پاکستان ته د ایف ای ټی ایف لخوا سخت اخطار
لیکنه : د معین الدین خان
ژباړه : د پښتو څانګی
په نړی واله کچه د مالی نظام د ښه کولو او په غیر قانونی یا ناجایزه توګه مالی راکړی ورکړی وده ورکولو په شان فعالیتونو مخ نیولو د پاره په نړیواله سویه یو بین الحکومتی اداره په ۱۹۸۹میلادی کال کی تاسیس کړای شوه. چی په نړیواله توګه د مالی چل چلوټو او ترهګری یا غیر قانونی ښکیل وګړو او ډلو لخوا په ادنا طریقو راجمع کړای شوی وجی صندوق او د پیسو حواله په شان فعالیتونو باندی ټینګ نظر وساتی. څنګه چی اوسني لسیزو کی د نړی په مختلفو برخو کی د ترهګرو د فعالولو او د معنوی ملاتړ کونکی حکومتونه په لویه سویه ترهګری ته وده ورکړی. او هغوی په مختلفو طریقو کافی سرمایه جمع کړی. د دی د پاره نړیواله اداره چی فاینینشیل ایکشن ټاسک فورس نومیږی. په ترهګری او د هغوی ملاتړ کونکی هیوادنو باندی ټینګ نظرلری چی په مسقیمه توګه یا غیر مستقیمه توګه د حوالی کار او بار کی ښکیل د ی. پدی ترڅ کی په پاکستان کی ځنی داسی ډلی شتون لری چی نه یوازی هند کی بلکی په مختلفو منطقو کی تخریب کاری فعالیتونو ته وده ورکوی بلکه اعانی هم راټولوی. په دغه ترهکرو ډلو کی ځینی داسی دی چی د ملګرو ملتونو لخوا په نړی واله سویه خطر ناک نړیوالی ترهګری ډلی بللی شویدی. او اکثر هغوی ته د هغه ځای مقاماتو لخوا حوصله هم ورکول کیږی. نو پدی علت (ایف.اي.ټی.ایف) په پاکستان کی داسی ډلو فعالیتونو باندی ټینګ نظر ساتی. پدی ترڅ کی دغی اداری د پاکستان حکومت ته څو څو ځله اخطار ورکړی چی دغو ډلو پر ضد سخته کاروائي وکړی. لیکن پاکستانی مقاماتو دغی اخطارونه ته په سنجیدګۍ سره توجه ونکړه. یو ځل ایف.ای.ټی.ایف. اخطار په ورکولو پاکستان خړ لیست کی شامل کړی وو، او ورته ویل شوی وو چی هغه د داسی ترهګرو ډلو مخه ونیسی، تر څو کلونو پاکستان پدی لیست کی پاتی شو. له دی وروسته هغه ډیره زیاته هڅه وکړه او ځنی اتحادی او دوستو هیوادونو مرستو سره د ګری لیسټ څخه بهر کړای شو. هیله وشوه چی پاکستان به اوس د ترهګرو ډلو په ضد ټینګه کاروائی وکړی. او په پاکستان کی فعاله ترهګرو ډلو مخه په ونیسی لیکن د پاکستان ریکارډ بیا هم خراب پاتی شو ، او داسی ټينګ ګامونه ئی پورته نکړای شو چی وضیعت کی ښه والی راشی. تیر کال جون میاشت کی پاکستان یو ځل بیا خړ لیست کی شامل کړای شو. او پاکستان ته دا اخطار ورکړای شو چی د ۲۰۱۹ میلادی کال تر اکتوبر میاشت پوری خپل ریکارډ ښه کړی، او دغو ترهګرو ډلو په ضد سخته کاروائي وکړی. چی د ورانکاری او تخریبکاری فعالیتونو کی دخیل دی. که چیری اوس هم په وضیعت کی بدلون رانشی نو پاکستان به خړ لیست څخه تورلیست کی شامل کړای شی.
د اکتوبر میاشت روانه ده اوس په پیرس کی د (ایف.ای.ټي.آیف) غونډه پیل شوی د اکتوبر د میاشتی په ۱۸ نیټه به د پاکستان په حق کی فیصله وکړای شی چی هغه په خړ لیست کی پاتی شی او یا هم په تور لیست کی شامل کړای شی . که چیری د پاکستان د اوسنیو ورځو کاروائی په حق کی خبره وشی نو پاکستان څه داسی ګام ندی پورته کړی چی د کوم څخه د هغه ریکارډ ښه شی. د (ایف.ای.ټی.ایف) سیمه ایزی ډلی یعنی اشیا فیسیفک ګروپ خپله اوسنۍ جایزه کی ویلی وو چی د پاکستان چارواکی ډیر زیات مایوس کونکی ده.
سږ کال ایف.ای.ټی.ایف.لخوا پاکستان ته یو ۲۷ ټکو عملی پلان ورکړل شوی وو چی هغه پدی عمل وکړی. لیکن راپور تر مخی پاکستان په ۲۷ ټکو یوازی ۶ ټکو عمل وکړو. داسی اندازه لرل کیدای شی چی پاکستان د خړ لیست څخه به لری او په بلیک لیست کی شامل شی. د پاکستان حکمرانو یا پردی شاته حکومت چلونکی ته دا احساس کول پکار دی که چیری پاکستان د نړیوالی ټولنی برخه جوړیدل غواړی نو پاکستان په خپله خارجی پالیسی کی بنیادی عنصر بدلول وی. د خبرونو تر مخ پاکستان د دی خبری هڅه کوی چی په ایف.ای.ټی.ایف. کی شامل ځنی هیوادونو په مرسته هغه ته لږ غوندی راحت تر لاسه شی.او هغه بلیک لیست کی شامیلدو څخه بچ شی لیکن داسی استراری راحت سره خبره جوړیدونکی نده. پاکستان ته به د ترهګری پر ضد سخت عملی ګامونه پورته کول وی. په اصل کی د پاکستان سیاسی نظام څه داسی دی چی ترهګری پابندی قابو کولو کی ستونزی رامنځته کیږی. که چیری د ترهګری معامله تر ملکی حکومت پوری محدوده وی نو د لږ څه ښه والی هیله کیدای شوه لیکن د پاکستان فوځی قدرت په مقابل کی دولتی اداری بی وسه ښکاره.
Comments
Post a Comment