د ۲۰۲۰ کال د مۍ میاشتې په من کي بات پروګرام کې د هندوستان لومړي وزیر نریندر مودي وینا!
زما ګرانو هیوادوالو سلامونه! زموږ د من کي بات پروګرام هم د کرونا ویروس له اغیزو خوندي ندی پاتې. تیر ځل چې ما له تاسو سره د من کي بات له لارې خبرې کړې وې، نو مسافر وړونکي اورګاډي، بسونه او هوایي پروازونه ځنډول شوي وو. خو اوس مهال ډیری کارونه بیرته پیل شوي دي. د شرمک ځانګړي اورګاډي تګ را تګ کوي. نور ځانګړي اورګاډي هم بیرته روان شوي. له خورا احتیاطي تدابیرو سره پروازونه هم بیرته پیل کړی شوي دي. صنعت هم خپل عادي لور ته راروان دی. نو په دې سره، چې د معیشیت یوه لویه برخه بیرته پرانیزو نو په داسې وضعیت کې مو ته پکار ده چې نور هم ډير محتاط او ووسو. که هغه د دوه مترو واټن وي، او که پر مخ باندې د ماسک اغوستل او یا هم تر ټولو ښه دا ده چې د امکان په صورت کې په کور کې پاتې شئ، زموږ لخوا باید په احتیاطي تدابیرو کې هیڅ کوم غفلت ونشي.
د ټولیزو هڅو له لارې په ټول هیواد کې له کرونا سره مبارزه په چټکۍ سره روانه ده. کله چې نړۍ ته ګورو، نو په رښتینې توګه د هندوستان د ولسونو لاسته راوړنې د قدر وړ دي. زموږ د نفوسو ډيروالی هم د ګڼ شمیر هیوادونو د نفوسو څو برابره دی. زموږ هیواد ته شته ګواښونه هم له نورې نړۍ سره توپیر لري، خو له دې سره سره بیا هم زموږ په هیواد کې کرونا هغه شان نه ده خپره شوې لکه د نړۍ په نورو هیوادونو کې. زموږ په هیواد کې د مړینې کچه هم خورا کمه ده. موږ ټول د هغو زیانونو له کبله چې باید ویې زغمو په ژوره توګه پښیمان یو. مګر هر هغه څه چې مو په توان کې وو هغه مو ترسره کړي ترڅو په ټولیز عزم سره خپل هیواد وژغورو. زموږ په شان په نورو لویو هیوادونو کې هم هر شخص په دې برخه کې لیوال دی، ټولې مبارزې د خلکو لخوا پر مخ وړل کیږي.
دوستانو، په دې مبارزه کې، د هیوادوالو د عزم برسیره یو بل تر ټولو لوی قدرت د هغوئ د خدماتو/ چوپړتیاوو روحیه ده. په حقیقت کې، د دې وبآ په بهیر کې، موږ د هندوستان ولسونو دا ثابته کړه چې زموږ د خدمتونو او قربانیو جذبه یوه خیالي خبره نه ده؛ بلکې دا د هندوستان د ژوند یو حقیقت دی. موږ ټول د (Sewa Paramo Dharmah) درما پرامو سیوا له اصطلاح سره آشنا یو. نورو ته خدمت کول پخپله یو لذت دی...... خدمت کول په اصل کې د خپل ځان لپاره یو آرامتیا ده. دا خو به مو هرو مرو لیدلي وي چې هغه څوک چې د نورو په چوپړ کې وخت تیروي هغه انسان هیڅکله هم د افسردګۍ او ستونزې څخه رنځ نه وړي. د ژوند په تړاو د هغه د ژوند هره شیبه، په خپل ځان د باور، مثبت لوري او ځواکمنتیا پر لور روانه وي.
دوستانو، ما په څو څو وارې د ډاکټرانو، خدماتي پرسونل، نرسانو، د پولیسو منصوبینو او د رسنیزو کارکوونکو هڅې ستایلي دي. ما د دې موضوع په هکله په من کي بات پروګرام کې هم خبرې کړي. داسې ډير خلک شته چې حاضر دي ترڅو خپل هر څه د نورو په خدمت کې کیږدي. له هغو کسانو څخه یو یې هم ښاغلی کی سي موهن دی چې د تامیل ناډو په مادورای کې یو سالون لري. هغه ډیر په زیار سره د خپلې لور د زده کړو لپاره پنځه لکه روپۍ غونډې کړې وې. مګر هغه په دې سختو ورځو کې خپلې ټولې ساتل شوې روپۍ د اړمنو او محرومو خلکو په چوپړ کې مصرف کړې. همدا شان د آګارتالا نه ښاغلي ګوتم داس دی چې یواځينۍ د روزي ګټلو لار یې د هینډي کارټ یا لاسي کراچۍ چلولو دي، هغه هم د خپلو ورځنیو سپما کړیو پیسو څخه وریژې او دال اخلي او په اړمنو یې ویشي. د پنجاب له پټانکوټ نه هم یو ورته بیلګه لرم، دیویانګ راجو چې د نورو په مرسته یې یوه کوچنۍ پانګونه کړې او کاروبار لري هغه هم درې زره ماسکونه اخیستي او په نورو یې ویشلي دي. په دې سختو ورځو کې، راجو ورور د شاوخوا سلو کورنیو لپاره خواړه هم برابرکړي دي.
د هیواد له ګوټ ګوټ څخه د ښځو د مرستندویه ټولنو لخوا هم د همکاریو ګڼ شمیر کیسې رارسیدلي. په کلیو او کوچنیو ښارونو کې زموږ میندې او خویندې په ورځنۍ توګه زرګونه ماسکونه جوړوي. له دوی سره په دې کار کې ګڼ شمیر ټولنیز بنسټونه هم مرسته کوي.
دوستانو، ورز تر بلې د دغه ډول کارونو بې شمیره بیلګې آوریدل کیږي او لیدل کیږي. داسې ګڼ شمیر کسان دي چې خپلې هڅې د (NAMO) نامو ایپ او نورو رسنیو له لارې ما ته رالیږي. ډیری وخت خو د وخت د کمبود له امله، نشم کولی چې د اشخاصو، بنسټونو او ډیری شمیر سازمانونو نومونه حتی واخلم. زه د ټولو هغو خلکو قدرداني کوم چې د نورو د خدمت په روحیه کار کوي. ..... هغوۍ ته درناوی کوم د زړه له کومې له هغوۍ مننه کوم.
ګرانو هیوادوالو! هغه بل کار چې زما زړه یې ګټلی هغه د بحران په دې ورځو کې نوښت دی. ګڼ شمیر خلک له کلیو او ښارونو څخه، له کوچنیو سوداګرو واخله بیا تر نوې کار پیلوونکو پورې، او زموږ په لابراتوارونو کې له کرونا ویروس سره د مبارزې د نویو لارو چارو په لټه او هڅه کې دي.
د ناسک نه د راجندر یادوف مثال خورا په زړه پورې دی. راجندر د ناسک په ستنا کلي کې بزګر دی. هغه له کرونا نه د خپل کلي د خوندي کولو لپاره خپل ټیکټر پورې تړلی یو د صفایۍ ماشین جوړ کړی او دا نوښت یې خورا په اغیزمنه توګه کار کوي. همدا ډول زه په ټولنیزو رسنیو کې ګڼ شمیر انځورونه وینم. ډیری شمیر هټۍ والو د دوه متره واټن د مراعات کولو لپاره پخپلو دوکانونو کې له پایپونو څخه لوی لوی کتارونه جوړ کړي. له یوې خوا د اړتیا وړ توکي توغول کیږي او له بلې خوا یې اخیستونکي ترلاسه کوي. په دې لړ کې ښوونکي او زده کوونکي هم له زرګونو نوښتونو سره لاس په کار شوي دي. په آنلاین توګه درسي ټولګي چمتو شوي او ویډیویي ټولګي هم په بیلابیلو لارو چارو سره رامنځته کړی شوي او بدلیږي.
زموږ په لابراتوارونو کې د کرونا ویروس په جوړوونکي کار باندې هم له ټولې نړۍ څخه څارنه کیږي او موږ یې هیله هم لرو. د وضعیت بدلولو لپاره حل لارو او عزم سره سره ډیر څه په نوښتونو پورې هم اړه لري. له زرګونو کلونو راروان د نړۍ بهیر چې دې عصري وخت ته رارسیدلی دا ټول د نوښتونو پر بنسټ وو. نو له همدې کبله دغه ځانګړي نوښتونه هم د یاد وبایي مرض پر وړاندې زموږ د بریا یو برخه ده.
ملګرو، د کرونا سره زموږ د جنګ لاره ډیره لرې ده. دا یو آفت دی، داسې یو لعنتي مرض دی چې په ټوله نړۍ کې یې کوم درمل نشته. په دې مرض له پخوا هم کومه تجربه نشته. دې وضعیت ته په کتلو سره موږ ډیر شمیر نوي چیلنجونه په مخ کې لرو چې په پایله کې یې له ستونزو سره مخ یو. د نړۍ په کچه له کرونا نه د هر اغیزمن هیواد همدا حال دی. هندوستان هم له هغوۍ مثستثنی نه دی. زموږ په هیواد کې داسې هیڅ کومه طبقه نشته چې د دې ناوړه مرض له آفت نه اغیزمنه شوې نه وي، مزدوران او کارګران تر نورو ډیر اغیزمن شوي او د هغوئ درد او رنج په ټکو کې نه بیانیږي. داسې به له موږ نه څوک وي چې هر هغه څه درک کړي کوم چې په هغوئ او د هغوئ په کورنیو تیریږي! موږ ټول په دې هڅو کې یو چې خپلې ستونزې سره خپلو کې شریکې کړو. سختۍ....... ټول هیواد مو له دې سره مخ دی. زموږ د اورګاډي پرسونل شپه او ورځ له دې ستونزو سره مخ دی. له مرکز، ایالتونو او سیمه ییزو ادارو پورې ټول شپه او ورځ هڅې کوي. لکه څرنګه چې زموږ د اورګاډو ځوانان پرته له کوم خنډ نه په کار بوخت دي، هغوئ هم د کرونا ویروس په لومړي خط کې قرار لري. په اورګاډو او بسونو کې په سلګونه زره کارګر په محفوظه توګه لیږدول، د دوی د خوړو بندوبست کول، په هره ولسوالۍ کې د دوی د قرنطین کولو چمتووالی نیول، څیړنه، معاینات او تداوي کول دا ټول په یوه لویه کچه ترسره کول خورا ستونزمن عمل دی. مګر دوستانو، اوسنی وضعیت چې موږ یې وینو، دا په ماضي کې د ترسره شویو پيښو یو انځور او د راتلونکي لپاره د څیړنو فرصت او عبرت یو درس دی. نن ورځ هغه کړکیچ چې زموږ کاري ځواک ورسره مخ دی د هیواد ختیځې سیمې استازیتوب کوي. هماغه سیمه چې د هیواد د ودې انجن ظرفیت لري ، د کومئ سیمې د کاري ځواک وړتیا چې کولی شي هیواد لوړو څوکو ته ورسوي ... ختیځه سیمه پراختیا ته اړتیا لري. دا همدا د ختیځې سیمې پرمختګ دی چې کولی شي د هیواد متوازن اقتصادي پرمختګ لامل شي. له کله نه چې هیواد ما ته د خدمت کولو موقع راکړې، له هماغه وخته موږ د ختیځ هندوستان پرمختګ ته لومړیتوب ورکړی. له تیرو څو کلونو راپدیخوا، په دې سیمه کې ډیر څه ترسره کړی شوي چې ما ته دروني ډاډ راکوي. او اوس هجرت کوونکو مزدورانو ته وګورۍ، دا دوخت اړتیا ده چې د یوې نوې حل لارې لپاره اشاره کوي. موږ په دې برخه کې په جدي توګه اقدامات کوو. د بیلګې په توګه، په هر ځای کې د مزدورانو د مهارت لپاره نقشه بندي ترسره کیږي. په نورو ځایونو کې هم نوي پیلوونکي همدا ډول کارونه کوي، د مهاجرینو د کمیسون پر جوړولو هم فکر روان دی. سربیره پر دې، د مرکزي حکومت د وروستیو پریکړو له امله په کلیوالي ملازمت، شخصي روزګار او په کوچنۍ پیمانه د صنعت لپاره هم امکانات برابر شوي دي. د دغو پریکړو موخه په ځان د بسا هندوستان د رامنځته کولو لپاره هڅه کول او حل لارې لټول دي. که زموږ کلي، قصبې، ولسوالۍ او ولایتونه په ځان بسا وی نو اوس چې د کومو ستونزو سره مخ یو دا ستونزې به مو هغه مهال دومره په شدت سره نه وې. مګر له تیارو نه د روښنایي پر لور تلل یو انساني خصلت دی. د ګڼ شمیر ستونزو سره سره بیا هم د (Aatmnirbhar Bharat) آتمیربهر بهارت یا پخپل ځان بسا هندوستان پر لور د تلو لپاره چې په هیواد کې کومې هڅې او فکر روان دی دا زما لپاره ډیر د خوشالۍ ځای دی. خلکو اوس دا کار خپل یو یون ګڼلی. زموږ د هیواد ولسونه اوس د دغه میشن واګې پخپلو لاسونو کې آخلي. ګڼ شمیر خلکو د دې حقیقت یادونه هم کړې چې دوی د خپل شاوخوا تیاریدونکو توکو او مصنوعاتو بشپړ فهرست هم برابر کړی. دې خلکو اوس د Vocal for Local شعار ته په عملي جنبې ورکولو سره هوډ کړی چې ټول به خپل تولیدات پیري.
له بیهار ولایت نه زموږ یو ملګري، سریمن هیمانشو ما ته په نیمو ایپ کې لیلکي چې، زه د هغې ورځې خوب وینم چې یو وخت به هندوستان لږ تر لږه واردات کوي.... که هغه پیټرول وي، ډیزل وي، تیل وي، برقي وسایل وي، سره وي او حتی د خوړونکو غوړیو پورې. زه د هغه جذبه درک کولی شم. ډیر داسې تولید شوي توکي دي چې له بهرنیو هیوادونو زموږ هیواد تا را واردیږي، چې په پایله کې یې د ایمانداره مالیه ورکوونکو لخوا د اړتیا پرته لګښتونه کیږي. د دغو توکو متبادل توکي ډير په اسانۍ سره په هندوستان کې چمتو کیدلی شي.
د آسام ایالت نه سندیپ ماته لیکلي چې، هغه د سیمه ییزو ښځو لخوا د تیارو شویو باڼسي مصنوعاتو تجارت کوي. هغه پریکړه کړې چې په راتلونکو دوو کلونو کې به هغه خپل د باڼسونو صنعتي توکي په نړیوال برانډ بادې بدل کړي. زه په بشپړه توګه یقین لرم چې د اتمانیربهارت میشن به هندوستان په دې لسیزه کې لوړو څوکو ته ورسوي.
ګرانو هیوادوالو! د کرونا بحران په بهیر کې، ما له نړیوالو رهبرانو سره خبرې وکړې. زه غواړم چې نن یو راز له تاسو سره شریک کړم، له نړیوالو مشرانو سره د خبرو په بهیر کې ما ولیدل چې په نړیواله کچه له یوګ او آیوروید سره علاقمندي زیاته شوې ده. ګڼ شمیر نړیوالو مشرانو له ما پوښتنه وکړه چې آیا د کرونا په بحران کې یوګ او آیوروید کولی شي مرستندوی ثابت شي.
دوستانو، د یوګا نړیواله ورځ په همدې نږدې وختو کې رارسیږي. نو دا چې یوګا د خلکو له ژوند سره ارتباط پیدا کوي نو، د خلکو تر منځ د دوی د روغتیا په هکله شعور هم مخ پر زیاتیدلو دی. د روانې کرونا ناروغۍ د بحران په بهیر کې ولیدل شو چې له هالیووډ نه تر هریدوار پورې، په کورونو کې دننه خلک د یوګا پر لور خورا په جدیت سره پاملرنه کوي. هر چیرته چې خلک د یوګا او له دې سره د آیوروید په اړه مالومات ترلاسه کوي دا د ژوند د تګلارې په توګه خپلوي. ډیری شمیر هغه خلک چې هیڅکله یې هم د یوګا تمرین نه وو کړی، نو یا خو په آنلاین بڼه د یوګا په ټولګیو کې شامل شوي او یا هم د آنلاین ویډیو ګانو له لارې یوګا زده کوي. په رښتیا هم چې یوګا د مدافع قوت، ټولنې او یووالي لپاره ګټوره ده.
ملګرو، د شته وبایي ناروغۍ کرونا په بهیر کې، یوګا تر هر څه ډیره اړینه ده، او دا ځکه چې دغه ناروغي زموږ د تنفس نظام تر هر څه ډیر اغیزمن کوي. په یوګا کې ډير داسې د پرانایم ډولونه دي چې د تنفس سیستم قوي کوي چې ګټور آثار یې موږ له ډیرو وختونو راپدیخوا وینو. دا پر وخت آزمایل شوي تخنیکونه دي چې، هر یو یې خپل بیلابیل ارزښت لري. ډیر خلک به د کپل بهټي او انولم وایلم له پرانایمونو څخه خبر وي. مګر د پریانامونو ګڼ شمیر نورې بڼې هم شته لکه بهسټریکا، شیټالي، بهرماري ټیک وغیره چې ډیرې ګټې هم لري. په هر صورت، د آیوش وزارت هم د یوګا تمریناتو د ډیرولول لپاره دا ځل یوه ځانګړې تجربه کړې. د آیوش وزارت ( میري زندګي، میرا یوګا) یا زما ژوند، زما یوګا تر عنوان لاندې د بلاګ له لارې یوه نړیواله ویډیویي سیالۍ په لاره اچولې.
په دې سیالۍ کې نه یواځې دا چې هندوستانیان بلکې د ټولې نړې خلک برخه اخیستلی شي. په دغه نړیوال ویډیویي بلاګ کې د برخې اخیستلو لپاره باید تاسو درې دقیقه یي ویډيو جوړه کړئ او دا به اپلوډ کوئ. په دې ویډیو کې به، تاسو هغه یوګا او یا هم آسن په نندارې ته وړاندې کوئ کوم چې تاسو هره ورځ ترسره کوئ او دا به هم ورسره وایئ چې یوګا ستاسو په ژوند کې کوم بدلون راووستی. زه له تاسو ټولو دا غوښتنه کوم چې په دې سیالۍ کې ګډون وکړئ او له دې نوي انداز سره د یوګا د نړیوالې ورځې یوه برخه شئ.
دوستانو، زموږ په هیواد کې له څو لسیزو راپدیخوا په سلګونه زره وګړي له ځانګړو اندیښنو سره ژوند کوي. که هغوئ ناروغان شي نو څه به کیږي.... هغه باید د درملنې په لټه کې شي او که د کورنۍ لپاره د ډوډۍ په فکر کې شي؟ د دغو تکالیفو په درکولو سره، د دې اندیښنو د لرې کولو لپاره یو نیم کال د مخه د آیوشمان بهارت سکیم په لاره اچول شوی وو. یو څو ورځې مخکې د آیوشمان بهارت سکیم نه د برخمنو کسانو شمیر له یو کروړ نه زیات شو. له یو کروړ نه زیات مریضان وایي چې زموږ په هیواد کې له یو کروړ نه د ډیرو کورنیو خدمت شوی دی. آیا تاسو پوهیږئ چې د یو کروړ نه د ډیرو ناروغانو مانا څه ده؟ له دې سره د دوه ناروې او دوه سنګاپور د ټولو نفوسو په کچه د خلکو درملنه په ډیره کمه موده کې ترسره شوې ده.
