په سوریه کې د ترکیې یو اړخیز پوځي عملیات د منلو نه دي


لیکنه: معین الدین خان

ژباړه: پښتو څانګی

نړیوال امن او امان هغه مهال له ګواښ سره مخ کیږي کله چې یو هیواد د یوبل آزاد هیواد په کورنیو چارو کې د لاسوهنې لیوالتیا ولري او دغه شان لاسوهنو نه ډډه هم نه کوي، دغه شان یرغلګر فکر په بیلابیلو ډولونو څرګندیږي. یوه بیلګه یې دا ده چې ترکیې هیواد د شمال ختیځ ګاونډي هیواد سوریې په یوشمیر سیمو یو اړخیزپوځي بریدونه پیل کړي دي، چیرته چې ګڼ شمیر کوردان اوسیږي. ترکیه د کورد یاغیانو مخالفه ده، خو د سوریې په دغو سیمو د ترکیې بریدونه صرف په دې خاطر چې هلته کوردان اوسيږي د منلو وړ نه دي، ځکه چې دا یوازې پر کوردانو برید نه دی بلکې د سوریې په خپلواکۍ او ازادۍ هم تیری دی. هندوستان دغه بریدونه په کلکو ټکو غندي او څرګندوي چې له دغه شان کړنو سره حالات لا زیات ترینګلي او پیچلي کیدلای شي، چې نه یوازې ددغې سیمې حالات ترینګلي کولای شي بلکې د ټولې خطې ټیکاو ګواښي. له دې ورهاخوا له ترهګرۍ سره د مبارزې روانې هڅې هم له ستونزو سره مخ کولای شي.

اتفاقاٌ د ترکیۍ له لوري دغه یو اړخیز بریدونه پر داسې مهال پیل شوي چې د هند او چین لوړپوړو چارواکو لیده کاته د تامل ناډو ایالت په یوه تاریخي سیمه مهابلي پورم کې شوی. دغه دوه ورځنۍ لیدنه د اکتوبر په ۱۱ مه پیل شوي ده.

په داسې یو وخت کې چې دلته د دوو مشرانو ترمینځ د لیدلو او خبرو لپاره تیاریانې روانې وي، خبر راغي چې ترکیې په ختیځه سوریه کې پوځي بریدونه پیل کړي دي، پرته له شکه چې په داسې یوه موضوع کې هند بیا پټه خوله نشي پاتې کیدای. ځکه چې دا یوه داسې کړنه ده چې د سوریې ازادي او ځمکنۍ بشپړتیا له خطرسره د مخ کیدلو معنا ورکوي. هندوستان د خپلې بهرنۍ پالیسۍ او اصولو له مخې تل پر دې ټینګار کوي چې د هیڅ یو هیواد پر خپلواکۍ او ځکمنۍ بشپړتیا تیری د منلو وړ نه دی. که دا د ترکیې کومه کورنۍ ستونزه وي نو باید چې دا پخپله دننه ترکیه کې اواره کړي. دغه سیمه کې د داعش کړنې څومره بدې او کرغیړنې دې ، دا ټولې نړۍ ته مالومه ده،که څه هم ډیرې سیمې د داعش له شتون څخه پاکې شوې دي خو ددغې ډلې د ترهګریزو فعالیتونو پروړاندې لاهم مبارزه روانه ده. ځکه د ترکې دغه پوځي عملیات کیدا شي حالات لازیات خراب کړي او یوه نوې فتنه رامنځته کولای شي. که څه هم چې له ترکیې سره د هند اړیکې بدې نه دي، په داسې حال کې چې په نږدې شپو ورځو کې د کشمیر په مسله کې د پاکستان ملاتړ وکړ، مګر ترکیه دې داسې نه انګیري چې ګواکې هند په دې خاطر پر سوریې ددې هیواد بریدونه غندي چې د کشمیر په مسله کې د نظر په ورکولو سره هند هم په ځوابي توګه دا کار کوي، نه دا هیڅکله هم داسې نه ده. په دغه مسله کې چین هم په بشپړه توګه د پاکستان ملاتړ وکړ، پرته له دې هم چین تل د ځان په هرحالت کې د پاکستان دوست او ملګری ګڼي او په هره مسله کې یې ملاتړ کوي خو له دغو حقایقو سره سره داسې هم نه ده چې هند دې له چین سره خپلې اړیکې په بشپړه توګه ختمې کړي. دا مهال هم د هند په تامیل ناډو ایالت کې د هند لومړي وزیر او د چین د ولسمشر ترمینځ د مشرتابه لیدنه او خبرې وشوی، او روښانه ده چې له سیمه ایزو او نړیوالو مسلو سربیره د دواړو هیوادونو ترمینځ د اړیکو د پراختیا او ټینګښت په اړه هم بحثونه کیږي. یعنې یوازې یو څو برخو کې د اختلافاتو شتون له بیخه د اړیکو د له منځه تلو معنا نه لري. د خبرو اترو او بحثونو لړۍ به جاري وي. نو ځکه دې ترکیه داسې نه انګیري چې ددې لپاره چې دوی د کشمیر په مسله کې د پاکستان د دریځ ملاتړ کړی نو هندوستان هم پر سوریې د دوی بریدونه غندي، دا تصور غلط دی. هندوستان په اصولي توګه داسې یو عمل نه خوښوي چې یو هیواد دې پر بل خپلواکه هیواد برید وکړي او د هغه خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا دې له ګواښ سره مخ کړي.پخپله په چین کې د شن جیانګ ایالت کې د ایغور اوسیدونکو پر وړاندې ددغه هیواد دعملیاتو په اړه هم ترکیې ځینې څرګندونې درلودې، خو نورو مسایلو کې بیا دواړه هیوادونه یو له بل سره ګډ نظر هم لري. خبره د اصولو ده او د هندوستان د بهرنۍ پالیسۍ اصول دا دي چې د یو هیواد په چاروکې د دوهم هیواد لاسوهنې یا پوځي عملیات د منلو نه دي، ترکیه دې حوصله وکړي او له پوځي عملاتو دې لاس واخلي.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت