هند ټينګار وکړ چې د پاکستان ستره محکمه د ګلګیت- بلتیستان پحقله څه فيصله د کولو حق نلري
لیکنه: د ډاکتر اشوک بیهوریا
ژباړه: د پښتو څآنګه
تیره اونی د پاکستان سترې محکمې د یوه مدني متفرق غوښتنلیک په اړه اوریدنه وکړه، چې ددې هیواد فیدرلي حکومت لخوا محکمې ته وړاندې شوی وو مخکې له دې چې محکمه دې ته په ۲۰۱۸م ګلګیټ بالتستان کې د اړینو اصلاحاتو اجازه ورکړي او د یو موقتي حکومت لپاره امر ور کړی ترڅو د ګلګیټ بالتستان اسیمبلي لپاره ټاکنې ترسره کړي. د حکومت د قضې له اوریدنې وروسته، په لنډ ترتیب سره، دا فيصله د اوو قاضیانو یوې ډلې چې مشري يي قاضي القضات ګلزار احمد کوله له لوري تاييد شوه
د یادونې وړ ده چې د پاکستان سترې محکمې مخکې په ۲۰۱۹م کال کې ګیلګیټ بالتستان ته خپل قضايي صلاحیت تمدید کړی وه او حکم یې بیا تنظیم کړو، چې د ګلګیټ بالتستان سترې محکمې له لوري یو طرفه شوی وو . همزمان، د ۲۰۱۸ حکم د ضعیفو نقاطو د پیژندلوسره، دوی له حکومت څخه غوښتي وو چې د سرتاج کمیټې د وړاندیزونو په اساس یو اصلاح شوی پیش نویس اماده کړي. د پاکستان مسلم لیګ نواز مخکیني حکومت له لوري تنظیم شوي، کمیټې د قانوني اقداماتو امر کړی وه ترڅو د ځايي خلکو هیلې تطبیق کړي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان یو لوړپوړی ډیپلومات معدوم کړو او د ګلګیټ بالتستان په اړه يي د حکم په ضد سخت لاریون وکړو او په ښکاره ډول یې وویل چې جمو او کشمیر او لډاک د ګلګیټ بالتستان د سیمو په ګډون د هند اړونده برخې دي. ټینګار يي وکړو چې د پاکستان حکومت او د پاکستان قضایه قوه ددوی له لوري په زوره او غیر قانوني نیول شویو سیمو هیڅ حق نه لري، او هند داسې یو عمل په کلکه ردوي او خپلې هڅې یې جاري ساتلي ترڅو د هند دخاورې جمو او کشمیر د پاکستان تر ولکې لاندې سیمو کې بدلونونه رامنځته کړي
تیر کال هند د پاکستان د سفارت معاون احضار کړی وه او د پاکستان د سترې محکمې له لوري د ۲۰۱۹م کال جنوري د اوومې نیټې د حکم په ضد یې کلک لاریون کړي وو او دایې د هند په داخلي چارو کې لاسوهنه بللي وه . د ۲۰۱۵م کال د جون په اتمه نیټه په ګلګیټ بالتستان کې له ټاکنو مخکې هم همداسې پیښه رامنځته شوې وه، او همدا راز ویل شوي وو چې پاکستان هڅه کوي ترڅو خپل غیر قانوني او په زوره نیول شوي سيمو په اړوند پخپلو کړنو پرده واچوي .په خاصه توګه د پاکستان له لوري ددې سیمې د خلکو د سیاسي حقوقو د مخنیوي په اړه اندیښنه څرګنده شوې وه.
که څه هم، هند په دوامداره توګه ویلي چې په غیر قانوني توګه د پاکستان له لوري نیول شوې سیمې دې خالي شي. نوي ډیلي همیشه د ادارې، سیاست او قضايي اقداماتو له لوري د پاکستان تر ولکې لاندې جمو او کشمیر سیمو کې د پاکستان پالیسي ردي کړي دي
د هند پریکړه چې ۳۷۰مه ماده لرې کړي او پخوانی ایالت جمو او کشمیر په دوه اتحادي سیمو بیا تنظیم کړي د پاکستان په حکومت اور بل کړو په ځانګړې توګه د پاکستان په نظامي مشری. د کنټرول لاین ترڅنګ د پاکستان له لوري د اوربند څخه سرغړونه، په کشمیر کې د اغیزو زیاتوالی او په تاوتریخوالي کي زیاتوالی دا جوتي چې پاکستان خپلې هڅې مضبوتوي ترڅو په سیمه کې نا امني رامنځته کړي او کشمیر ته نړیواله توجه راواړوي
په سیاسي کچه، پاکستان تر خپلي ولکې لاندې سیمو او تش په نامه ازاد جمو او کشمیر او ګلګیټ بالتستان کې خپل چلند ته وده ورکړې ده. په اساسي قانون کې ناساپي بدلونونه رامنځته کیږي ترڅو ډاډ ورکړي چې محلي ګډوډي ارامه ده او پاکستان د سیمې وضعيت د خرابیدو اجازه نه ورکوي . د ګیلګیټ بالتستان د خلکو غوښتنې داسې دي چې پاکستان تري همیشه صرف نظر کړی دی. هلته خلک تعلیم، دندو، د صحت خدمتونو او ښه ژوند ته اړتیا لري.هند باید چې اګاه واوسي او په نیول شوي کشمیرکې د پاکستان دسيسي خنثی کړي

Comments
Post a Comment