که چیرې دغو غریبانو ته په روغتون کې د درملنې لپاره د پیسو ورکولو اړتیا وی نو په تخمیني کچې به دوی ۱۴ زره کروړه روپیو نه ډیرې له خپلو جیبونو نه په روغتونونو کې ورکولې. د آیوشمان بهارت سکیم د دغو غریبانانو دومره ډیرې پیسې له مصرفیدونه وسپمولې. زه نه یواځې له آیوشمان بهارت سکیم نه ګټه اخیستونکو ناروغانو ته بلکې دغه سکیم پورې تړلیو ډاکټرانو، نرسانو او روغتیایي عملې ته هم مبارکي ورکوم. په آیوشمان بهارت سکیم کې یو مهم خصوصیت د دغه سکیم د لیږد رالیږد سهولت دی. د دې سکیم دغه د لیږد رالیږد سهولت په هیواد کې د یووالي په راوستلو کې هم مرستندوی ثابت شوی، د دې مانا دا ده چې د بیهار ایالت پورې تړلي یو شخص ته په کرناټکا ایالت کې هم هماغه طبي سهولتونه ورکړل کیږي کوم چې هغه ته پخپل پلرني ټاټوبي کې ورکول کیدل. همدا ډول، که چیرې د مهاراشټرا ایالت یوه اوسیدونکي ته د درملنې اړتیا وي نو هغه ته به په تامل ناډو ایالت کې هم هماغه سهولتونه ورکول کیږي. د دې سکیم له امله، په هره داسې سیمه کې ، چیرته چې د روغتیا نظام ضعیف وي، وروسته پاتې قشر کولی شي چې د هیواد په هر ګوټ کې د غوره درملنې په لټه کې شي.
ملګرو، په دې به تاسو حیران شئ چې له یو کروړ نه د زیاتو خلکو ۸۰ سلنه یې د هیواد د کلیوالي سیمو اوسیدونکي ول چې له دې سکیم څخه برخمن شوي. له دوی څخه شاوخوا ۵۰ سلنه یې زموږ میندې، خویندې او لوڼې دي. او له دوی څخه یې ګڼ شمیر په هغو ناروغیو اخته کسان وو چې درملنه یې په معیاري درملو د امکان وړ نه وه. په دوی کې ۷۰ سلنه ته یې جراحي خدمات وړاندې شوي. تاسو اندازه لګولی شئ چې دوی له خپلو ستونزو څخه څنګه او په څه ډول نجات ترلاسه کړ.
د مني پور په چورا چاند سیمه کې یوه شپږ کلن ماشوم کیلانسانګ ته هم د آیوشمان بهارت له سکیم نه د ژوند یو نوی پړاو ترلاسه شو. کیلانسانګ په همدې کم عمر کې د اعصابو په شدید مرض اخته وو. د کیلانسانګ پلار، یو ورځنی مزد اخیستونکی مزدور او مور یې د جامو یو ګنډونکې میرمن وه، په داسې وضعیت کې وول چې هغوئ ته د خپل زوی درملنه کول یو لوی ستونزمن کار وو. مګر اوس د آویشمان بهارت سکیم له لارې د هغه د زوی وړیا درملنه وشوه. د پډوچیري اوسیدونکې امورتها والي هم له ورته ستونزې سره مخ وه، هغې ته هم د آیوشمان بهارت سکیم د یو نجات ورکوونکې فرښتې په توګه ثابت شو! د امورتها والي خاوند د زړه د حملې له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی وو. د هغې ۲۷ کلن زوی جیوا هم د زړه په مرض اخته وو او ډاکټرانو جیوا ته د عملیات کولو امر کړی وو. مګر جیوا چې یو ورځنی مزدورکار وو، پخپلو عوایدو باندې یې دومره لوی عملیات نشو ترسره کولی. مګر امورتها والي خپل زوی د آیوشمان بهارت په سکیم کې راجستر کړ، او نهه ورځې وروسته د هغې زوی جیوا د همدې سکیم له لارې ځان عملیات کړ.
ملګرو، ما یواځې درې یا څلور پیښې بیان کړې مګر له آیوشمان بهارت سره له یو کروړ نه زیاتې پیښې تړلي دي. دا کیسې د ژوندیو خلکو او زموږ د وطنوالو دي چې له تکالیفو څخه ژغورل شوي. زه له تاسو غوښتنه کوم، هرکله چې مو وخت درلود، تاسو له داسې یوه کس سره هرو مرو خبرې وکړې چې د آیوشمان بهارت سکیم تر چتر لاندې یې د خپلې درملنې په کولو ګټه ترلاسه کړي وي. و به وینئ چې کله چې یو مایوس انسان د کومې ناوړه ناروغۍ له محاصرې نه بریا ومومي نو په هغه کې د فقر او غربت پر وړاندې د مبارزې یو نوی قدرت را پیدا کیږي. او غواړم چې په صادقانه ډول مالیه ورکوونکو ته ووایم چې د آیوشمان بهارت سکیم نه د ګټه اخیستونکو د خوشالۍ او سوکالۍ څیره تاسو هم د ګټورو کارونو د ترسره کولو حقدار جوړوي، زموږ تر ټولو ډیره مالیه ورکوونکی له نورو د ډیر پونیا یا نیکۍ او پرهیزګارۍ مستحق دی.
زما ګرانو هیوادوالو، له یوې خوا موږ د کرونا وبایي ناروغۍ سره په مبارزه بوخت یو او له بلې خوا، موږ په همدې وروستیو کې د ختیځ هند بعضې سیمې له قدرتي آفاتو سره مخ دي. د تیرو څو اونیو په بهیر کې، موږ ولیدل چې په لویدیځ بنګال او اوډیشا کې د امفان په نوم ستر طوفان تباهي جوړه کړه. د طوفان له امله ګڼ شمیر کورونه تباه شول. بزګرانو ته هم په لویه کچه زیانونه واووښتل. زه تیره اونۍ د وضعیت څیړلو لپاره لویدیځ بنګال او اوډیشا ته تللی ووم. د هغه ځای خلکو چې په کوم جرآت او بهادرۍ سره د ستونزو مقابله کړې هغه د ستایلو وړ ده. د بحران په دې دور کې، هیواد د دې دوه ایالتونو له ولسونو سره له هر لوري اوږه په اوږه ولاړ دی.
دوستانو، له یوې خوا چې ختیځ هند د طوفان له آفت سره مخد دی، په نورو سیمو کې د ملخانو بریدونو خپلې اغیزې پریښي دي. دا بریدونه بیا موږ ته دا را په یادوي چې د اسې کوچني مخلوقات هم کولی شي چې لوی زیانونه راواړوي. د ملخانو بریدونه له څو ورځو راپدیخوا جریان لري او لویه سیمه یې تر خپل اغیز لاندې راووستي. د هندوستان مرکزي دولت، ایالتي دولتونو، د کرنې وزارت او نورې ادارې هم د عصري ټکنالوژۍ په مرسته له بزګرانو سره نه یواځې دا چې مرسته کوي بلکې دا هڅه هم کوي چې رامنځته شوي زیانونه را کم کړي. او د نویو نوښتونو پر لور پاملرنه روانه ده، زه باوري یم چې موږ په ګډه نه یواځې دا چې په دغه کرنیزه برخه باندې راغلي د دغه بحران مقابله به وکولی شو بلکې د فصلونو د ژغورلو لارې چارې به هم پیدا کوو.
زما ګرانو هیوادوالو! څو ورځې وروسته یانې د جون میاشتې په پنځمه نیټه ټوله نړۍ د (چاپیریال نړیواله ورځ) لمانځي. د دې کال موضوع باییو ډایورسیټي یا د ژوند څرنګوالی دی. په روان وضعیت کې دغه موضوع خورا د پام وړ ده. د تیرو څو اونیو په بهیر کې، د ګرځبندیز له امله ممکن ژوند یو څه ضعیفه شوی وي. مګر موږ ته یې دا فرصت راکړلو چې خپل شاوخوا ته د غني طبیعت تنوع ووینو یا هم زموږ د ژوند کولو چاپیریال تر خپل اغیز لاندې راولو. ګڼ شمیر الوتونکي مرغان د هوا او غږونو د ککړتیا او ډیروالي له امله ورک شوي وو، او اوس وروسته له کلونو خلک کولی شي چې پخپلو کورونو کې د هغوۍ له خوندورو آوازونو خوند واخلي.
او همدا راز له ډيرو نورو ځایونو څخه هم د حیواناتو د اولګویي چلند راپورونه ورکړل شوي دي. تاسو به دغه کلیپونه د ټولنیزو رسنیو له لارې هم همدا ډول لیدلي او آوریدلي وي. ګڼ شمیر خلکو تبصرې، لیکنې او انځورونه هم شیرکړي دي چې اوس هغوئ کولي شي چې له خپلو کورونو نه ډیر لرې غرونه هم لیدلی شي، د لرې څخه د راتلونکې روښنایي څرک هم لیدلی شي. د دې انځورونو په لیدلو سره به زموږ د ډیرو په زړونو کې دا ژمنه رابرسیره شوې هم وي چې، آیا موږ به وکولی شو چې له دې وروسته هم د ښکاره کیدونکو منظرو شاهد اوسو؟ دې انځورونو خلک دې ته هم و هڅول چې د طبیعت لپاره یو څه وکړي. د دې لپاره چې ځان ډاډه کړو چې سیندونه پاک پاتې شي، ژوي او الوتونکي مرغان په آزادانه توګه د ژوند کولو حق ولري، موږ باید له طبیعت سره په همغږۍ د ژوند کولو الهام ترلاسه کړو.
زما ګرانو هیوادوالو، موږ په څو څو واره آوریدلي چې اوبه ژوند دی! که چیرې اوبه وي نو سبا هم شته، اما موږ باید ځواب ویوونکي هم اوسو. موږ باید د باران اوبه وژغورو. هر څاڅکی باید سپما شي. موږ څنګه کولی شو چې د باران اوبه او کلي وژغورو؟ د اوبو د ساتلو عنعنوي لارې چارې په آسانه توګه شتون لري، چې له دې سره موږ اوبه سپمولی شو. که چیرې اوبه د پنځو او یا هم اوو ورځو لپاره ولاړې وساتلی شو نو له دې سره به نه یواځې دا چې د ځمکې تونده به ماته شي، بلکې هماغه دننه تللې اوبه به بیرته د ژوند لپاره د نجاب سبب شي. نو له همدې امله، د دې وار بارانونو په موسم کې، موږ ټول باید د اوبو د سپما او ژغورلو لپاره جدوجهد وکړو.
زما ګرانو هیوادوالو! پاک چاپیریال په مستقیمه توګه زموږ د ژوند یو حتمي عنصر دی، او زموږ د اولادونو د راتلونکي لپاره هم. نو فلهذا موږ باید په انفرادي توګه هم دې مسلې ته پام وکړو. زما له تاسو غوښتنه ده چې د روان کال د چاپیریال ورځې په ویاړ یو څو ونې کښینوئ او یو څو ژمنې وکړئ او د طبیعت خدمت و کړي ترڅو موږ وکولی شو چې له قدرت سره ورځنۍ اړیکه ټینګه کړو. اوکې! د ګرمۍ موسم په عروج کې دی، نو له همدې امله مرغانو ته د اوبو زمینه برابرول مو هیر نه شي.
دوستانو، موږ باید دا هم په یاد ولرو چې د داسې سختو هڅو او ډیرو ستونزو د ګاللو وروسته بیا هم، د هیواد وضعیت په سمه توګه ساتل باید بیځایه لاړ نشي. موږ باید دغه جنګ ضعیفه نکړو، بې پروایي کول او نه پاملرنه یو انتخاب نشي کیدلی.
له کرونا سره مبارزه اوس هم هماغومره جدي ده.
اوس هم امکان لري چې تاسو او کورنۍ مو د کرونا وبایي ناروغۍ له ستر ګواښ سره مخ شئ. موږ باید د هر انسان ژوند وژغورو، نو له همدې کبله، له نورو څخه واټن ساتل، ماسک تړل او په صابون د لاسونو وینځل، هغه احتیاطي تدابیر دي چې په حیرانوونکې توګه په هماغه دول چې تر اوسه مو لیدلي او ترسره کړي، لا هم عملي کړی شي. زه باوري یم چې تاسو به دغه احتیاطي تدابیر د خپل ځان، دوستانو او خپل هیواد لپاره ترسره کړئ. له دې باور سره، زه ستاسو د روغتیا غوښتونکی یم. راتلونکې میاشت به له نویو موضوعاتو سره د من کي بات له لارې یو وار بیا سره ووینو.
مننه
*****
Comments
Post a Comment