پاکستان د ایف اې ټي ایف له ګواښ وروسته په خړ لسټ کې پاتې شو


لیکنه: د اشوک هانډو

ژباړه: د پښتو څانګی

هند د پاکستان په مقبوضه کشمیر کې بعضې د ترهګرۍ خپروونکې ځالې په نښه کړې. دا کار وروسته له هغې ترسره شو کله چې پاکستان د پولې په اوږدو کې له اوربند نه سرغړونه وکړه. د هند پوځ مشر جنرال بيپین راوت ویلي چې د هندي ځواکونو په ځوابیه برید کې ګڼ شمیر پاکستاني نظامي سرتیري او ترهګر وژلی.

پاکستان له اوربند نه سرغړونه کوي، په ځانګړې توګه وروسته له هغې چې هند په جمو او کشمیر کې ۳۷۰ مه ماده منحل کړه. پاکستان په خواشینې توګه د جمو او کشمیر د موضوع په برخه کې د نړیوالې ټولنې په خپلولو کې ناکامه پاتې شو نو له همدی وجی تل له اوربند نه سرغړونه کوي او غواړي چې د هند په خاوره ترهګریز فعالیتونه زیات کړی. مګر د دوی دغه هڅې د هندي پوځونو لخوا په بریالۍ توګه په شا وتمبول شوې.

په عین حال کې ایف اې ټي ایف یا مالي کاري قواوې په پاریس کې پخپل اجلاس کې په ټولیزه توګه پریکړه وکړه چې د ۲۰۲۰ م کال تر فبرورۍ میاشتې به پاکستان په همدې خړ لسټ کې پاتې وي. له دې سره پاکستان څلور میاشتې نور وخت هم ترلاسه کړ ترڅو پخپله خاوره کې د ترهګرو د ملاتړ کوونکو او ناقانونه پیسو مینځلو ادارو په برخه کې کوټلي، قوي او اغیزمن ګامونه پورته کړي. دغه تمدید پاکستان له یو قوي اخطار سره ترلاسه کړ چې باید د تیر کال تر فبرورۍ پورې بشپړ کاري پلان جوړ کړي. ایف اې ټي ایف پخپله یوه اعلامیه کې ویلي چې که چیرې پاکستان پخپل کاري پلان کې بشپړ، پایدار او د پام وړ ګام پورته نه کړ نو دوی به خپل ګام پورته کړي یانې دغه هېواد به په تور لسټ کې شامل کړي او له پاکستان سره به خپل مالي او سوداګریزې اړیکې کنټرول کړي.

ایف اې ټي ایف پاکستان د نړیوالو معیارونو په سرغړونه تورن کړ. دوی همدا راز وویل چې د ترهګرو مالي ملاتړ کوونکو پر وړاندې د پاکستان اقدامات قناعت بښونکی نه وو ځکه چې د ایف اې ټي ایف لخوا ۲۷ موارده ورکړل شوي وو خو پاکستان له هغې ډلې یواځې د ۵ مواردو په برخه کې اقدام کړی. د یادونې ده چې ترهګرۍ ته ملاتړ کونکې پاکستان میشته ډلې لکه لشکری طیبه او جیش محمد کومې چې په هند کې د ګڼ شمیر ترهګریزو بریدونو مسوولې دي ، تراوسه هم نه دي کنټرول کړی شوي.

په پام کې وه چې پاکستان په تورلسټ کې شامل کړی شي خو بیا د ایف اې ټي ایف درې غړو هېوادونو لکه چین، مالیزیا او ترکیې پاکستان ته د یو بل چانس ورکولو غوښتنه وکړه ترڅو خپله لار غوره کړي. د ایف اې ټي ایف له اصولو سره سم د یو هېواد په تور لسټ کې د شاملولو مخنیوي لپاره باید لږ تر لږه درې هېوادونه ترې ملاتړ وکړي. تر دې مهاله یواځې دوه هېوادونه شمالي کوریا او ایران د یادې ادارې لخوا په تور لسټ کې اچول شوي دي. دا اقدام په دې مانا دی چې په پاکستان به دفعتآ بندیز ولګیږي او اسلام آباد به له دې ناتوان کړي چې له آی ایم ایف، نړیوال بانک او اروپایي ټولنې څخه پور واخلي. آن تر دې چې د چین استاذي او د ایف اې ټي ایف اوسني مشر هم وویل چې پاکستان اړ دی چې له ډیر څه وکړي او په چټکه توګه یې وکړي. د ایف اې ټي ایف د نړیوالو معیارونو په پوره کولو کې ناکامیدل خورا جدي ګڼل کیږي. که چیرې پاکستان د ۲۰۲۰ کال تر فبرورۍ میاشتې پورې په دغه برخه کې د پام وړ اقدامات ونکړي نو په تور لسټ کې به واچول شي.

پاکستان وروسته له هغې د ۲۰۱۸ م کال په جون میاشت کې په خړ لسټ کې واچول شو کله چې ایف اې ټي ایف په دقیقه توګه له ترهګرو څخه د پاکستان په ملاتړ باوري شو. له هماغه مهاله څو وارې هغه نظریات شنډ کړی شوي دي چې ګواکې پاکستان دې له خړ لسټ څخه وویستل شي.

پاکستان ډیرې هڅې کوي ترڅو ایف اې ټي ایف قانع کړي چې دوی د ترهګرو د ملاتړ کوونکو د مخنیوي لپاره اقدامات ترسره کړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په کورنۍ او نړیواله کچه په لوړو دعوو کولو کې خورا مخکښ دی. 

څیړنو ښودلې ده چې نړیوالې ټولنې تل پاکستان ته چانس ورکړی ترڅو په سمه لاره راشي او د ترهګرو ملاتړکوونکو او غیرقانوني پیسو مینځونکو په برخه کې څرګند، قابل د مننې او رغنده ګامونه پورته کړي. مګر بدبختانه تر دې مهاله دغه کار نه دی ترسره شوی.

هند تل د پولې دیخوا د پاکستان د نه ختمیدونکې ترهګرۍ ښکار دي. نوې ډیلۍ د اسلام آباد پر وړاندې د قوي اقدام غوښتنه کړې وه چې د نورو ملاتړ کوونکو غړو هېوادونو لخوا تایید شوې هم وه لکه د امریکا متحده ایالت . هند موندلې چې برسیره پر دې چې د ترهګرۍ ملاتړ کوونکې ډلې مشر مسعود اظهر بانکي حساب په ظاهري توګه بند کړی شوی خو بیا یې هم له خپل حساب نه پیسې ویستلي. ددی نه یواځې دا څرګندیږي چې پاکستان د ترهګرۍ سره د نړۍ له جنګ نه سترګې پټوي.

اوس به نړۍ په دقیقه توګه دې ته ګوري چې آیا پاکستان د ایف اې ټي ایف لخوا د ورکړل شوي قوي ګواښ په غبرګون کې څه اقدامات ترسره کوي. دا به د پاکستان پخپله ګټه وي که چیرې دغه ګواښ جدي ونیسي او اقدام وکړي، که چیرې دوی په حقیقت سره غواړي چې له خړ لسټ نه بیرون شي او هېواد یې د پرمختګ پر لور ګامزن کړي.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت