له افغانستان نه ترلاسه شوی یو ښه خبر
ليکنه: د معین الدین خان
ژباړه: د پښتو څانګه
افغانستان یو داسې جنګ ځپلی هېواد دی چېرته چې له څلورو لسيزو راپدیخوا ګډوډي، قتل او قتال، کورنۍ جګړې او د ترهګرۍ چاپېریال برقرار دی. په ۱۹۹۶ کې له کورنیو جګړو او قتل او قتال وروسته د یو جګړه ییزې ډلې طالبانو واک حاکم شو. دې ډلې یو تندروه، سخت او له خپل خوا جوړ تش په نوم اسلامي نظام رامنځته کولو دعوه وکړه په کوم کې چې په ځانګړې توګه ښځې د دوهمې درجې مخلوق ګڼل کېدلی. دوی یې له زده کړو کولو بې برخې کړې وې او په څلورو ديوالونو کې د ښځو بندول د دغه نظام تګلاره وه. په سړیو هم د مذهب پر نوم زور او زیاتی کول عام خبره وه. د انساني وقار او حقوقو خو هېڅ کوم ارزښت نه وو، مګر تر دې ډېر پخوا کله چې په افغانستان کې د شوروي اتحاد پوځونه داخل شوي وو نو د هغوۍ پر وړاندې یو لوی غبرګون راولاړ شوی وو او چون هغه د سوړ جنګ زمانه وه نو له همدې کبله افغانستان د دوه لویو قدرتونو یانې د شوروي اتحاد او امريکا تر منځ د زور آزموینې په ډګر بدل شوی وو. د شوروي اتحاد پر وړاندې سيمه ییزو غبرګون کوونکو ډلو سره په بشپړه توګه د امریکا ملاتړ شتون درلود او په دې معاملې کې د افغانستان ګاونډي هېواد پاکستان هم په بشپړه توګه د امريکا ملاتړ کړی وو. پاکستان د امريکا غیر ناټويي اتحادي هم وو نو له همدې امله د امريکا د سي آی اې او د پاکستان په نړۍ کې بدنامې آی اېس آی خفیه ادارې په ګډې همکارۍ د مجاهدينو ګروپونه جوړ کړی شول او دوی ته پوځي زده کړې او وسلې هم ورکړل شوې. د پاکستان ګڼ شمېر مدرسې د زده کړې مرکزونه شول چېرته چې په لوړه کچه له ټولې نړۍ نه ترهګر رابلل کېدل او زده کړې ورکول کېدې. باالآخره د شوروي پوځونه په شا شول او د شوروي اتحاد هم یواځې یو څو ورځې وروسته مات شو. ګویا دا دسوړ جنګ پای وو. له دې سيمې د امريکا دلچسپي ختمه شوه خو له هغې وروسته بیا په افغانستان کې هېڅکله هم امن او ټیکاو په برخه نه شو. د کورنۍ جګړو او واک په کشمکش کې بېلابېلې ډلې له یو بل سره لاس په ګریوان شوې او د جګړه ییزو قدرتونو لوبه هم پکې شامله وه. خیر د ډېرو هلو ځلو وروسته طالبانو د زور پر مټ واک ترلاسه کړ چې نه یواځې دا چې د پاکستان او د هغه هېواد د پوځ او پټو ادارو بشپړ ملاتړ و سره وو بلکې مشري یې هم له هغوۍ سره وه. د طالبانو حکومت د پاکستان په شمول یواځې درې هېوادونو منلی وو.
