د ناپیلتوب غورځنګ اتلسمه سرمشریزه غونډه
لیکنه : د ایم کی ټیککو
ژباړه : د پښتو څانګی
د ناپیلتوب غورځنګ دوه ورځنۍ ۱۸مه سرمشریزه غونډه چی د آزربائیجان راحت بښونکی د سمندرپرغاړه پلازمینی باکو کی پائ ته رسیدلی د ګردی نړۍ کتونکو ته یوه یادګیرنه ده چی ناپیلتوب غورځنګ اوس هم ژوندی او وده کونکی دې. د ناپیلتوب غورځنګ د رامینځ ته کیدو شپږ لسیزو څخه زیات مودی راهسی په لویدیځ کی د مبصرینو هیڅ کمی ندی پاتی شوی چا چی فقط په هغی نیوکه کونکی لیکنو ته تیار شوی نه وي. خو هغوئي څوواره غلط ثابت شوی . حقیقت ئې دا دی چی ۱۸مه ستره غونډه آزربائیجان لخوا جوړه کړی شوی کوم چی په اوسنیو تیرو کلونو کی پدغه ډلی کی ورداخل شوی او ۲۰۱۱میلادی کال په وروستیو کی د ناپیلتوب په غورځنګ کی ګدون وکړواو دغه حقیقت سره ازمیښت لری چی دا غورځنګ خپل غړو او په چټکه بدلیدونکی نړۍ کی د خپل دوامدار تړاو په ترڅ کی اوس هم معنا لري. په ګردی نړۍ کی اوس هم یو شمیر خلک شته څوک چی پرله پسی د دریمی نړۍ د هیوادونو لپاره د یو پلیټ فورم په حیث د ناپیلتوب په غورځنګ کی عقیده لری چی هغوئي ودریږی او په ایک یو غږ وینا وکړی .
د ناپیلتوب غورځنګ یا د نېم یو بنیاد ایښودونکی له مخی هند د هغی په ودی کی یوه تاریخی دنده ترسره کړی ده . کله چی د هند مرستیال ولسمشر ایم وینکیا نائیډو د هند د هیت مشری کړی د سرمشریزی ناستی ګډون کونکو ته وویل چی د هغی اصولو او مقاصدو ته د هند ژمنه ښه ثابته ده او هډو د ځنی بیا کتنی حاجت نلری . څنګه چی تمه کیدله پاکستان دا فورم په کار راوستو چی خپل خوښ شعار کشمیر بیا پورته کړو.
پدغه موضوع د هند پرضد د پاکستان ولسمشر عارف علوی غندنی ته په ځواب کی مرستیال ولسمشر ایم وینکیا نائیډو پاکستان د ترهګرۍ یو مرکز په حیث بیان کړو او په هغی ټینګار وکړو چی د پولی په اوږدو ترهګری ترسره کولو د خپل اوږدی مودی پالیسی عادلانه ګرځولو لپاره کشمیر په باب شورزوږ کولو خپل پالیسی څخه لاس واخلی . که پاکستان ترهګرۍ ته وده ورکولو خپله پالیسی پری نښودله نو هند خپل لویدیځ ګاونډی ته سلا ورکړله چی هغه به ځان لپاره او بیا پاتی نړۍ لپاره هم ډیر ښه کار وکړی . د هند دریځ ثابت شوی کله چی د سرمشریزی ناستی د ترهګرۍ د هغی په ټولو بڼو او څرګندونی کی د مخه نیولو د هڅو کولو عزم ښکاره کړی او کوم چی د ملګرو ملتونو منشور اصولوسره سم او د نړیوال قانون ورسره نړیوال کنوینشنونو سره سم دی .
بیله شکه د ناپیلتوب غورځنګ رامینځ ته کیدو او دسوړ جنګ ورځو راهسی په نړۍ کی ډیر تغیر راغلی کوم چی نړۍ په دوو مخالفو مفکورییز خیمو کی وویشلو. په نړیوال سیاسیاتوکی بدلیدونکی پئیلو سره د ناپیلتوب غورځنګ دنده هم تغیر و مومی .
دا خبره اهمیت لری چی هم خپله ایجنډا ترح کولو پرځای ستری غونډی ملګری ملتونو سره په خپل پئییل کی خپله دنده څرګنده کړیده. د باکو اعلامی ګڼ اړخیزتوب ته وده ورکولو او د ملګرو ملتونو عمومی اسمبلۍ تقویه کولو لپاره غږ وکړو . په اصل کی د ملګروملتونو نظام او بیا په ځانګړی ډول عموی اسمبلی جمهوری ګرځول د ملګروملتونو نظام د اصلاح کولو برخی په حیث د پلی کولو یوه اوږدی مودی غوښتنه وه .
پدغه حقیقت غورکولو سره چی سرمشریزی ناستی ته د ملګروملتونو عمومی منشی خپل پیغام داسی مسئلوته پام اړولی لکه د باور کمبود ، د نړیوال ګرځونی کی خلکوپه عقیدی کی کمښت ، راغلی ورسره سم نړیوال تشدد زیات شوی او کوم چی د ګډ ګام اړتیا لر ی ، باید چی دا هیله ولرلی شی چی بالاآخره د نړۍ دوه ټولو نه لوئ ټولنی یو بل سره په همغږۍ عمل وکړی .
Comments
Post a Comment