په پاکستان کې د اپوزیسیون مشرانو وژنه
لیکنه: د مشرف عالم زوقی
ژباړه : د پښتو څانګي
غالب ویلي وو!
لگے منہ بھی چڑھانے ، دیتے دیتے گالیاں صاحب
زباں بگڑی تو بگڑی تھی خبر لیجے ، دہن بگڑا
یعنې ،
ریشخند وهل ئې شروع کړل ، ښاغلې ښکنځلې هم کوي
که ژبه خرابه شوي وه خو خیر ، خبره واخله خوله هم خرابه شوله
دا شعر د ننی ورځې د پاکستان سیاست د ، درک کولو لپاره کافي دی. په ټولنیزو رسنیو کې د اخلاقي زوال یو طوفان رامنځته شوي. د عمران خان حکومت نه یوازې په اپوزیسیون مشرانو ناوړه بریدونه کوي ، بلکې د دوی د بدنامولو لپاره د ټولنیزو رسنیو په مرسته د کردار وژلو هڅه لا ګړندی کړې ده. د متقاعد کیپټن صفدر نیول او د مريم نواز شریف پر وړاندې د نوې قضیې ثبتولو وروسته ، په پاکستان کې په ډیرو برخو کې بحثونه راپورته شوي چې حکومت د اپوزیسیون پر وړاندې تر کوم حده تللی شي. کتونکي پدې باور دي چې د اپوزیسیون لپاره ستونزې به په راتلونکو ورځو کې ډیرې شي او بیا به دا ازموینه وشي چې مخالف ګوندونه څنګه له دې ستونزو سره مبارزه کوي. په پاکستان کې د اپوزیسیون مشرانو د رول یا کردار وژنو تاریخ کوم نوی ندی
دې کړکېچن وضعیت د هیواد د ډیموکراسۍ او د بیان آزادي کمزورې کړېده. ټولنیزو او سیاسي ډلو ته توهین د ۱۹۴۷ کال داګست په ۱۴مه ، د خان عبدالغفار خان ، د هغه د کورنۍ او د ګوند د رول په وژلو سره پیل شوې وو ، او دا چلند د وخت په تیریدو سره هم بدل نه شو
د شنونکو په باور عمران خان په شخصیتونو د برید کولو سره سره اپوزیسیون ګوښه کول غواړي. اوس د کرکټر وژنې لوبې دې مرحلې ته رسیدلي چې د بینظیر بهوټو زوم محمود چوهدري څخه ئې قادیاني جوړ کړی . دا د حکومت لپاره فیشن دی چې ، له ټولو هغو کسانو سره ناوړه چلند وکړي چې د دولت د ناکامیو د رابرسیره کولو هڅې کوي ، حتی د هغوی د کورنیو او لوڼو پروړاندې سپکې سپوري ویل او ښکنځل کول
که تاسو زوړ تاریخ وګورئ ، نو د دې پیل ، له فاطمه جناح څخه شوې وو. آغلې جناح په پاکستان کې د قائداعظم حیثیت لري. دا د هر هیواد د کلتور خلاف دی چې د قائد اعظم خور سره داسې سپک سلوک وشي. فاطمه جناح د خپل ورور محمد علي جناح د وژنې عیني شاهده وه او هغې په دې موضوع یو کتاب هم لیکلی وو. د کتاب له خپرېدو وروسته پر هغه سیاسي بریدونه پیل شول او خبره د سیاسي زوال تر حده رسیدلي وه. په ورته ډول ، د بېګم رانا لیاقت علي خان په ګډون ، د بهټو او شریف په کورنیو هم سیاسي بریدونه ډیر کړي او پرله پسې د اپوزیسیون ګوندونو مشرانو کردار ته د زیان رسولو هڅي دوام لري. عجیبه خو دا وه چې د بختاور بهوټو د نامزادی یا کوژدن مراسم هم د همدې کرغیړنې کړنې په نښه شول
د عمران حکومت د بلاول بهوټو او مریم نواز پرضد کمپاین هم پیل کړی چې د اخلاقي افلاس یوه ناوړه بیلګه ده چې د پاکستان ټولنیزې رسنۍ د دې مسلې په سر کې شتون لري. کله چې جلاوطن ، د ټولنیزو رسنیو فعال او لوړ پوړي ژورنالیست ګل بخاري حکومت ته سمې سمې ووې ، نو دا لړۍ د یو څه مودې لپاره وځنډول شوه. د مريم نواز کردار وژنه ودرول شوه او ورو ورو د مريم ضد ټرينډ له پینل څخه ورک شو
د نوموړي هیواد لومړنی ، لومړي وزیر لیاقت علی خان په دوره کې هم د مخالفینو پر وړاندې دا رنګه اقدامات ترسره او هغوی ئې له مختلفو پوستونو څخه لرې کړی وو. د مخالفینو پر ضد اقدامات د ایوب خان په حکومت کې هغه مهال تر سترګو شول کله چې یو شمیر سیاسي فعالان ئې د لاهور په شاهي کلا کې بندیان کړل
که تاریخ ته وګورو ، د ډهاکه د سقوط ترشا ، په زرګونو میرمنو جنسي تیری او د درې میلیونو بنگالیانو نسل وژونونکې لوړپوړي چارواکي وو خو هدف نور څوک وګرځول شول چې پدغه وخت کې ذوالفقار علي بهوټو او د هغه له مرګ وروسته بینظیر بهوټو په نښه شوه. د میرمن بینظیر تر وژل کیدو وروسته هم ، همدا سیاست ګړندی پاتې شو . چې د هغې جعلي عکسونه جوړ او له مرګ وروسته هم د هغې د بدنامولو سلسله روانه وه. له بختاور بهوټو څخه تر مریم نواز او له ګل بخاري څخه تر ګلالي اسماعیل پورې سیاسي بریدونه روان دي. یعنی ، دا ډول تمایلات د اپوزیسیون لپاره کومه نوي خبره نده. دا هغه حد ښئي ، کوم چې د عمران حکومت تر څه حده د اخلاقو جنازه وباسلې ده. دا ډول سیاسي بریدونه د شرم وړ دي او د هیواد ډیموکراسۍ ته هم زیان رسوي ، دا ټول فیکتورونه ښئي که چیرې تش په نامه دموکراتیک حکومت او پوځ په یوه صف کې ولاړ وي ، نو اسټبلیشمینټ یا تاسیسات تر کوم حده د خپلو مخالفینو د ځپلو هڅې کولی شي
Comments
Post a Comment