د جنوبی چین سمندر : د اشغال مهم ټکی


لیکنه : د پرفیسور بالا داس ګهوشال

ژباړه : د پښټو څانګی

داسی ادعا شوی چی چین د سویلی چین په سمندر کی له سری کرښی تیر شوی او د ویتنام د ځانګړی اقتصادی سیمی په نیولو سره ئي د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه کړی. داسی تور دی چی د چین کتنه کونکی بیړی ۶۰ سمندری میلو پوری د ننه تللی چی د ویتنام ساحل ته تر ټولو نیږدی نقطه ده. د دی سره یوه لویه کشاله رامنځ ته شوی او د ویتنام اقتصادی امنیت يي ننګولی. دا هغه هیواد دی چی چین سره د نه برابری له امله سخت زیان ته مخامخ دی.

داسی ادعا ده چی د چین بیړی لږ تر لږه څلورو نورو جنګی جهازونو له خوا بدرګه کیده چی د ویتنام ځانګړی اقتصادی سیمه ئي لړزولی، او شا او خوا ۱۰۲ کیلو میترو پوری د ننه تللی ده.

راپورونو کی ویل شوی چی دا بیړی د ویتنام فوقوی ټاپو سویل ختیځ ته نیږدی شوی او د ویتنام د جنوبی ښار فان ساحلو څخه ۱۸۵ کیلو میتره لری ده. 

د نوموړی هیواد ځانګړی اقتصادی سیمه له ساحل څخه ۳۷۰ کیلو میترو پوری خوره ده. او د نړیوال تړون له مخی په دغه سیمه کی طبعیی زیرمی د را ایستلو خپلواک حق لری. هغه هیوادونه چی د جنوبی چین په سمندر کی د سولی او ثبات لپاره دعوه لری باید چین نه غوښتنه وکړی چی زر تر زره خپلی کتنه کونکی بیړی او بحری جهازونه له دغه سیمی څخه وباسی. 

د ویتنام ساحل ته بیړۍ دومره نیږدی راوستلو سره بیجینګ دا اشاره وړاندی کړی چی دا د هینوئي بحری سوداګرۍ ته لاس رسی د جوړولو سوچ کوی. د دی سره د ویتنام د تیلو او ګازو په پلټنه کی ځنډ رامنځ ته کیدای شی، چی د روسیی د نفتو کمپنۍ روسنفټ سره په انډیوالتوب ئي مخی ته بیائي. که څه هم چین او ویتنام له کلونو راهیسی د تیلو د غنی سیمو د نیولو لپاره یو بل سره ښکر په ښکر دی، په دی تنازه کی ښکیل او د جنوبی چین په سمندر کی خپلی بیړۍ په فعال ساتلو بوخت دی.

د ویتنام په ځانګړی اقتصادی سیمه د بیجینګ قبضه په تیرو څو کلونو کی او په تیره دغه یو څو میاشتو کی ډیره زیاته شوی. د دی هدف شاید د ولسمشر د شی جین پینګ هغه خوب پوره کول وی چی په دغه سیمه د چین ولکه ټینګه کړای شی، او دا تیرۍ د دغه کمیونيسټ هیواد د ۷۰یمی کلیزی سره سمون خوری. چین په یوه اړخیز ډول د جنوبی چین په سمندر کی ۹ کرښی په راښکلو یوه لویه سیمه د قبضه کولو اعلان کړی او په هغه سیمه ئي خپله دعوه ټینګه کړی چی ورکی د ویتنام د خاوری هغه غنی سیمه شامله ده چیرته چی هینوی، روسیی او هندوستان ته د تیلو مراعات ډالۍ کوی .

په تیرو څو کلونو کی ډیری داسی هڅی شوی چی جریانی او سازمانی انتظامات منځ ته په راوړلو د چین کړنی تر کنټرول لاندی راوستل شی او دا هڅی اوس هم دوام لری، مګر تر دی وخته پوری دا هڅی ندی بریالی شوی. اوس دا ټول مسولیت د جنوب ختیځ هیوادونو سازمان (آسیان) پوری تړلی چی په سیمه کی د سولی او ثبات فضا واکمنه کړی او د جنوبی چین په سمندر کی د رامنځ ته کیدونکی تنازی مخه ونیسی.

د ۲۰۱۹ میلادی کال جون میاشت کی کله چی د اسیان بهرنیو چارو وزیرانو خپله غونډه وکړه، مشر ئي د جنوبی چین په سمندر کی د بیجینګ هلو ځلو په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړه. او اوس چی کله په بینکاک کی د هغوی بله سر مشریزه غونډه جوړیدونکی، ده نو دا حتمی ده چی دا سازمان به زیات یوالی وښي، او په چین به فشار راولی تر څو د جنوبی چین په سمندر کی له خپلو هلو ځلو لاس واخلی. ځکه چی له دی سره په سیمه کی د سولی او ثبات فضا ورانیدۍ شې. باید چی کوربه هیواد او د نوموړی سازمان د ډلی مشر تهایلنیډ د اسیان په ۳۵مه او د ختیځ اسیا په ۱۴مه سر مشریزه غونډه کی د جنوبی چین د سمندر ذکر هم وکړی . 

د اسیان اهمیت به هله یقینی شی کله چی نوموړۍ سازمان په چین فشار راوړلو کی بریالی شی چی د قانونی چوکاټ د ننه چلند او د سلوک د ظابطو قدر وکړی. 

د جنوبی چین سمندر په ترڅ کی د هندوستان موقف، د سمندری قوانینو په اړه د ملګرو ملتونو په کنوینشن اساس لری. هندوستان په دی باوری دی چی د جنوبی چین په سمندر کی زیاتیدونکی تاو تریخوالۍ په نړیواله بحری سوداګری کی ځنډ راوستۍ شی. 

د جنوبی چین سمندر یوه داسی مهمه لاره ده چی د کوم د لیاری هر کال کی د ۵ ټریلیونه امریکائي ډالرو سوداګری کیږی. 

ملاکه تراړه چیرته چی د هند سمندر او د جنوبی چین سمندر خپلو کی غوټه کوی، د سیوز کانال په پرتله ۵ چنده زیات تیل راوباسی. 

د هندوستان د لومړی وزیر نریندر مودی د ختیځ عملی تګلاری لاندی د سیمی هیوادونه او په تیره اندونیزیا، سینګاپور، ویتنام او چین سره د هندوستان ستراتیژیکی اړیکی نوری هم غوړیدلی دی.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت