نړئ ته د هند لاسرسي دوام لري
ليکنه : د کوشيک راي
ژباړه : د پښتو څانګي
لکه څنګه چې هندوستان د کوویډ-۱۹ ناروغي په ترڅ کې د ملي بند يا دلاک ډاون ۳ م پړاو ته داخليږي ، هیواد بهرني هيوادونو ته په لاس رسي هم تمرکز کړي. نه یوازې دا چي هند د کورونا وايروس ستونزه هوارولو ته ژمن دی؛ بلکي نوی ډیلۍ ددي لپاره هم چمتو دی چې اضافي ګام مخ په وړاندي واخلي ترڅو په نړۍ کې نورو هيوادونو سره مرسته وکړي
د هند نږدې ګاونډ کي او هاخوا هیوادونو سره د لاس رسي اړيکي ځواکمنولو ته دوام په ورکولو ، لومړي وزیر نریندر مودي د بنګله دیش لومړي وزيري شیخ حسینه سره د تلیفون له لارې خبرې وکړې. دواړو لومړي وزیرانو د کوویډ-۱۹ ناروغي په پایله کې د سیمه ایز وضعیت په اړه خبرې وکړې. دواړو مشرانو یو بل ته د هغه ګامونو په اړه معلومات ورکړل چې په دواړو هیوادونو کې د دې ناروغئ اغیزې کمولو لپاره اخیستل کیږي
لومړي وزیر مودي او میرمن حسینې د سارک مشرانو په ویډیو کنفرانس کې د ۲۰۲۰ م په مارچ کې د ځانګړي شوي ترتیباتو په پلي کولو کې شوي پرمختګ څخه خوښي څرګنده کړه. ښاغلي مودي د سارک کوویډ اضطراري صندوق ته د ۱،۵ ملیون ډالرو مرستې لپاره د بنګله دیش څخه مننه وکړه
لومړي وزیري حسینې د هند له لومړي وزیر څخه مننه وکړه چې په سیمه کې د کوویډ-۱۹ سره مبارزه کې د هڅو همغږي کولو رهبري يي وکړه او بنګله دیش ته يي مرستې ورسولي. هند د بنګله دیش مننه وکړه چي د چینای او کلکته څخه يي خپل اتباع اوويستل
دواړو مشرانو په پوله د سړک ، ریل ، هوایی او داخلي اوبو له لارې د اړینو توکو رسولو پر دوام خوښي څرګنده کړه. ښاغلي مودي د بنګله دیش لومړي وزیري ته د هند د چمتو مرستي په اړه ډاډ ورکړ چې د کوویډ-۱۹ په قابو کولو او په روغتیا او اقتصاد د ناروغئ اغیزې کمولو کې له بنګله دیش سره مرسته کوي. د هند لومړي وزیر د روژې په مبارکه میاشت د بنګله دیش خلکو ته مبارکي وویله او یو ځل بیا یې ډاډ ورکړ چې پدې مشکل وخت کې به د دوی تر څنګ ودریږي .
ښاغلي مودي د میانمار د بهرنیو چارو له وزیرې میرمن آنګ سان سوچي سره هم خبرې وکړې. دواړو مشرانو په کورني او سیمه ایزو شرایطو کې د کوویډ-۱۹ سناریو په اړه بحث وکړ. دوی یو بل ته د وبا د کنټرول لپاره اخیستل شوي ګامونو په اړه خبر ورکړو
د هند د ګاونډ لومړی تګلارې مهمي ستنې په توګه د میانمار اهمیت په پرګوته کولو ، لومړي وزیر مودي میرمن سوچي ته وویل چې هند به په میانمار کي د کوویډ-۱۹ د اغیزو مختلف اړخونه له منځه اوړلو لپاره هر ډول مرستې او همکارۍ چمتو کړي
ښاغلي مودي په هند کې د میانمار میشتو اتباعو ته د هرې ممکني مرستې ډاډ هم ورکړ. هغه په میانمار کې هندي اتباعو ته د همکاریو لپاره د میانمار د ایالتي مشاور څخه مننه وکړه. دواړو مشرانو موافقه وکړه چې په تماس کې پاتې شي او د کوویډ-۱۹ لخوا رامینځته شوي ننګونو ته رسیدو لپاره په ګډه کار وکړي
د هند لومړي وزیر د تایلنډ له لومړي وزیر ، جنرال پريوت چان او چا سره هم تلیفوني خبرې وکړې. ښاغلي مودي په تود ډول د نومبر په میاشت کې بنکاک ته د خپل سفر یادونه وکړه ترڅو د آسیا او اړوندو غونډو کې برخه واخلي. هغه د تایلینډ شاهي کورنۍ غړو او د تایلینډ خلکو ته خپل سلامونه وویل. دواړو مشرانو د کوویډ-۱۹ ناروغي په هکله په خپلو خپلو هیوادونو کې د پورته کړي شوي ګامونو په اړه معلومات شریک کړل
د هند لومړي وزیر د کوویډ ناروغۍ سره مبارزې لپاره د سیمه ییزې او نړیوالې همکارۍ اهمیت په اړه خبرې وکړې. هغه د هند لومړي وزیر جنرال چان او چا ته د تایلینډ د درملو هر ډوله اړتیاوي د پوره کولو لپاره د هند د ژمنې ډاډ ورکړ. دواړو مشرانو د دواړو هیوادونو د څیړونکو ، ساینس پوهانو او نوښتګرانو ترمینځ د لا زیاتي همکارۍ په ضرورت هوکړه وکړه
د هند او تای لومړي وزیرانو د یو بل په خاوره خپلو اتباعو ته د چمتو شوي سهولت ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چې دا ډول ملاتړ ته به دوام ورکوي
تایلینډ د هند په پراخه ګاونډ کې نژادي او پخواني کلتوري اړیکو سره ارزښتناک سمندري ملګری دی
سیمه ایز او غځیدلي ګاونډ کې ، هند د اړتیا په وخت کې خپلو ملګرو ته ځان رسولي . نوي ډیلي نورو هیوادونو ته د بازار راحت او همدارنګه طبي مرستې او ټیمونه برابر کړي دي. هندوستان کورنیو هیوادونو ته د هغوي بهرنی اتباعو په رسولو کې هم مرسته کړې کله چې ورته غوښتنې شوي
د ضرورت په دغه وخت کې نړیوالې ټولنې ته د هند لاسرسی دغه هیوادونو لخوا ستايل شوی . د کورونا نه وروسته نړۍ کې ، د کوویډ-۱۹ ناروغئ اغیزي کمولو لپاره د هند بې غرضه مرسته به خامخا دا هيواد په ښه حالت کې ودروي
Comments
Post a Comment