لومړي وزیر له کرونا وروسته هند لپاره تګلاره وړاندې کړه

لیکنه: کوشک رای

ژباړه: د پښتو څانګه

د لاک ډان یا بندیز له پیل راهیسې دا څلورم ځل دی چې لومړی وزیر نریندر مودي ولس ته وینا کوي، هغه وویل چې هندوستان خپل قاطعیت وښودلو او له دې سره به د کوویډ۱۹ خپریدلو مخه ونیول شي. هند د نورو ډیرو هېوادونو په پرتله د خورا ښې وړتیا مظاهره کړې. لومړي وزیر وویل چې دغه ویروس نړۍ برباد کړه. د نړۍ په کچه په بیلیونونو خلک له بحران سره مخ دي. روان بحران د بشریت په تاریخ کې بې ساری بحران دی.

موږ باید محتاط و اوسو، له نږدې څارنه وکړو او د ښکیلتیا اصول رعایت کړو ترڅو ځانونه خوندي کړو او پر مخ ولاړ شو. نن، چې نړۍ له بحران سره مخ ده نو موږ باید خپل عزم پیاوړی کړو ترڅو په دغه بحران برلاسي شو.

لومړي وزیر وویل ، د یو ملت په توګه ، نن موږ په یو خورا مهم پړاو کې ولاړ یو. د کوویډ ۱۹ ویروس یو پیغام او یو فرصت له ځان سره راوړی. هغه وویل، هغه وخت چې د کرونا بحرانونه پیل شول، هغه مهال په هند کې یو د (پي پي اي) کیټ هم نه جوړیدلو. د این-۹۵ ماسکونه هم په کمه پیمانه تولیدیدل. مګر، نن موږ هره ورځ دوه لکه د (پي پي اي) او دوه لکه د این-۹۵ ماسکونه تولیدوو. موږ ددې کار وړتیا درلوده او هغه ځکه چې هند دغه بحران د یوه فرصت په توګه وکاروه.

د هند لومړي وزیر وویل چې د هند دغه لید- د بحرانونو بدلول په فرصتونو- د، پخپل ځان بسا هند د رامنځته کولو په برخه کې په مساویانه ډول اغیز ثابتوي.

ښاغلي مودي زیاته کړه چې، د هند موخې او کړنې په نړیوالو هوساینو اغیز کوي. د هند کمپاینونو نړۍ تر تاثیر لاندې راوستلې. د نړیوالې تودوخې پر وړاندې؛ نړیوال لمریز اتحاد د هند لخوا یوه ډالۍ ده. د یوګا نړیواله ورځ هم د رواني فشار د کمولو په موخه د هند یوه ډالۍ ده. د هند درملو د نړۍ په بیلا بیلو برخو کې خلکو د ژوند نوې هیله ورکړه. دغه اقداماتو هند ته نیک نامي راوسته چې هر هندوستانی پرې ویاړ کوي. نړۍ اوس په دې باوري شوه چې هند د بشریت د مرستې لپاره ډېر څه کولی شي.

لومړي وزیر نریندر مودي پخپل ځان د هوسا هند لپاره خپل تګلاره روښانه کړه چې په پنځو ستنو/ پایو به ولاړه وي. لومړي وزیر وویل چې لومړۍ ستن به یې د هند اقتصاد وي، داسې یو اقتصاد چې د زیاتوالي پر ځای کوانټم جمپ یا خیز ووهي. دوهمه ستن یې آډانه یا زیربنا ده، چې د نوي هند د شناخت په توګه پیژندل کیدلی شي. دریمه ستن یې زموږ سیسټم دی، کوم چې د ټکنالوژۍ پر مټ پر مخ روان دی او کولی شي چې د یویشتمې پیړۍ خوبونه په حقیقت بدل کړي؛ داسې یو سیسټم چې د تیرې پیړۍ د پالیسیو پر بنسټ به متکي نه وي. زموږ هڅانده بشري قوه، څلورمه ستن ده، چې د پخپل ځان متکي هند لپاره دا هم وړتیا ده او هم د قوت سرچینه.

پنځمه ستن/ پایه یې بیا ډیمانډ یا تقاضا ده. زموږ په اقتصاد کې د تقاضا او عرضې کړۍ یا دایره، هغه قوت دی چې باید له خپلې ټولې وړتیا څخه کار واخلي. په هېواد کې د تقاضا بهیر د لوړولو او د دغې تقاضا د پوره کولو په موخه، باید زموږ د عرضې په کړۍ کې هر سټیک هولډر/ برخه لرونکی باید قوي کړی شي.

لومړي وزیر نریندر مودي له یوې نوې حل لارې سره د یوه ځانګړي اقتصادي کڅوړې اعلان و کړو. یاده اقتصادي کڅوړه به د اتما- نیربهار بهارت ابهیان یا پر خپل ځان د هوسا هند کمپاین په برخه کې به د یوې مهمې اړیکې/ لینک په توګه وکارول شي.

دغه اقتصادي کڅوړه د ۲۰ لکه کروړه روپیو په ارزښت په نظر کې نیول شوې. چې د هندوستان د جي ‌ډي پي شاوخوا ۱۰ سلنه تشکیلوي. له دې سره به د هېواد بیلابیلې برخې او هغه خلک چې له اقتصادي سیسټم سره تړاو لري، ټول به د ۲۰ لکه کروړه روپیو قوت او ملاتړ ترلاسه کړي. یاده کڅوړه به په ۲۰۲۰ کال کې د هېواد د پرمختګ بهیر ته یوه نوې انګیزه ورکړي او پر خپل ځان د بسا هند کمپاین ته به هم یو نوی مسیر ورکړي. په دغه پیکیج کې، پر خپل ځان د بسیا هند عزم د اثبات په موخه، د ځمکې، کار، لیکویډیټي او قانون، ټولو برخو باندې ټینګار شوی.

دغه اقتصادي کڅوړه د هند د کورونو صنعت، کوټو صنعت، د وړې کچې صنعت، ایم ایس ایم ايز لپاره چمتو شوی. دا اقتصادي کڅوړه د کارګرانو لپاره ده، د بزګرانو لپاره ده، هغه خلک چې په هر وضعیت او هر فصل کې د خپلو هېوادوالو لپاره شپه او ورځ کار کوي، دا اقتصادي پیکیج د هند د متوسط ژوند لرونکو ولسونو لپاره ده، څوک چې په ایماندارۍ او اخلاص سره مالیې ورکوي او د هېواد په پرمختګ کې برخه اخلي. دا اقتصادي پیکیج د هندوستان صنعایعو لپاره دی، هغه صنایع چې د هندوستان اقتصادي قوت ته د لا پراختیا په موخه ځانګړې شوي.

اوس د هېواد لپاره دا اړین دي چې د لویو اصلاحاتو ژمنو سره پر مخ ولاړ شي ترڅو یو پر خپل ځان بسیا هند رامنځته کړي. دا اصلاحات به د، ریشنل ټیکس سیسټم/ عقلي مالیې سیسټم، ساده او واضح اصول د قوانینو، غوره آډانې، ظرفیت لرونکي او سیالې بشري قووې سرچینې او د یوه قوي مالي سیسټم د جوړولو په موخه وي. دا اصلاحات به سوداګرۍ ته چټکتیا ورکړي، پانګوال به راجذب کړي او د میک این انډیا لپاره به زموږ عزم پیاوړی کړي

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت