خای چی په پاکستان کې مخالف قانون ساز به په لویه کچه استعفا ورکړي



ليکنه: معين الدين خان

ژباړه: پوشپا کماری
داسې ښکاري چې په پاکستان کې د مخالفو ګوندونو او حکومت ترمنځ جګړه پای ته نده رسیدلې. په حقیقت کې ، د دواړو لوریو تر منځ ټکر له هغې ورځې راهیسې را روان دی ، کله چې د ۲۰۱۸م کال په عمومي ټاکنو کې دا احساس اوشو چې پوځ او استخباراتي ادارو د تحریک انصاف مشر عمران خان په ګټه کار کړی او نورو ګوندونو ته يې زیان رسولی دی. دغه خبرې د پاکستان رسنيو ، د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون او د ټاکنو پر مهال بهرني څارونکو هم کړې وې. که څه هم رسنی د تاسیساتو تر فشار لاندې وې ، صادق ژورنالستان ځورول شوي او ګواښول شوي هم وو ، خو دوی خپل فرض صادقانه ادا کړی وو . څرنګه چې د پاکستان پوځ ، نواز شریف او د هغه د ګوند ترمنځ جنجال رابرسیره شوی وو او داسې انګیرل کیده چې پوځ غواړي په هر قیمت چې وي د هغه حکومت له واک څخه لرې وساتي ، نو په همدې موخه يې د عمران خان واک ته د رسیدو لپاره هڅې وکړې چې په پایله کې ، عمران خان د پاکستان لومړی وزیر شو ، خو د هغه ګوند دومره څوکۍ ونه ګټلې چې دا وویل کېدای شي ، چې هغه قوي واک لري
دا جوته ده چې عمران خان د پوځ ملاتړ کوونکی دی ، نو پوځ هم په هر ګام کې د هغه ملاتړ کوي. د لومړی وزیر په توګه ، عمران خان په خلکو ښه تاثیر ونکړ ، بلکې په هره جبهه کې له ناکامی سره مخ شو. مخالفو ګوندونو ویلي چې دوی به په ضمني ټاکنو کې برخه وانه خلي. دوه یا درې میاشتې د مخه ، د پاکستان لویو مخالفو ګوندونو د پاکستان دیموکراتیک غورځنګ (پي ډي ایم) په نوم یو اتحاد جوړ کړ ، چې په ځانګړي ډول يې غوښتنه کوله چې پوځ باید په هیڅ ډول هم په سیاست کې لاسوهنه ونه کړي ، او دا چې عمران خان د انتخاباتي درغلیو له لارې لومړی وزیر شوی نو باید زر تر زره استعفا وکړي او بیا ټاکنې ترسره شي. نوموړي تحریک د یادې غوښتنې د عملي کیدو لپاره ، د پاکستان په بیلابیلو ښارونو کې لويې غونډې او لاریونونه تنظیم کړي ، چې په لاهور کې به ، په څو ورځو کې یو لاریون ترسره شي. له دې مخکې په ګوجرانواله ، کراچۍ ، کویټه ، پیښور او ملتان کې هم لوی لاریونونه ترسره شوي دي ، چې پکې ډېرو خلکو برخه اخیستې وه. داسې ښکاري چې د حکومت او پوځ اندیښنې په راتلونکو ورځو کې نوري هم مخ په ډیرېدو شي ، ځکه چې د پاکستان د يولسو ګوندونو دیموکراتیک غورځنګ پریکړه کړې چې ، ټول د ملي او ولایتي شوراګانو غړي به په ګډه د پارلمان او ولایتي شوراګانو له غړیتوب څخه استعفا ورکړي. د اپوزیسیون ایتلاف مشر مولانا فضل الرحمن تیرې سې شنبې اعلان وکړ چې په دې خبره د اتحاد د ټولو ګوندونو لخوا پریکړه شوې چې ټول غړي به د دسمبر تر ۳۱مې نیټې پورې خپله استعفا وړاندې کړي. او دا يې هم په ډاګه کړه، چې د مسلم لیګ (ن) ګوند مشره مریم نواز او د پیپلز ګوند مشر بلاول بهټو زرداري هم ورسره نیږدې شوي دي. د مولانا په وینا ، ډیر زر به پریکړه وشي چې په کومې نیټو به نور مجلسونه تر سره کېږي
د پي ډي ایم مشرانو د دسمبر په ۱۳مه په لاهور کې هم یو لوی لاریون په لاره اچولی و. شنونکي وايي چې د پي ډي ایم په لاریونونو کې يو شمیر خلکو برخه اخیستې . د خلکو لیوالتیا دا ښيې چې دوی د اوسني حکومت څخه راضي نه دي. که داسې وویل شې چې د پاکستان حکومت تقریبا په هر محاذ کې پاتې راغلی نو غلطه به نه وي. په ځانګړي توګه په اقتصادي چارو کې حکومت ، خلک سخت مایوسه کړي دي. او همدا حکومت د خپلو ناکامیو د پوښلو لپاره د اپوزیسیون مشران بندي کوي او په بیلا بیلو دولتي ادارو فشار راوړلو سره خپل هدف پوره کوي ، چې د بې کفایتۍ او فساد د قضیو په شتون کې د اپوزیسیون مشرانو پروړاندې دا ډول اقدام ترسره کیدل ښیې چې د عمران حکومت له فساد سره د مبارزې په نوم یوازې له اپوزیسیون څخه د انتقام اخیستو پالیسي تعقیبوي
له بلې خوا ، عمران خان په ښکاره ډول ځان غښتلی لومړی وزیر ثابتولو لپاره ، د اپوزیسیون مشرانو څخه غوښتنه کوي چې استعفا ورکړي مګر هغه خپل مینځنۍ ټاکنې ونه کړي ، يوازې پر دغو څوکیو به ضمني انتخابات ترسره شي ، چې د هغو له استعفاوو وروسته به خالي شي. که هرڅوک داسې فکر کوي چې دوی به د مخالفانو تر ګواښ لاندې د ملي پخلاینې حکم صادر کړي ، نو دا به یو فریب وي. شواهد وړاندیز کوي چې امکان لري ، په نږدې راتلونکي کې د دولت او مخالفینو ترمنځ لویه شخړه را پيدا شي. څنګه چې د عمران حکومت او اردو ترمنځ بشپړ "همغږي" شتون لري ، نو خلک به د پوځ پر راتلونکي ګام باندې نظر وساتي ځکه چې د اپوزیسیون لاریون په سیاسي چارو کې د اردو د مداخلو پرضد دی

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت