افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی هندی چارواکو سره ولیدل
لیکنه : د ډاکټر سمیتا
ژباړه: د پښتو څانګی
د افغانستان پخلاینې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هند ته راغلی وو او د هند د بهرنیو چارو له وزیر او د ملي امنیت له سلاکار سره یې وکتل. هغه نوي ډیلي ته له رسیدو دمخه قطر او پاکستان ته هم تللی و. هغه د لوی سیمه ایز ملاتړ لپاره ټول ښکیل اړخونه وهڅول. ښاغلي خلیل زاد له ښکېلو اړخونو هم وغوښتل چې د سولې خبرې ګړندۍ کړي ، په افغانستان کې د تاوتریخوالي سمدستي کمولو او د کووډ-۱۹ په وبا کې په همکاریو باندې یی ټینګار وکړ
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په وینا ، دغه سفر د متحده ایالاتو او طالبانو د موافقې د بشپړ پلي کیدو وروسته ملاتړ د رامینځته کولو لپاره وو ، کوم چې د قیدیانو خوشې کیدو په اړه د افغان حکومت او طالبانو ترمینځ اختلافاتو له کبله له مینځه تللی و. وروسته له هغه چې د متحده ایالاتو لوی مرکچی ښاغلي خلیل زاد د ۲۰۲۰م میلادی کال فبرورۍ کې په دوحه کې د طالبانو مشر ملا برادر سره د سولې تاریخي تړون لاسلیک کړ ، هغه په سیمه کې پرمختګونه په کلکه څاری. دا دوهم سفر و چې هغه د اپرېل ۱۲ می راهیسې د تړون د خوندي کولو لپاره د وبا په مینځ کې ترسره کړ
هندوستان د متحده ایالاتو او افغانستان ترمنځ د سولې معاملې ته هرکلی وکړ ، ځکه چې د حکومت په ګډون د افغانستان ټول سیاسي ساحی د دوحه تړون تائید کړی. د هند د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د هند دوامداره پالیسي د ټولو فرصتونو ملاتړ کول دي چې وکولی شي په افغانستان کې سوله ، امنیت او ثبات راولي
ښاغلي خلیلزاد د بهرنیو چارو له وزیر ډاکټر ایس جی شنکر او د ملي امنیت له سلاکار اجیت ډووال سره وکتل او هغوی ته یې د سولې په پروسه کې د پرمختګ په اړه خبر ورکړو. دوی د ډیموکراسۍ پیاوړتیا او د ټول شموله سیاست ملاتړ وکړ او د هندوانو او سکهانو په ګډون د افغاني ټولنې د ټولو برخو د حقونو دفاع لپاره د هند دوامداره ملاتړ یی څرګند کړ. په هرصورت ، دوی د تاوتریخوالي د ډیریدو په اړه خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړه او زر تر زره اوربند د پلی کولوغوښتنه یې وکړه
نوي ډیلي په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره د ترهګرو خوندي پټنځایونه ختمولو غوښتنه هم وکړه. متحده ایالاتو له افغانستان سره د اقتصادي پراختیا ، بیارغونې او بشردوستانه مرستو کې د هند رغنده مرسته ومنله. هندوستان همدا رنګه افغانستان ته د ژوند ژغورونکي درملو سپلایی پرځای ساتلی ترڅو د کورونا ویروس ناروغي په وړاندې مبارزه کې د افغانستان مرسته وکړي شی، او د افغانستان خلکو څخه یې ډیره نیک نیتی ترلاسه کړی
د لومړي ځل لپاره ، امریکا په ښکاره ډول د هند او طالبانو تر منځ د بوختیه وړاندیز وکړ او غوښتنه یې وکړه چې هند باید له طالبانو سره مستقیم د تروریزم په اړه بحث وکړي. دا ښیې چې واشنګټن د هند په لټه کې دی ترڅو د افغانستان د سولې په پروسه کې ستر رول ولوبوي
دا مهال ، جنګ ځپلی افغانستان د سیاسي کړکیچ ، د سولې ماتیدونکی تړون ، د مرستې ګواښ او د کورونا ویروس خپرېدو په څیر له خنډونو سره لاس او ګریوان دي . دا ټول په ورته وخت کې دي. د رویټرز خبری اجانس په وینا ، طالبانو د فبرورۍ د سولې تړون لاسلیک کولو راهیسې تر ۴۵۰۰ ډیر بریدونه کړي دي. هغه ولایتونه چې خورا ډیر زیانمن شوي دي د کووډ -۱۹ له کبله ورکی ډیر خلک وژل شوی
وسله وال کابل او متحده ایالات د تاوتریخوالي د زیاتیدو مسول ګڼی. سربیره پردې ، دغه خبرې اترې هم د ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه د سیال ، عبدالله عبدالله تر منځ د جنجال له امله ودرول شوې ، چې دواړو د سپتمبر په ټاکنو کې د بریا ادعا کړی وه
د افغانستان خپلمنځی خبرو د پیل په لور پرمختګ ، د سولې په معاملې کې یوه ډیره مهمه مسله ده . افغاني ډلو ترمینځ د اعتماد کمښت او د دواړو خواو لخوا د بندیانو ورو ورو خوشې کیدو له امله د سولی جریان سست شوی. د اصلي پلان له مخې ، د افغانستان خپلمنځی خبرو اترو جریان د مارچ په لسمه د کابل لخوا ۵۰۰۰ طالب بندیان له خوشې کیدو وروسته پیل کیدونکی وو او په داسې حال کې چې وسله والې تالیبانو ډلې ۱۰۰۰ حکومتی پرسونل خوشی کول . تردی وخته افغان حکومت ۹۳۳ کسان خوشی کړی کله چی طالب بندیانو څخه ۱۵۵ خوشې کړي له همدې امله ، په وروستیو اوونیو کې ، طالبانو د دولتي ځواکونو په وړاندې بریدونه زیات کړي
Comments
Post a Comment