د هند - بحرلکايل په سيمه کې د مرستي زياتوالي : کوویډ۱۹ ته يو غبرګون
لیکنه: د پروفیسور شنکری سندر رامن
ژباړه: د پښتو څانګه
لکه څنګه چي نړئ د کوویډ-۱۹ واقعیتونو سره مخ ده، نو قوي اړتیا ده چې یو "نوي عادي" وضعیت سره ځان برابر کړو. هیوادونه هڅه کوي چې د ګډ کار او اجتماعي چلندونو له لارې د رسمي فعالیت له زړو نورمونو سره د دوام احساس ترلاسه کړي، هغه واقعیتونه تقویه کړي چې انفرادي ایالتونه یې د وبا لاندې راځي. ایالاتو په سیمه ایزه کچه مشورتي پروسې ډیرې کړي. دا کړه وړه هغه مهال ولیدل شو کله چې په مارچ میاشت کې لومړي وزیر نریندرا مودي په سارک کې خپلو همکارانو ته په جنوبي آسیا کې د ناروغۍ خپریدو ته د لاسرسۍ په موخه یادونه وکړه. په اروپا او سویل ختیځې آسیا کې نور سیمه ییز نوښتونه هم ددې مثالونه دي. دا همکاري دجي شلم هېوادونو په کچه هم د هندوستان غوښتنه کې څرګنده وه
د دې پرمختګونو په رڼا کې، د بحر هند پر لور د هندوستان د همکاریو زیاتیدل کومه د حیرانتیا خبره نه ده. که څه هم بحر هند په عنعوي توګه د نړۍ په کچه د کومې ځانګړې سیمې استاذولي نه کوي، له همدې امله په دې پوهیدل حتمي دي چې د کوویډ ۱۹ د مخنیوي په برخه کې ولې د انډوپیسفیک همکاري اړینه ده. یاده ساري ناروغي په غیر عنعنوي توګه د هغې خطرې نمایندګي کوي چې د هیڅ کومې پولې درناوی نه کوي بلکې په حقیقي توګه یوه لیږدیدونکې ناروغي ده. بحر هند د داسې یوې څېرې استاذولي کوي کومه چې په اسټراټيژيکي، جغرافیایي او کردار کې نورمال پیژندل کیږي. د وبایي ناروغیو د اغیزو مخنیوي لپاره د ناروغۍ په وړاندې د ځواب ویلو لپاره د دې کارول دوه موازي حرکتونه لري - ترڅو د روغتیا مسلې او جیوپولیټیک مجبوریتونه په ګوته کړي چې د کوویډ-۱۹خپریدو سره له منځه تللي
په دې برخه کې د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر د هندي سمندر سیمې له خپلو سیالو وزیرانو سره مشورې خورا ارزښت لري. د هند دبهرنیو چارو وزیر هرش وردهن شرینګلا او د آسټرالیا، جاپان، نیوزیلینډ، سویلي کوریا، امریکا متحده ایالات او ویتنام هېوادونو څخه له خپلو سیالانو سره په اونیزه توګه خبرې اترې کول او له یوبل سره د مالوماتو شریکول هغه غوره تګلاره وه چې د سیمې هېوادونو لخوا پر مخ یوړل شوه
په دې خبرو اترو کې د هیوادونو پراخه ګډون په څرګنده توګه د هندي سمندر په شاوخوا کې د پام وړ اړیکې روښانه کوي. هند د سویلي آسیا نمایندګي کوي او د دې شاوخوا سمندري سیمو استازیتوب کوي؛ آسټرالیا او نیوزیلینډ د ارام سمندر سیمو نمایندګي کوي. جاپان او سویلي کوریا د ختیځې آسیا استازیتوب کوي؛ ویتنام د آسیا او متحده ایالاتو استازیتوب کوي
دا پراخه شبکه د وبا په برخه کې د همکارۍ شرایطو کې دوه اړخیزه ګټې لري. د سویلي کوریا ، نیوزیلینډ او ویتنام په څیر هیوادونو کې په پیل کې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په برخه کې له معتبرې بریا څخه برخمن شول. د دې هیوادونو کړو وړو شاوخوا درې ځانګړي ساحې په بر کې نیولې - آزموینې؛ قرنطین کول او د تماس تعقیب ، د تلو راتلو له بندیزونو سره. پداسې حال کې چې سویلي کوریا په پیل کې په خپلو کوښښونو کې بریالي شوه خو د لاک ډاون ژر راحت کول د قضیو د زیاتوالي لامل شو. نیوزیلینډ په لومړي سر کې او د یوې مثبتې بیلګې په توګه دی چې د پالیسۍ بریالي نوښتونه یې په هماغه لومړیو کې د بندیز لاګو کول ګڼل کیږي. په ورته ډول ، ویتنام هم د هغه ډول لپاره وستایل شو چې پکې یې د ناروغۍ مخه ونیوله او د چین او ویتنام د فعالیت ماډل ترمنځ توپیر یې په ګوته کړ. په همدې ترتیب سره، ویتنام هم په روڼتیا سره د دغې ساري ناروغۍ سره د مقابلې په برخه کې د ستایلو وړ دی او د چین او ویتنام تر منځ د کړو وړو په برخه کې ستر توپیر په نښه کوي
مشورتي میکانیزمونه همدارنګه د طبي او روغتیایي پاملرنې تجهیزاتو درملو او خوراکي توکو بې د بې له خنډه رسولو مسلې په ګوته کوي. تر ټولو مهمه دا چې یادې غونډې په دې هیوادونو کې د هوایی خدماتو د لغوه کیدو له امله د بند پاتې شویو کسانو لپاره د قونسلګرۍ خدمات هم په ګوته کوي. مشورتي پروسې ته اړتیا لیدل کیږي چې د وبا د مخنیوي لپاره د څو اړخیزو مرستو تمویل لپاره د لارو په لټه کې شي ترڅو له دې وبا سره مقابله وکړی شي، په ځانګړي توګه ځکه چې نړیوال اقتصاد به په راتلونکو میاشتو کې له جدي بحران سره مخ شي
د وبا ناروغي په بحر هند کې جیوپولیټیک حقیقتونه هم برسیره کوي. چین پدې وروستیو کې د سیمه ایزو هیوادونو سره د مرستې په موخه د "چینایی روغتیا سلک روډ" اعلان وکړو ، چې د خپل بیلټ او روډ، (بي ار ايي ) نوښت د پیاوړي کولو لپاره یوه ډیره مهمه لاره ده. له چین نه ټوله نړۍ دا غوښتنه کوي چې دې ویروس په هکله خپل دریځ روښانه کړي، د دغو فشارونو په ترڅ کې له کوچنیو هېوادونو سره مرسته کول دوی ته ښه بدیل تر سترګو شو. تر کومه چې د هندوستان خبره ده نو هند خپلو بحري ګاونډیو هیوادونو لکه مالدیپ ، ماریشیس ، سیچلس او کوموروس ته د خپل بحري ډیپلوماسۍ (ايي اين ايس کیسري) له لارې خپلې مرستې ورسولې چې یادې مرستې به د سیمې لپاره د اوسنیو پراخو ننګونو د حل لپاره خورا مهمې هڅې ثابتې شي
Comments
Post a Comment