په افغانستان کی د سولی لټه
لیکنه : د معین الدین خان
ژباړه : د پښتو څانګه
په افغانستان کی تیرو څلورو لسیزو راهیسی د سولی چاپیریال د ستونزو او مشکلاتو څخه ډک پاتی شوی. په دی دوران کی په نړی کی ډیر زیات بددلونه ولیدل شول. سوړ جنګ پای ته ورسید. ځنی نامراد او وروستو پاتی هیوادونه قسمت یعنی بخت بدل شو. ځینی پرمختګ کونکی هیوادونه د پرمختللی هیوادونو په قطار کی د دریدلو پیل وکړو. او ځینی نوی آزاد شوی هیوادونه د نړی چټکه رابرسیره کیدونکی اقتصادیاتو کی بدل شول. لیکن د افغان خلکو تقدیر او قسمت بدل نشو. هره ورځ هغوی د وینو توئیدو منظر لیدلو عادت شول. کله کورنی جنګ، کله بهرنۍ فوځونه راتللو څخه بی امنیتی او کله د سخت دریځ لرونکی حکومت ظالمانه کاروائي دا ټول د افغان خلکو مقدر جوړ شو.
د ۲۰۰۱ میلادی کال په آخر کی د امریکا تر مشری لاندی د ترهګری خلاف جنګ پیل او د طالبانو حکومت نسکوره شو. څو ورځی وروسته افغانستان کی قانونی او آينی حکومت رامنځ ته شو. یوی اوږدی دوری څخه وروسته ۲۰۱۴ میلادی کال په آخر کی د امریکا تر مشری لاندی یو لوی شمیر د ناټو فوځونو له افغانستان څخه ووتل. یوه لږه برخه بهرنی پوځونه په افغانستان کی ځای په ځای پاتی شول. لیکن له دی وروسته د طالبانو په بریدونو کی ډیر زباتوالی رامنځ ته شو .د دوی بریدونه هدف نه یوازی د منتخب حکومت او امنیتی ځواکونو مامورین وو بلکی عام وګړی هره ورځ وژل کیږی. آخر د تیر کال په ورستیو کی امریکا د طالبانو سره نیغ په نیغه خبری اتری کولو ته موافق شو. ځکه چی طالبانو د افغانستان منتخب شوی حکومت سره په پرله پسی توګه خبرو اترو څخه انکار کوو. که څه هم په قطر کی د امریکا او طالبانو استازو تر منځ خبری اتری پیل شوی. د خبرو اترو یو څو پړاونه تر سره شول. لیکن ځنی نور نتیجی ته رسیدلو څخه مخکی دا خبری اتری ناکامه شوی. د امریکا ولسمشر ټرمپ دا ټوله کاروائي چورلټ رد کړه. د دی یو علت دا وو چی د طالبانو بریدړونه د دریدو په ځای مخ په زیاتیدو شرول. آخر دا چی پدی دوران کی د امریکی یو پوځي هم ووژل شو. که ځه هم تشددی فعالیتونه دوام لری.
خو او س په اوریدو کی راغلی چی د افغانستان د مسلی د حل لپاره نوی هڅی پیل شوی دی. په ماسکو کی د امریکا، چین، روسئي او پاکستانی استازو تر منځ یو څو ورځی مخکی خبری اتری وشوی. او هلته پدی خبره اتفاق وشو چی افغانستان کی سوله رامنځته کولو لپاره د خبرو اترو څخه پرته بله لاره نشته. ورسره دا هم حس کړای شول چی د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو اترو کومه سلسله شلیدلی وه د هغه د بیا شروع کولو ضرورت دی.
دلته دا خبره د ذکر وړ ده چی، په روسیه کی کیدونکی خبری اتری په هغه وخت کی وشوی کله چی په چین کی د افغانستان داخلی فریقو ترمنځ خبری اتری کیدونکی دی، لیکن هغه په ځنی علت ځنډول شوی. د دغه معملاتو سره اړه لرونکی منابعو د نوم د نه ښودولو په شرط وویل چی ډیر کم وخت لپاره خبری اتری ځنډول شوی دی. او ډیر زر به خبری اتری بیا پیل شی. دغو منابعو دا هم ویلی چی د افغانستان ولسمشر دغو خبرو اترو کی د شامیلیدلو لپاره تیار نه وو. په دی خبرو کی کنفیژن دی، چی ایا د اشرف غنی اراده بدله شوی ؟ یا دا چی هغه د غونډی ځنډولو لپاره وینا کړی وه . لیکن دا خبره هم په اوریدو کی راغلی چی د افغانستان څخه لوړ رتبه شخصیتونه سره په چین کی د افغنستان پخوانی اولسمشر حامد کرزی هم شامل دی.
د یادونی وړ ده چی حامد کرزی د طالبانو سره نیغ په نیغه خبرو په حق کی دی. نوموړی له دی څخه مخکی هم په مسکو کی له طالبانو سره شوی خبرو اترو کی ګډون کړی وو. په اصل کی د خبرو اترود جریان په هکله بیلی بیلی خبری اوریدل شوی دی. دا ویل کیږی چی د چین په مشری د جولای په میاشت کی کیدونکی خبری اتری به لومړی داسی خبری اتری وی چی په کی به د افغانستان د حکومت مخالفی ډلی یو او بل ته مخامخ دی. دا هم اوریدل شوی چی د افغانستان ولسمشر اشرف غنی څوک چی په داسی خبرو اترو ته موافق نه وو ، چی د افغانستان حکومت ګډون پکی وکړی. سره له دی بیا هم نوموړی خپل استازی چبن ته لیږلی شی. د دی بدلون یو علت دا هم ویل کیږی چی د تشدد پيښو څخه حکومت پوزی ته راغلی . یوازی سږ کال تر اوسه پوری تقریباً ۸۰۰۰ ملکی کسان وژل شوی. غرض دا دی چی ټول فریق د وژنو او وینو توئيدو څځه ډیر زیات بیزاره شوی او غواړی چی په څه طریقه یو نوی چاپیریال رامنځته شی.

Comments
Post a Comment