د شوروي اتحاد پر وړاندې جګړه خو پای ته رسېدلې وه چې له امله یې جګړه ماران بې روزګاره شوي وو. د پاکستان اداری له دوی څخه ډیری شمېر ډلې په کشمير کې هم د ترهګرۍ د عام کولو په موخه استعمال کړې. د يوې لويې ترهګريزې ډلې القاعدې مسکن هم په افغانستان کې جوړ شوی وو، هغه ډله چې د ۱۱/۹ بریدونو پړه هم پرې اچول شوې وه. پر امریکا باندې د دغه بريدونو د ترسره کیدو وروسته امریکا د ترهګرۍ پر وړاندې په افغانستان کې نړیواله جګړه هم پیل کړه. په دې جګړه کې که څه هم په ظاهري بڼه پاکستان د امريکا پلوي وکړه مګر د پردې تر شا یې د طالبانو ملاتړ وکړو او له ترهګرۍ سره یې د مبارزې په نوم له امریکا نه وسلې او مرستې هم واخيستې. امريکا هم په کرار کرار دا خبره درک کړه چې پاکستان له دوی سره دوکه کړې او د پردې تر شا هغوۍ د طالبانو ملاتړ کوي، پخپله ولسمشر ټرمپ هم پاکستان باندې په مستقیم ډول د دهوکې او فریب تور ولګوولو مګر هغه له افغانستان نه د امريکايي پوځونو د ژر تر ژره بېرته ويستلو چمتو والی هم پیل کړو او له همدې امله هغه له طالبانو سره د خبرو اترو سلسله هم پیل کړه. یو وار خو د خبر اترو بهير مات هم شو مګر دا لړۍ بېرته پیل کړی شوه او دا ځل یوه هوکړه هم وشوه چې د هغې هوکړې په رڼا کې طالبانو دا ژمنه هم کړې چې هغوۍ به د امريکايي سرتېرو په محفوظه توګه بېرته ستنېدل هم یقیني کړي.
دا هوکړه خو وشوه. ممکن هغوۍ د امريکايي ځواکونو په محفوظ ډول د وتلو د تضمين ژمنه پوره هم کړي مګر آثار خو همداسې ليدل کيږي چې هغوۍ پخپله په خپل هېواد کې د سولې راوستلو لپاره هېڅ کومه ژمنه کول نه غواړي. له همدې امله هغوۍ په افغانستان کې له اساسي قانون سره سم رامنځته شوي حکومت ته کوم ارزښت نه ورکوي. دا په داسې حال کې ده چې ویل کېدل چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون وروسته به په افغانستان کې دننه هم د بېلابېلو ډلو تر منځ به د خبرو اترو سلسله پیل شي او کومه سیاسي هوکړه به ترسره شي.
د افغانستان ولسمشريزې ټاکنې د تېر کال په هماغه سپټمبر میاشت کې ترسره شوې. دا هغه پړاو وو چې د امريکا متحدو ایالتونو او طالبانو تر منځ د خبرو اترو سلسله روانه وه. په دې بهير کې د طالبانو بريدونه هم روان وو. مګر په هر حال د ټاکنو پروسه بشپړه شوه ولې د ټاکنو د پایلو په اعلانولو کې خورا ځنډ وشو.
پایلې د اشرف غني په ګټه د تلو په حال کې وې او دهغه ځای د ټاکنو کمیسون هم اشاره کړې وه مګر بل ولسمشريز نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله د دې پايلو منلو ته چمتو نه شو چې له دې امله د بې باورۍ چاپېریال رامنځته شو. د تېرو ولسمشريزو ټاکنو وروسته هم تقریبآ همداسې وضعیت رامنځته شوی وو چې په هغه وخت کې د واک وېش څه داسې شوی وو چې ډاکټر غني به ولسمشر او عبدالله عبدالله به اجراییه رييس وي. دا وار هم د دواړو رهبرانو تر منځ همداسې پتییل شوی وه. څرګنده ده چې دا کار د هېڅ چا په ګټه نه وو په ځانګړې توګه په داسې حال کې چې نه یواځې چې د طالبانو مفکوره بېخي بېل ډول ده بلکې هغوئ خو اوسنی اساسي قانون هم نه مني. په هر حال، په همدې غیر یقیني وضعیت کې یو ښه خبر داسې واورېدل شو چې د دواړو رهبرانو تر منځ هوکړه وشوه.
په حکومت کې به د دواړو برخه شتون ولري، اشرف غني به یو وار بیا ولسمشر وي او ډاکټر عبدالله عبدالله به د ملي مصالحې په تړاو د لوړپوړو صلاحیتونو لرونکې ادارې مشر وي او د هغه بعضی ملګري به بیا له اشرف غني سره په حکومت کې د وزیرانو په توګه شامل وي. په اوسني وضعیت کې باید دا د یو نېک فال په توګه وګڼل شي.

Comments
Post a Comment