د کوویډ-۱۹ وبا ته د هند اقتصادي غبرګون

ليکنه : د ډاکټر ليکها ايس چکرورتي
ژباده : د پښتو څانګي

لومړي وزیر نریندر مودي د ۲۰ ټريليون يا د ۲۰ لکه کروړه روپيو اقتصادي کڅوړي اعلان وکړو چي په هندوستان کې د کوویډ-۱۹ناروغۍ سره مبارزه وکړي شي .د دې کڅوړې تفصیلات وار په وار په بيله بيلو دورو کي وړاندي کيږي. د مالیې وزیر نرملا سیتارمن لخوا اعلان شوې لومړۍ دوره کي ډير کوچني ، کوچني او د متوسطي کچي شرکتونو او د غير بانکي مالي سازمانونو په څير څانګو کي سياليت په زياتولو تمرکز شوي
د کورونا ویروس خپریدو پر ضد؛ هندوستان د لاک ډاون يا د بند په حالت کې ایښودل شوی. پداسې حال کې چې د لاک ډاون تګلارې له لارې د انساني ژوند د ضایع کیدو شمیر کمولو او د ناروغئ د خوريدو مخه نيولو هڅه کيږي ، ډیره اقتصادي ګډوډي هم رامینځته شوې. د "معیشت پر وړاندې ژوند" ته د پالیسۍ غبرګون د حکومت هدف دي
د مالیې وزیري او د هند د ریزرو بانک لخوا اعلان شوي د پالیسۍ لومړنۍ کڅوړې زیان منونکو خلکو ته د عاید لومړني ملاتړ چمتو کولو او سیسټم کې سياليت ته ډیر تمرکز کړی . البته ، د بشري بحران په وړاندې د پالیسۍ غبرګون مالي کڅوړې اندازه زياتولو لپاره بیا اړتیا احساس شوه. نړیوال وجهي صندوق اټکل کوي چې د کورونا ویروس د ناروغۍ له امله به په اقتصادي ودې کې منفي ۳ سلنه کموالی راشي. لویه بي سباتي شتون لري ځکه چې دا دواړه د عامې روغتیا بحران او همدارنګه لوی اقتصادي بحران هم دی
هندوستان د (اتم نیر بهر ) يا (په ځان تکیه کولو) د مرستي پالیسۍ کڅوړې سره کړکیچ ته غبرګون ښودلی ، چې څلور برخې لري - ځمکه ، کار ، لیوالتیا او قانون. د دې پالیسۍ کڅوړې په لومړي پړاو کې ، د مالیې وزیري اغلي سیتارمن د ډير کوچني ، کوچني او مینځنۍ سوداګرۍ سکتور ته د مرستې بسپنه اعلان کړه. د مالیې وزیري ډير کوچني ، کوچني او مینځنۍ سوداګرۍ سکتور ته د ۲۰ زره کروړه روپيو مرستي اعلان کړی چي له مخکي څخه فشار لاندې دي . ناروغه شرکتونو لپاره هم د ۵۰ زره کروړه روپيو د مرستي اعلان وشو
د پالیسۍ د لومړي غبرګون کڅوړې برخې په توګه ، د مالیې وزیري "پردهان منتري غریب کلیان پلان" اعلان کړ. د دې کڅوړې یوه برخه د اي پي ايف په اړه ده د کوم لاندې چې د هندوستان حکومت د دواړو ، د کار ګمارونکي او کارمند په استازیتوب د هر یو معاش ۱۲ سلنه برخه پخپله ورکوي ، دا مرسته به د دریو نورو میاشتو لپاره وغځول شي. داسې اټکل کیږي چې هغوي ته به د ۲۵۰۰ کروړه روپيو گټه رسي . داسې اټکل هم کیږي چې ۷۲،۲۲ لاکھ کارمندان به له دې اعلان څخه ګټه پورته کړي
که څه هم زموږ په هیواد کې د بریښنا انرژي تولید ډير زيات دي مګر ۱۰۰ فيصده کلیواله بریښنا اوس هم د اندیښنې وړ موضوع ده. د ( اودئ ) برنامه د بریښنا وزارت ، ډیسکام او ايالتي حکومتونو ترمینځ د درې اړخیز تړون په توګه اعلان شوي او ددي لپاره د ( ايس ايل ار ) بانډونه هم خپور شوي مګر د مالي صلاحيت او د فعاله معيارونو په لړ کي اوس هم نيمايي بريا لاس ته راغلي . (اودئ ) د دولت مالي تمویل هم اغیزه کړې. بيا هم د ډیسککام لپاره د ۹۰ زره کروړه روپيو د سياليت نوي مرسته اعلان کړي شوه ترڅو د خپلو پوروړو لیږد او تولید شرکتونو ته پرتي تنازي حل کړي
د املاکو سکتور هم د مالي پالیسۍ غبرګون لومړي پړاو کې پاملرنه ترلاسه کړې. د ټولو راجسټر شوې پروژو لپاره د راجسټریشن او تکمیل نیټه به تر شپږو میاشتو پورې وغځول شي او ممکن د دولت وضعیت پراساس به نور ۳ میاشتو ته هم وغځول شي
د مستقیم مالیاتو په صورت کې ، اوسیدونکو ته د ټولو غیر تنخواه تادیاتو لپاره د سرچینې په مالیه کې کمي راوستل شوي او تادياتو څخه وړاندي مالیه کمولو لپاره بیلابیل تدابیر نیول شوي ، او د مالي کال ۲۰-۲۱ م پاتي مودي لپاره د سرچینو په اساس مالیه ۲۵ سلنه کمه کړي شوي . دا پالیسي به د ۵۰ زره کروړه روپيو سياليت چمتو کړي
د پالیسۍ د غبرګون په دویم فصل کې ، حکومت به د راتلونکو دوه میاشتو لپاره مهاجرینو ته وړیا راشن چمتو کړي. د کوڅو پلورونکو لپاره د ۵ زره کروړه روپيو ځانګړي مرسته چمتو کړي شي . د کروندګرو لپاره د ۳۰ زره کروړه روپيو د اسطراري مرستي اعلان شوي
د لومړي وزیر اعلانونه په ځان بسيا کيدو باندې تکيه لري .موږ اړتیا لرو په محلي شيانو ته تمرکز وکړو ، ځکه چې په بحرانونو کې کورني مصرف کونکي دي ته په اسانه لاسرسي لري .د کوویډ۱۹ ناروغي ترمنځ د حکومت د ۲۰ لکه کروړه روپيو مرستي ته ښه راغلاست ویل کیږي. تمه کیږي چې د هند اقتصاد به د پام وړ وده وکړي

Comments

Popular posts from this blog

پاکستان ولې خپل ګریوان ته سر نه ټیټوي

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند او لیتوېیا مناسباتو کی نوی پرمختګ