پاکستان ولې خپل ګریوان ته سر نه ټیټوي

لیکنه : منصورالدین فریدی

ژباړه : دیاسینګهـ انجان

ویاند : هریندر کمار پوري سواتی

د هر هیواد ترټولو لوی ځواک د هغه داخلي یووالی دی ، کوم چې د سیاسي ، ټولنیز او اقتصادي مساواتو او توکمیز او ژبني بې پرې والي پراساس وي. که چیرې په یو هیواد کې حکومت او نظام انصاف پروره وي ، نو د هاغه هیواد لپاره د پرمختګ لاره پرانستل کیږي ، که نه نو ، پخپله د ګډوډیو او کورنیو جګړو لپاره خپله دروازه خلاصیږي. داسې هیوادونه بیا نورو ته د ګوتو په څنډلو پیل کوي ترڅو خپلې ناکامۍ پټې کړي

په دې وروستیو کې ، د پاکستان د پوځ لوی درستیز ، جنرال بابر افتخار ویلي دي چې ، دښمن ځواکونه د پاکستان د ویشلو هڅه کوي او د لږکیو په اړه یې غلطه پروپاګند خپره کړی ، چې دا څرګندونې د حکومت د ناکامۍ لپاره پوځي پوښ هم دی او د ملامتولو یو بل مثال هم شتون لري.

په حقیقت کې ، پاکستان چمتو نه دی چې په نوموړي هیواد کې د بیلتون غوښتونکو خوځښتونو علتونه په پام کې ونیسي. حقیقت دا دی چې پخپله پاکستان د دغه هیواد په متحد ساتلو کې د پاتې راتللو مسؤل دی نه چی کوم بل هیواد یا ځواک

پاکستان متعصب او قومي سیاست لري . تر ټولو مهمه دا چې د پاکستان نظامي او حکومتي ادارو تل دا هڅه کړې چې ژبني او قومي هویتونه له مینځه یوسي .د همدې لپاره په ایالتونو یا صوبو کې ئې ګډوډی رامنځته کړی او مذهبي ترهګري یې پاللې ده

تر ټو مهم دا چې پاکستان پر ولایتونو اسلامي رنګ تپلو لپاره ، تل د ژبي او توکم د له منځه وړلو هڅې کړي ، تر څو د وګړو توکمیز او ژبني تناسب تحریف او مذهبي افراطیت وهڅوی. د ژبني هویت پر ځای د یوه مشترک مذهبي هویت د تپلو هڅې هم وشوي. د حیرانتیا خبره دا ده چې دا هر څه د دې حقیقت سربیره چې ، ختیځ پاکستان بنګله دیش جوړ شو بیا هم کیږي . کله چې پاکستان د بنګالي ژبې ویونکو د هویت د له مینځه وړلو هڅه وکړه ، په پایله کې ئې د بنګله دیش هیواد رامنځته شو. خو له دې څخه عقل تر لاسه کولو کې ناکام پاکستان ، اوس مهال په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې ورته تګلاره غوره کړې او په هر تکتیک هڅه کوي چې قومي او ژبني هویت له مینځه یوسي

د بلوچستان په اړه که خبره وشي ، بلوچستان په مختلفو اړخونو د پاکستان یو خورا ځانګړی ولایت دی. د مساحت له پلوه ، دا د پاکستان ترټولو لویه صوبه ده چې ، د پاکستان ۴۰ سلنه ساحه تر پوښښ لاندې نیسي ، خو د وګړو شمیر یې تر ټولو ټیټ دی. غميزه دا ده چې بلوچستان په طبیعي ګازو ، ډبرو سکرو ، طلا یا سرو زرو ، مسو او نورو کانونو په درلودلو بډای دی ، مګر بلوڅ د نورو ټولو صوبو د خلکو په پرتله خورا غریب او وروسته پاتې دي. چې په اصل کې پاکستان پخپله ددې لپاره مسؤل دی. په داسی حال کی چی هیڅ کوم حکومت هم له دوی سره انصاف ندی کړی او نژادي او ژبني کرکې دوی هره ورځ له پاکستانه لرې کړيدي

د یادونې وړ ده چې ، په ۱۹۷۱م میلادي کې پاکستان ، بلوڅان په خپله صوبه کې د کمزوري کولو لپاره د پښتون میشته سیمې له یو بل سره وصل کړې او هڅه یې کوله چې د دوی د وګړو انډول بدل کړي پاکستاني پوځ په هر دور کې ډیر ظلمونه کړي دي. په بلوچستان کې ، خلک تښتول او شکنجه کیږي ، او همدا راز د لوستو ځوانانو ورکیدل د خلکو د بیلتون غوښتونکو سازمانونو ته د جذبیدو اصلي او یو لوی لامل دي

په بلوچستان کې د پخواني ولسمشر پرویز مشرف په وخت کې له حده زیات ظلمونه وشول او پوځ د بلوڅو مشر نواب اکبر خان بوګټي د سیاسي او اقتصادي واکمنۍ لپاره د خبرو اترو څخه د انکار کولو له امله وواژه چې له دې وروسته ، تاوتریخوالی رامینځته شو. په خواشینۍ سره ، پاکستان د سیاسي ځواک له لارې د سیاسي مسلې د حل پر ځای د پوځ پر مټ د مسلو د حل کیدو هڅه وکړه. بلوچستان ئې په یوه لویه نظامي چاوڼۍ بدل کړو ، نوې پوځي اډې جوړې شوې خو برعکس د خلکو لومړنۍ اړتیاوو او اسانتیاوو ته تر دې دمه لومړیتوب نه دی ورکړل شوی ، چې پایله یې نن ورځ زموږ په مخکې ده. پاکستان لاهم پدې کې د بل چا لاس ویني

ورته کیسه د صوبه سرحد یا اوسني خیبر پښتونخوا کې هم پلي کیږي . پښتانه په حقیقت کې له پنجابیانو وروسته د پاکستان دوهم لوی توکم دی چې د ټول نفوس ۱۵ سلنه برخه جوړوي ، خو پاکستان تل ورسره د میرې مور چلند کړیدی. نه یوازې دا چې ، پښتون لږکۍ له اوو لسیزو راپدېخوا له جګړو سره مخ دی ، بلکې د پښتنو اکثریت سیمو کې پوځي عملیات تر سره شوي چې په کې د پوځ او ادارو په ملاتړ د تروریستي سازمانونو لخوا ځان وژونکي بریدونه تر سره او په زرګونو بې ګناه خلک د مرګ کندې ته غورځول شویدي

د سی پیک په ګډون لویې پراختیایی پروژې د پاکستان د حکومتونو د چلند له امله د ناکامۍ په حال کې دي ، ځکه چې په دا ډول لویو پروژو کې نه د ځایی خلکو ونډه شتون لري اونه هم د دوی ګټو ته لومړیتوب ورکول کیږي

د سي پیک پروژې مخالفت ، په بلوچستان ، سیند او خیبر پښتونخوا کې وشو . ځکه چې د ځایی خلکو په منځ کې دا ویره شتون لري چې ، هغه څوک چې د اقتصادي موخو لپاره بلوچستان ته مخه کوي د قومي ډلې تناسب خرابوي. نارامۍ د ورته اندیښنو له امله وده کوي. دوی د پاکستان په پوځ یا اردو او نورو ادارو باور نلري

بېلتون غوښتونکې ډلې اوس متحدې شوي او د پاکستان له حکومت سره په مبارزه بوختې دي. د دې ډلو او پوځ ترمینځ په نښتو کې د وژل شویو شمیر سلګونو ته رسیدلی دی ، هرڅومره چې د پاکستان پوځ په دوی د فشار زیاتولو هڅې کوي ، هغومره د دوی مقاومت لا زیاتیږي. دا ټول په حکومت د باور نشتوالي او د پوځ د بې ځایه مداخلې پایله ده. که چیرې دیموکراتیک سیستم په سمه توګه فعالیت کولی ، نن به دا حال نه وو پاکستان اړتیا نلرله چې په بل چا تور پورې کړي. نن ورځ پوځ او ضعیفې ډیموکراسۍ پاکستان داسې یو پړاو ته رسولی چې پکې د ټولو خواو څخه د بېلتون غوښتنې څپې راپورته شوي ، د کوم ذمه وار چې ، پخپله د پاکستان بې انصافه نظام او سیاست دی نه چی ګاونډی هیوادونه

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت