د مخالفانو په بریدونو د مرور پوځ دفاع لپاره عمران خان هڅی کوی
لیکنه : د معین الدین خان
ژباړه او وینا : د هریندر کمار سواتی
د پاکستان دیموکراتیک غورځنګ (پي ډی پی) ، چې په پاکستان کې د ۱۱ سیاسي ګوندونو اتحاد دی ، د پوځ او لومړي وزیر عمران خان پر ضد خپل کمپاین یی ګړندی کړی. په مختلفو ښارونو کې په لاریونونو او غونډو کې لوی ګډون نه یوازې پوځ ته اندیښنه زیاته کړی بلکې عمران خان یې هم خپه کړی. پوځ په پرله پسې ډول په سیاسي چارو کې د لاسوهنې په واسطه دیموکراسی په کمزوري کولو تورن شوې او له بلې خوا ، اوسنی لومړی وزیر د ۲۰۱۸م کال په ټاکنو کی درغلیو لپاره د اپوزیسیون تر برید لاندې راغلی . دا تور د اپوزیسیون په غونډو کې د کليدي نقطې په توګه راپورته کیږي. دا حالت مخکې هیڅکله نه و لیدل شوی. د پوځي مداخلې یادونه خو پخوا هم شوی ، مګر هیڅکله داسې کوم حرکت په عامه کچه نه و پیل شوی
د اپوزیسیون او حکومت ترمینځ د ټکر یو په زړه پورې اړخ دا دی چې اوس عمران خان د منظم پوځ په دفاع کې داسې مخې ته راوتلی دی چې هغه وایي چې د اپوزیسیون تورونه غلط دي او دا چې پوځ د دولت یوه مهمه اداره ده. هغه خپلې دندې هم ترسره کوي او په هیڅ غیر قانوني کار کې دخیل نه ده. په عین حال کې ، هغه وايي چې پوځ د لومړي وزیر په چوکاټ کې کار کوي او دا مهال هغه زما تر مشرۍ لاندې کار کوي. د لومړي وزیر عمران خان دا دلیل د هیڅ ډول سیاسي شعوري حلقې د رضایت سبب نشی ګرځیدلی ځکه چې هرڅوک پوهیږي چې د پاکستان د تاسیس ۷ لسیزو څخه زیات یا لږ تر لږه نیمایي موده د مستقیم نظامي واکمنۍ لاندې مصرف شوې. حتی چې پوځ مستقیم په واک کې نه وي خو دا په ټولو امنیتي چارو او بهرني سیاست کنټرول لري. هرکله چې یو حکومت د پوځ دا ډول کړنې ننګوي ، نو پوځ یې نه یوازې دا چې له واک څخه ګوښه کوی بلکې په ډیرو کچو یې شکنجه کوی هم . له بده مرغه ، یو شمیر نور دولتي ادارې هم د پوځ تر څنګ ولاړې وې.د دې دلیل دا دی چې پوځ غیر محدود اختیارات ترلاسه کړي چې حتی د پاکستان د اساسي قانون سره سم ندي. د پاکستان ستره محکمه اکثرا د پوځ غیر قانوني اقدام د اړتیا ایډیالوژۍ په توګه ردوی. د همدې لپاره ، د پوځ په ملاتړ د عمران بیان چې دا یوازې د هغه د اساسي قانون په چوکاټ کې کار کوي د څارونکو او تحلیل کونکو لپاره د مسخری وړ دی
څو ورځې وړاندې ، د اپوزیسیون اتحاد د ټولو غړو ګوندونو مشرانو لخوا لاس لیک شوی د لاهور اعلامیه خپور کړه چې پکې ویل شوي چې په ۲۰۱۸م کال کې پوځ د خلکو راۍ عامه غلا کړي او په خلکو یې یو بې کاره حکومت مسلط کړی، کوم چې یو جعلي حکومت بلل کیږی . دا ډول تورونو له کبله د عمران خان نا امیدي دومره پراخه شوه چې هغه د سماء تلویزیون چینل ته په یوه مرکه کې د اپوزیسیون تورونه رد کړل او ویې ویل چې هغه په دیموکراتیکه توګه منتخب شوي او واک ته رسیدلی او بله دا چې هغه د نامناسب نظامي مداخلې یا ټاکنیزو درغلیو له امله طفیلی لومړی وزیر نه دی. په ورته مرکه کې ، عمران خان دا هم وویل چې پخواني لومړي وزیر نواز شریف ، د پوځ په اوسني مشر جنرال باجوه او د آی ایس آی په مشر فیض حمید تور لګوی چې په ۲۰۰۷م کی یی هغه له واکه لرې کړی وو او ۲۰۱۸م په ټاکنو کی درغلي شوې وه . دا په بشپړه توګه غلط دی. عمران خان د جنرال باجوه په ملاتړ کې دا هم وویل چې هغه اوس هم دا ډول تورونه زغمي خو د زغملو هم یو حد وی.د اپوزیسیون د تورونو له امله په پوځ کې غوصه مخ په ډیریدو ده. ځینې کتونکي په دې باور دي چې پدې طریقه عمران خان اپوزیسیون د ګواښولو هڅې کړې دي. په بل عبارت ، دوی اشاره کړې چې که چیرې اپوزیسیون د دې پروسې مخه ونه نیسي ، ممکن د دوی پروړاندې اقدام وشي. کتونکي دا هم وايي چې د اپوزیسیون پروړاندې د عمل پروسه دمخه پیل شوې ده. د مثال په توګه ، د اداري فساد ځینې زاړه تورونو پراساس د پی ډی ایم مشر مولانا فضل الرحمن پروړاندې کاروایی د پیل کولو خبرې روانې دي. هسی هم د عمران حکومت د اپوزیسیون مشرانو په وړاندې اقدامات کوي. په داسې وضعیت کې داسې نه بریښي چې د عمران خان ګواښ سره د اپوزیسیون په غورځنګ کومه اغیزه کیږی. په لنډه توګه ، دا د پوځ او لومړي وزیر دواړو لپاره دا د مایوسي وخت دی

Comments
Post a Comment