هند د يو مثال په توګه د کوویډ-۱۹ پروړاندي د نړیوال جنګ رهبري کوي

ليکنه : د کوشيک راي
ژباړه : د پښتو څانګي

د کوویډ-۱۹ ناروغۍ په مخنیوي کي هندوسنان په خارجي هيوادونو کي د مقاماتو سره همکاري کولو په غرض طبي مرستي غزولي . تر دې دمه هندوستان له ۱۲۵ هیوادونو سره د اړینو توکو ، درملو ، طبي متخصصو ډلو او په ځینو وختونو کي له نورو هيوادونو څخه بهرنی اتباعو په ایستلو کې مرسته کړې
نوي ډیلي لا دمخه ۲۹ هیوادونو ته ضروري مواد توزیع کړې چې د سویلي آسیا سیمه ، د هند بحر سیمه ، خلیج (کویټ) ، مرکزي آسیا (قزاقستان ، ارمنیا ، تاجیکستان ، اوکراین) او حتی د ډومینیکن جمهوریت او اکوادور لیرې پرتو هیوادونو پوري خواره دي . شپږ نورو افریقایي هیوادونو هم هایدروکسي کلوروکین او پاراسيټامول ترلاسه کړي دي
د طبي مرستې سربیره ، هندوستان کويت او مالدیپ ته د چټک غبرګون ټیمونو په نوم د طبي پرسونلو ټیمونه لیږلي ، د ګرځنده روغتیا معاینې مرکزونه یې جوړ کړي ، په نورو هیوادونو کې د پرسونلو روزلو لپاره اجلاسونه يي ترسره کړي او په نورو بڼو کې يي هم تخنیکي مرستې پراخي کړي. هند د سویلي آسیا لپاره د ۱۰ ملیون ډالرو کوویډ-۱۹ مالي صندوق د رامینځته کولو مشري کړي 
د لاتیني امریکا او کارابین سیمې ۲۸ هیوادونو او افریقا کې ۱۲ هیوادونو په شمول شاوخوا ۵۰ اضافي هیوادونو ته د طبي مرستې تدارک او تحویل د هند لخوا ترسره شوی. په لیست کې په نورو سیمو کې مداګاسکر ، مصر ، سوریه ، لبنان ، ارمنیا ، جمیکا ، ازبکستان ، مالټا ، لاو پي ډي ار او کوموروس هیوادونه شامل وو
هندوستان ۶۷ هیوادونو ته ۱۰ ملیونه هايډراکسي کلوروکوين ګولئ چمتو کړي چې له جملې څخه یې ۲۸ هیوادونه لکه افغانستان ، بنګله دیش ، بوتان ، مالدیپ ، ماریشیس ، نیپال ، سیچلس ، کوموروس ، مداګاسکر ، ډومینیکن جمهوریت ، اکوادور ، قزاقستان ، اوکراین ، زامبیا ، یوګانډا ، بورکینا فاسو ، نايجر ، مالي ، ډي ار کانګو ، میانمار ، ارمنیا شامل دي
په افریقا کې د ۱۳نورو هیوادونو ، د ۱۶ نورو هیوادونو سربیره د لویدیځې آسیا او شمالي افریقا سیمې ۷ هیوادونو څخه د اضافي مرستې لپاره ډیرې غوښتنې ترلاسه شوي. هند ژمن دی چې د اړتیا په دې ساعت کې نړیوالې ټولنې ته هر ډول مرستې ورسوي
د هند لومړی وزیر په منظم ډول د نورو هیوادونو او د دولتونو مشرانو سره په تماس کې دی ترڅو د ناروغۍ په وړاندې مبارزه کې ستراتیژي چمتو کړي. لومړي وزیر نریندر مودي د سریلانکا له ولسمشر ګوتابيا راج پکسا سره د تلیفون له لارې د کوویډ-۱۹ روانې ناروغۍ او په سیمه کې د هغې امکاني روغتیايي او اقتصادي اغیزو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د سریلانکا ولسمشر ته ډاډ ورکړ چې هند به د سريلنکا سره د وبا د اغیزې کمولو لپاره هر ډول ممکن ملاتړ ته دوام ورکړي
ولسمشر راج پکسا لومړي وزیر ته د هغه حکومت لخواه پورته کيدونکي ګامونو په اړه معلومات ورکړل چې د اقتصادي فعالیتونو د بیا پیل لپاره ترسره کوي. پدې برخه کې ، دواړو مشرانو په سریلانکا کې د هند په مرسته پراختیایی پروژي ګړندۍ کولو پر اړتیا هوکړه وکړه. دوی د هندوستان خصوصي سکتور لخوا په سریلانکا کې د پانګوونې ارزښت زياتولو پر امکاناتو هم خبرې وکړې
ښاغلي مودي د سریلانکا د خلکو د روغتیا او هوساینې لپاره خپلې نیکې هیلې وړاندې کړې
لومړي وزیر مودي د ماریشیس لومړي وزیر ښاغلي پرويند جګانات سره هم تلیفوني خبرې وکړې
لومړي وزیر جګانات د ستر طوپان امفان لخوا په هند کې د رامنځته شوي زیانونو لپاره خپله خواشیني څرګنده کړه. هغه د هند لومړي وزیر مننه وکړه چې د هندي بحري بېړۍ ، کیسري يي ماریشیس ته د (ساګر عملیاتو ) په نامه د درملو او ۱۴ غړو طبي ډلې سره راوليږله چي دموریشیس روغتیايي چارواکو سره د کوویډ-۱۹ وبا په وړاندې مبارزه کې مرسته وکړي
لومړي وزیر مودي د هند او ماریشیس خلکو ترمنځ د ځانګړو اړیکو یادونه وکړه او ویې ویل چې هند دنده لري چې د بحران په دغه وخت کې د خپلو ملګرو ملاتړ وکړي
د هند لومړي وزیر مودي د لومړي وزیر جګانات ستاينه وکړه چي د هغه په مشرۍ د موريشیس لخوا کوویډ-۱۹ ته ټينګ او عملي غبرګون وړاندي کړي شو او ددي په پایله د څو اونیو لپاره نوې قضیه نه ده راپور شوې. ښاغلي مودي وړاندیز وکړ چې ماریشیس کولی شي خپلې غوره کړنې په ډاګه کړي ، کوم چې د نورو هیوادونو او په ځانګړي توګه د ټاپو هیوادونو لپاره د صحي بحرانونو په حل کي ګټوري ثابتيدي شي 
دواړو مشرانو په بیلا بیلو برخو کې د همکارۍ د زیاتوالي په اړه خبرې وکړې چې پدې کې د ماریشیس د مالي سکتور د ملاتړ په موخه د اقداماتو او د موریشیس ځوانانو ته د آیورویدک درملو مطالعې وړتیاوي شاملي دي 
لومړي وزیر مودي د موریشيس خلکو د روغتیا او هوساینې او د دواړو هیوادونو ترمینځ تودي اړیکي ساتلو لپاره خپلې نیکې هیلې وړاندې کړې
هم داسي هندوستان د کوویډ-۱۹ پر وړاندې مبارزه کې مخي ته پروت هيواد په توګه خپل رول ترسره کوي

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت