د هند او نیدرلینډ اړیکې نویو پړاوونو ته رسیدلي
لیکنه: د پروفیسور اومو سلما باوا
ژباړه: د پښتو څانګی
هند او نیدرلینډ اوږدې تاریخي اړیکې لري چې ۱۷ مې پیړۍ ته رسیږي. په ۱۹۴۷ کال کې د هند د خپلواکۍ وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ رسمي اړیکې ایجاد کړی شوې. اقتصادي اړیکو په ۱۹۷۰ مه او ۱۹۸۰ مه لسیزه کې په پرله پسې ډول وده وکړه، اما په حقیقت کې په ۱۹۹۰ مه لسیزه کې د هند د اقتصادي خپلواکۍ وروسته لږ څه تتې شوې. اوس په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې فرهنګي کچې د اړیکو ډیروالي کې په چټکۍ سره وده راغلې چې د دواړو لوریو د سیاسي اړیکو یانې د لوړپوړو چارواکو د سفرونو له ډیروالي څخه څرګندیږي. په ۲۰۰۶ کال کې د نیدرلینډ لومړي وزیر جان پیټر بالکینندې هند ته په سفر راغلی وو. په تیرو څلورو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لومړي وزیرانو په کچه درې سفرونه ترسره شوي دي. د ۲۰۱۸ کال په مئ میاشت کې د نیدرلینډ لومړي وزیر مارک روټ د یو لوړپوړي سوداګریز هیت مشري وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي ښکیلیتاوو د ودې په مانا وو.
د نیدرلینډ شاه ویلیم الیګزینډر او ملکه ماکسیما هند ته په پنځه ورځنۍ دوره راغلي وو. له ۲۰۱۳ کال راپدیخوا چې نوموړی د شاه په توګه نومول شوی وو هند ته دا د الیګزینډر لومړی سفر وو. نوموړی یوه تکړه پیلوټ هم دی او تر هند پورې یې الوتکه پخپله د یو مرستیال پیلوټ په ملتیا راوستله. نیدرلینډ مشروطه شاهي نظام لري او پخوا ملکې بیټریکس یانې د اوسني شاه مور هم په ۲۰۰۷ کال کې هند ته سفر کړی وو.
دغه لوړپوړې جوړې ته په یوه دولتي میلمستیا کې د ښه راغلاست ویلو پر مهال، ولسمشر رام نات کوویند د هند او نیدرلینډ په اړیکو کې اقتصادي ملګرتیا باندې د یو کلیدي عنصر په توګه ټینګار وکړو. دا به له حقیقت نه لرې نه وي چې له ۱۰۰ څخه ډیرې نیدرلینډۍ کمپینانې په هند کې فعالیت کوي. برسیره پر دې دغه هاګویان د ملګرو ملتونو په عمومي شورا کې د هند د بشپړ غړیتوب د غوښتنې او د صادراتو د کنټرول په بیلابیلو برخو کې ملاتړي هم دي. ولسمشر کوویند وویل چې د قوي تاریخي اړیکو پر بنسټ، دواړو خواوو د له نوښتونو ډکه، د پانګونې او ټیکنالوژۍ ملګرتیا پيل کړې. هغه زیاته کړه چې د سمارټ سولوشن، سمارټ سیټي، ګرین انرژي، سټارټ اپس او نوی دور تولیداتی برخې موږ سره نور هم نږدې کوي او هند لیوال دی ترڅو د سیندونو د نویو کولو په برخه کې هم له نیدرلینډ سره خپل تجات شریک کړي او له هغوئ هم په دې برخه کې څه زده کړي.
ویلیم الیګزینډر د پخواني لومړي وزیر نیهرو له هغو خبرو حواله وکړه چې نوموړي په ۱۹۵۷ کال کې په نیدرلینډ کې د خپل لومړي سفر پر مهال کړې وې، (موږ ټول د یو بل په سیمو کې اوسیږو). هغه وویل چې هند په دې پوهیدلی دی چې غواړي په اروپایي ټولنه کې شامل شي ترڅو د پراخې همکارۍ او نړیوالو قوانینو سره سم د نړۍ له نظم څخه دفاع وکړي. هغه همدا راز د ملګرو ملتونو د پایدارې پرمختیا د اهدافو په برخه کې د هند له ژمنو څخه هم یادونه وکړه.
نیدرلینډ له اروپایي ټولنې څخه له هند سره پنځم تر ټولو لوی پانګوال او څلورم تر ټولو لوی سوداګریز ملګری هېواد دی. د دغه شاهي جوړې سفر د ټکنالوژۍ له هغې ۲۵مې ناستې سره سمون وخوړ کومه چې د هندي صنعت د ساینس او ټکنالوژۍ ادارې او کنفیډراسیون له خوا جوړ شوی وو، دا له کنفرانس سره سره یو نندارتون هم وو چې نیدرلینډ پکې د کلیدي شریک په توګه ځای درلود. په دغه ناسته کې د تمرکز برخې اوبه، کرنیز/ خوراکي توکي او روغتیا وه. د کارموندنې برخې ته د ځوانانو د هڅولو په تفکر سره دغه ناستې ۱۵ تنو هندي او نیدرلینډي نویو ځوانانو ته زمینه برابره کړه چې د همکاریو د بیلابیلو برخو، حکومت او نورو سټیک هولډرانو او اړوندو ادارو سره خپل نوښتي فکرونه/ طرحې شریکې کړي. د دغې ناستې د پرانستې پر مهال شاه ویلیم الیګزینډر وویل چې، نوښت د ګډ پیدایښت لپاره دی. نوښت نړیواله پوهه او تجربې سره یو ځای کوي ترڅو له هغو ټولنیزو موضوعاتو سره مبارزه کې مرسته وکړي چې موږ ټول اغیزمن کوي.
په ټولنیزه فرهنګي کچه، په نیدرلینډ کې هندي ډایسپورا یا میشتو هندیانو شمیر ۲۳۵٫۰۰۰ تنو ته رسیږي چې له برتانیې وروسته په اروپا کې تر ټولو لویه شمیره ده. د آکتوبر په پنځلسمه، دغه شاهي جوړې له ۵۰ تنو له مخکې غوره کړی شویو هغو هندیانو سره د صفدر جنګ په تاریخي مقبره کې خبرې اترې وکړې کومو چې په نیدرلینډ کې لوړې زده کړې کړې وې. اروپا ته د یوې دروازې په توګه، هالینډ په لویه کچه هندي زده کړیالان هڅوي ترڅو په مناسبه بیو باندې په هغه هېواد کې په انګلش میډیم کې لوړې زده کړې ترلاسه کړي.
په ممبۍ کې دغه شاهي جوړې هلته له میشتې ډچ ټولنې سره ولیدل او همدا راز د څلور سوو کلونو د تاریخي ګډو میراثونو نندارتون ( په ریمبرانډ دوره کې د هند او هالینډ اړیکې) پرانسته هم وکړه. په هغه سفر کې چې دوی کیرالا ایالت ته لاړو، د ډچ هغه قصر ته هم لاړل چې په ماټینچیري کې موقعیت لري. د دغې شاهي جوړې دا سفر به د هند او نیدرلینډ د اړیکو مخ پر ودې اجنډا نوره هم پیاوړې کړي.

Comments
Post a Comment