په پاکستان کې د انساني حقوقو د فعالانو وضعیت
لیکنه: د معین الدین خان
ژباړه: د پښتو څانګی
ایف اې ټي ایف په همدې وروستیو کې پاکستان ته اخطار ورکړی چې له ترهګریزو ډلو سره د مالي ملاتړ او پیسو مینځلو بهیر ته دې خاتمه ورکړي ګنی نو د ۲۰۲۰ م کال په فبرورۍ میاشت کې به یې په قطعي توګه په تور لیسټ کې شامل کړي. او د هغه هېواد اوسنی وضعیت یانې په خړ لیسټ کی شمولیت به یې تر هغې دوام ولری. که څه هم اوس دا خبره هم په شک کی ده چې پاکستان به تر فبرورۍ میاشت پورې دغه ټاکل شوی هدف ترلاسه کړی. د ایف اې ټي ایف د راپور له مخې پاکستان تر دې مهاله له ورکړل شوي د ۲۷ ټکو کاري پلان څخه یواځې۶ مادې پوره کړي. پاکستان له پخوا د هغو ډلو پر وړاندې له کوم اقدام څخه معذور پاتې شوی کومې چې د ملګرو ملتونو لخوا د ترهګریزو ډلو پر نوم پیژندل شوي مګر د هغو خلکو پر وړاندې د دوی پټې او امنیتي ادارې له اقداماتو څخه هیڅکله هم ډډه نه ده کړې. کوم خلک چې له انساني حقوقو څخه تړلي کارکنان او یا هم سیاسي مخالفین وي، همدا راز که هغه تنظیمونه وي چې په جمهوري بڼه فعالیت کوي د داسې خلکو په زورولو او هغوئ ترهګر بللو کې پاکستان تل خورا فعال او مخکښ دی. د پښتون ساتنې غورځنګ پر غړو چې د پاکستان امنیتي ادارو په همدې وروستیو میاشتو کې کوم ظلمونه کړي شمارل یې هم ناشونی کار دی. دوی ته د ترهګر نوم ورکول او پر وړاندې یې اقدامات کول دومره پراخه ده چې سړی ورته حیران شي چې آیا پاکستان یو نورمال هېواد دی او یا که د اذیت او اهانت کور. د پښتون تحفظ غورځنګ یوې غړې ګلالۍ اسماعیل چې له کومو ستونزو او مصیبتونو سره مخ شوه د هغو کیسه په پاکستانیو ورځپاڼو کې خو تل راغلې آن چې په نړیواله کچه یې هم یادونه شوې.
ګلالۍ اسماعیل د خیبرپښتونخوا ایالت له صوابی ولسوالۍ سره تړاو لري. هغه د همدې کال له مئ ماشتې ورکه وه. په اصل کې په همدې مودې کې په اسلام آباد کې یوه ډيره زړه بوګنوونکې پیښه رامنځته شوې وه. د یوې نابالغې انجلۍ سره د جنسي تیري او وروسته یې د وژنې په تړاو خورا سخت لاریون شوی وو. په لاریون کوونکو کې ګلالۍ هم وه. هغه له پخوا هم له دې امله د پاکستانیو استتخباراتي ادارو لخوا په نښه وه چې له پښتون تحفظ غورځنګ سره یې اړیکې درلودې.
مګر کله چې هغې له کمسنه انجلۍ سره د دغه ناوړه عمل او د هغې د وژنې په پار غږ پورته کړ نو د هغې پر وړاندې د ترهګریزو فعالیتونو د مادو پر بنسټ دوسیه درج کړی شوه. یواځې دا هم نه بلکې د همدې کال د جولای په میاشت کې پاکستان د ګلالۍ اسماعیل او د هغې د کورنۍ پر وړاندې د انجوګانو تر چتر لاندې له ترهګرو ډلو او پیسو وینځلو د مادې په رڼا کې هم دوسیه پرانستل شوې وه. اوس دلته د پام وړ خبره دا ده چې د انساني حقوقو د یوې ښځینه کارکوونکې او د هغې د کورنۍ پر وړاندې د ترهګرۍ د عام کولو او د هغوۍ د این جي او لخوا له ترهګرو سره د مالي ملاتړ تور لګول شوی دی. یواځې له فکري بڼې هم دغه معامله درواغجنه بریښي او هغه ځکه چې دا د پاکستانۍ امنیتي ادارو پخوانی مسلک دی. همدا لوبه په بلوچستان کې له کلونو حتی له لسیزو راپدیخوا روانه ده. هلته سیاسي مخالفین، د بشري حقونو کارکوونکو او محصلینو ته ډیر وخت آزار ورکول کیږي. هغوۍ په پټه سره تښتول کیږي او د هغوئ مړي آخوا دیخوا غورځول کیږي. اوس هماغه کیسه له پښتون غورځنګ سره هم تکراریږي. دا هماغه پاکستان دی کوم ته چې د ایف اې ټي ایف لخوا اخطار په اخطار ورکول کیږي چې هغه دې د ترهګرو په پیسو مینځلو باندې بندیز ولګوي. ولې برسیره پر دې هم پاکستان له ورکړل شویو ۲۷ مادو څخه یواځې د ۶ په عملي کولو بریالی شوی دی، مګر د یوه پښتون غړي او د هغې د کورنۍ پر وړاندې په دوسیه جوړولو کې هغه هیڅ وخت نه ضایع کوي. په دې برخه کې تازه خبر دا دی چې د ګلالۍ اسماعیل پلار پروفیسور اسماعیل له پیښور څخه په خفیه توګه تښتول شوی دی. له راپورونو سره سم ګلالۍ د ټولنیزو شبکو یو ویب سایټ ټویټر باندې لیکلي دي چې د هغې پلار د پیښور سترې محکمې له مخې نه د نامالومه کسانو لخوا بیول شوی دی. د پښتون تحفظ غورځنګ مشر منظور پشتین هم دا تور لګولی دی. دا د تیرې پنجشنبې پیښه ده. تر اوسه د هغه هیڅ مالومات نه دی ترلاسه شوی او نه هم استخباراتي ادارو په دې تړاو څه ویلي دي. دا دی د دغه پاکستان د انساني حقوقو ریکارډ چې استاذې په چیغو چیغو په کشمیر کې د انساني حقوقو د سرغړونی په اړه خبرې کوي.
Comments
Post a Comment