د شانګهای همکارئ سازمان بهرنيو چارو وزيرانو کوویډ-۱۹ او ترهګرئ په وړاندي جنګ ته پاملرنه وکړه
ليکنه: د پروفيسور راجا رام پانډه
ژباړه : د پښتو څانګي
د شانګهای همکارئ په ۸ کسيزه سازمان کې د هند وزن ، چې سیاسي امنیت پورې اړوند مسلو باندې متمرکز دی ، وروسته له هغې وده وکړه کله چې په ۲۰۱۷ ميلادي کال کې پاکستان ورکي د بشپړ غړي په توګه ومنل شو. هند په دغه سازمان کې رغنده مرستې ترسره کړې. په اوسني سخت وخت کې ، کله چې نړۍ د کوویډ - ۱۹ناروغۍ سره مبارزه کوي ، دا به تل ګټور وي که چري سیمه ایز او نړیوال سازمانونه د دې نړیوالي ننګونې لپاره د اوږدمهاله حل په اړه بحث او خبرې وکړي
هند له ۲۰۰۵ م ميلادي کال راهیسې د شانګهای په سازمان کې یو مبصر وو او د دې ډلې د وزیرانو په کچه ناستو کې یې برخه اخیستې وه چې په عمده ډول د اروپه او اسيه په سیمه کې په امنیت او اقتصادي همکاریو تمرکز کوي. شانګهای سازمان د روسیې ، چین ، قرغزستان ، قزاقستان ، تاجیکستان او ازبکستان د ولسمشرانو لخوا ۲۰۰۱ م کال کې د شانګهای په غونډه کې رامنځته کړي شوي وو
د هند د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر ایس جی شنکر تیره اوونۍ د بلاک غړي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غیر معمولي ناسته کې برخه واخیسته ، په کوم کې چې هغه د غوره عملونو شریکولو په شمول د وژونکي کوویډ-۱۹ سره مبارزه کې پر همکارۍ ټینګار وکړ. دا ناسته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په مشرۍ ترسره شوه او د چين وانګ اي او د پاکستان شاه محمود قریشي په ګډون د شانګايي غړي هيوادونو بهرنيو چارو وزيرانو ورکي ګډون وکړو
د بهرنیو چارو وزیرانو کوویډ-۱۹ قابو کولو په اړه غوره کړنو په ځانګړي توګه د درملو ، طبي تجهیزاتو ، او درمل جوړولو په سکتور کې د معلوماتو شریکولو په اهمیت ټینګار وکړ. دوی په یوه ګډه اعلامیه موافقه وکړه چې د عمل داسې پلان جوړولو باندې تمرکز وکړي چې د واکسین جوړولو او د ناروغیو د درملنې په طريقو مرسته د مشرانو په کچه غونډه کې خپله کړي شي
د بهرنیو چارو وزیر د شانګهای د غړو هیوادونو سره د معلوماتو ، مهارت او غوره کړنو شریکولو لپاره د هند چمتووالی څرګند کړ. ډاکټر جی شنکر همدارنګه د لومړي وزير مودي لخواه اعلان شوي د ۲۰ لکه کروړه روپیو يا ۲۶۶ ميليارده ډالرو اقتصادي کسوړي په ګډون په لاره اچول شوی نوښتونو او شوي مختلفو پریکړو باندې رڼه واچوله . د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه اشاره وکړه چې هند ژمن دی چې د شانګهای د غړو هیوادونو تر منځ د دوه اړخیزې ګټي سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ په ترڅ کي مناسب چاپیریال رامینځته کولو لپاره کار وکړي
د شانګهای همکارئ د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته د ۲۰۲۰م ميلادي کال د اپریل په وروستیو کې د بریکس د بهرنیو چارو وزیرانو د ویډیو کنفرانس او خبرو اترو وروسته ترسره شوه. دې د کوویډ-۱۹ بحران او د هغې اغیزې او د برکس غبرګون باندې تمرکز کړي وو. د مئ مياشتي په ۷مه نيټه د بریکس روغتیا چارواکو وروستې مجازی غونډې بحثونه په پام او هدف لرونکي ډول وړاندې کړل. د شانګهای همکارئ د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې دا پریکړه مخ په وړاندي وغزول شوه. دا لومړي ځل وو چې د هند او پاکستان بهرنیو چارو وزیران په یوه مجازی ناسته کې موجود وو
د یوې موسسې په توګه ، شانګهای ټولنه د یوریشیا يعني د اروپا او د اسيه نيمي وچي ۵ و کي ۳مه برخه او د ګردي نړئ د نفوسو نږدې نیمایي وګړي تر پوښښ لاندې راوړي. په داسي حال کي چي درې لوی اقتصادي هيوادونه ددي ډلي غړي دي د کورونا وايروس خپریدو باندې يي تمرکز وکړ. د اتفاق خبره ده چي د کوویډ-۱۹ او اقتصادي بیا رغوني په تړاو د هند په شتون کي دا ناسته د متحده ایالاتو په مشرۍ د ۷ هیوادونو غونډې څخه په دوه ورځو کې ترسره شوه
د کوویډ-۱۹ سره د مبارزې او د همکارۍ لپاره د ګډو ډګرونو د موندلو سربیره ، ډاکټر جی شنکر ټینګار وکړ چې نن ورځ نړئ د امنيت ننګونې ته مخامخ ده . دا د فزیکي یا سیاسي سرحدونو سره تړاو نلري. ترهګري د شانګهای په سیمه کې امنیت او ثبات ته لوی ګواښ دی او له هم دي امله د هند وزیر په کلکه د "ګډ اقدام" غوښتنه وکړه. هغه ټينګار وکړ چي د شانګهای همکارۍ سازمان اقتصادي بیارغونې لپاره کار وکړي . د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف چې غونډه یې جوړه کړه د ترهګرۍ پرضد يي پياوړي غوښتنه وکړه . د شانګهای همکارۍ سازمان به خپله راتلونکې ناسته د روسئ ولسمشر تر مشرئ د جولای په پای کې په سینټ پیټرزبورګ کې وکړي
کنفرانس په پراخه کچه د افغانستان د بدلیدونکي وضعیت په اړه هم بحث وکړ ، او ټینګار یې وکړ چې د سولې پروسه باید د افغانانو هیلې او د ګاونډیو هیوادونو دعوي په پام کې ونیسي

Comments
Post a Comment