله دیش سره په کار کی بوخت دی.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت