د لومړی وزیر نریندر مودی د ۲۰۲۰م کال ډسمبر د میاشتی من کی بات یا د زره خبره

زما ګرانو هیوادوالو ، نمسکار

 نن د دسمبر ۲۷ مه ده. یوازې څلور ورځې وروسته ، ۲۰۲۱ م کال پیل کیږي. په یو ډول ، نن ورځ من کی بات د ۲۰۲۰ کال د پای من کی بات دی. راتلونکي من کی بات به په ۲۰۲۱ کال کې پیل شي. ملګرو ، ستاسو لخوا لیکل شوي ډیری لیکونه دلته زما مخې ته پراته دی. هغه وړاندیزونه چې تاسو مای ګوف ته رالیږلي هم دلته پراته دی. ډیریو خپلی څرګندونی د تلیفون له لارې وړاندی کړی دی. د پیغامونو ډیری برخه د ۲۰۲۰ کال پر تجروبو او د ۲۰۲۱ کال لپاره پر پریکړو راڅرخی. د کولاپور څخه انجلي لیکلي دي چې په نوي کال کې ، موږ نورو ته سلامونه او نیکې هیلې وړاندې کوو. راځئ چې دا ځل یو څه په نوی بڼه وړاندی کړو! ولې موږ خپل هیواد ته سلامونه نه وړاندی کوو؛ خپل هیواد ته هم نیکې هیلې ولېږئ، ایا زموږ هیواد به په ۲۰۲۱ کال کې نوي وده او لوړوالی ومومي. په نړۍ کې به هند نور هم ځواکمن شي نو له دې څخه لویه هیله څه کیدی شي؟

ملګرو ، له ممبۍ څخه ابھیشیک د نامو پر اپلیکیشن کې پیغام راستولی دی. هغه لیکلي دي چې هر هغه څه چې ۲۰۲۰ کال کی موږ ته راښکاره کړل ، موږ یی په اړه فکر هم نه وه کړی. هغه د کورونا وبا په زړه پورې اړخونه لیکلی دی. پدې لیکونو کې ، پدې پیغامونو کې ، یو عام ځانګړی فاکتور چې ما ته راغلی، هغه څه دی چې زه یې غواړم تاسو سره شریک کړم. په ډیری لیکونو کې خلکو د هیواد وړتیاوې او د هیوادوالو ګډ ځواک تعریف کړی دی. کله چې د ولسی بندیز (جنتا کرفیو)  په څیر ناول تجربه د ټولې نړۍ لپاره الهام بښونکی شو ، کله چې هیواد زموږ د کورونا جنګیالي په متحد ډول د تالي په ټنګولو سره وستایل، په لیکونو کی د دی یادونه هم شوی ده

ملګرو، د هیواد عامو خلکو د دې بدلون احساس وکړ. زه په هیواد کې د هیلو د څپو د لیدلو شاهد وم. ډیری ننګونو او لوی ناورین شتون درلود. د کورونا له امله ، نړۍ د اکمالاتی نښلوونو په لړ کې له ډیری خنډونو سره مخ و، مګر موږ د دی ناورین سره یو نوی سبق زده کړ. دغه د هیواد د نویو وړتیاو برکت و. دې ته په کلمو کی ځای ورکولو سره ، دا وړتیا د "اتمانیربهارتا" ( په ځان تکیه کولو) په نوم یادیږي

ملګرو ، هغه تجربه چې له ډهلي څخه ابینف بینرجی ما ته لیکلې ده هغه هم خورا په زړه پوري ده. ابینف جی غوښتل په کورنۍ کې د ماشومانو لپاره ځینې د لوبو توکی او ډالۍ وپیری 

له هغه وروسته هغه په ډهلي کې جاندیوالان بازار ته تللی و،ستاسو څخه ډیری شاید خبر وي چې په ډیلي کې دا بازار د بایسکلونو او لوبو د توکو لپاره پیژندل شوی بازار دی. مخکې به د لوبو کولو ګران بیعه توکی واردیدل ، ان ارزانه بیعه د لوبو توکی له بل ځای څخه راځي. مګر ابینف جی په خپل لیک کې یادونه کړې چې ډیری هټیوال چې کیفیت باندې ټینګار کوي ، وایی چې دا غوره دي ځکه چې دا په هند کې جوړیږي. پیرودونکي هم د هند جوړ شويو د لوبو توکو غوښتنه کوي. په رښتیا سره چی دا په ذهنیت کې لوی بدلون دی. دا د ورته ژوند ثبوت دی. زموږ د هیوادوالو په ذهنونو کې یو لوی بدلون پیل شو. هغه هم د یوه کال په جریان کې. د دې بدلون اندازه کول اسانه ندي. حتی اقتصاد پوهان به ونشی کولی دا د خپلو پارامیټرونو پر بنسټ وارزوي

ملګرو ، هغه څه چې د ویشاکاپتنام څخه وینکٹ مرلي پرساد ماته لیکلي و ، په بشپړ ډول د یو بل ډول نظر څرګندونه کوی. وینکٹ جی لیکلي چې هغه زما لپاره د ۲۰۲۱ کال لپاره ای بی سی رالیږلی. زه پوه نشوم چی د ای بی سی مانا څه ده. بیا ما هغه چارت ولیدو چی وینګټ جی د لیک سره رالیګلی و. ما چی کله چارټ ته  وکتل نو پوه شوم چی ای بی سی څه مانا لری، ای بی سی یعنی اتمانیربهر بهارت چارټ (په ځان بسیا هند چارټ)

 

دا خورا په زړه پوري ده. وینکٹ جی د هغه ټولو توکو لیست چمتو کړی چې هغه یی هره ورځ کاروي. هغه د ډیری نورو شیانو سربیره برښنایی توکی ، د لیک لوست توکی او د ځان پاملرنې توکي په دی لیست کی شامل کړی. وینکٹ جی ویلي دي چې په پوهه یا هم ناپونه کی موږ هغه بهرني محصولات کاروو چې بدیل یې په اسانۍ په هند کې شتون لري. هغه اوس ژمنه کړې چې هغه به یوازې هغه محصول وکاروي چې زموږ د هیوادوالو د زیار او خولو نښه وي.

ملګرو ، مګر د دې تر څنګ هغه یو څه ته هم اشاره کړې چې ما ته په زړه پوري ښکاري. هغه لیکلي دي چې پداسې حال کې چې موږ په ځان بسیا هند ملاتړ کوو ، زموږ د تولید کونکو لپاره باید روښانه پیغام وي چې دوی باید د محصولاتو کیفیت کی کمښت رانولی. هغه څه چې دی وايي هغه سم دي. دا د بی عیبه اخلاقو سره کار کولو لپاره مناسبه شیبه ده. زه د هیواد له صنعت کارانو او صنعت مشرانو څخه غوښتنه کوم چې د هیواد خلکو ټینګ ګام پورته کړی. یو زړور ګام مخ په حرکت دی، د ځایی توکو لپاره غږ په هرې کورنۍ کې له سره راپورته کیږي. په داسې سناریو کې ، دا وخت دی چې ډاډ ترلاسه کړو محصولات مو نړیوال معیارونه پوره کوي

څه چې په نړیواله کچه ښه دي؛ موږ باید دا په هندوستان کې جوړ کړو او ثابت یې کړو. د دې لپاره ، زموږ متشبث ملګري او پیلونکی باید مخکی راشي. یوځل بیا ، زه وینکٹ جی ته د هغه د غوره هڅې لپاره مبارکي وایم

ملګرو ، موږ باید داسی احساس ته درناوی وکړو،خوندي یی وساتو او هم یې ساتنه وکړو. ما دا دمخه هم ویلي دي، زه یوځل بیا د هیوادوالو څخه غوښتنه کوم. لیست چمتو کړئ. هرهغه څه چې موږ یې د ورځې په اوږدو کې کاروو وی ارزوی د هغه شیانو په اړه فکر وکړی چې په بهر کې تولیدیږي او ناپوهی کی یی موږ په یو ډول کاروه. راځئ چې په هندوستان کې د دوی بدیلونه ومومو. او پریکړه وکړی چې تر دې وروسته به موږ د هندوستان د خلکو له زیار او خولو سره جوړ شوي محصولات وکاروو. تاسو هرکال د نوي کال پریکړه لیکونه جوړوئ . دا ځل باید د هیواد په ګټه یو پریکړه لیک جوړکړی

زما ګرانو هیوادوالو ، زموږ د زاړه کلتور ، تمدن او دودونو د ساتنې په پار د ظالمانو او ظالمانه ناوړه کړنو پر وړاندی زمونږ هیوادوالو ستره قرباني ورکړی . دا ورځ دوی هم باید په یاد وساتئ. پدغه ورځ د ګوروبند سینګ زامن ، صاحبزاده زوراور سینګ او فتح سینګ ژوندي و. ظالمانو غوښتل چې صاحبزاده خپله عقیده پریږدي؛ د لوی ګورو دود او دستور پریږدو. مګر ، زموږ صاحبزاده حتی په هغه نازک عمر کې همت او زړورتیا وښودله. پداسی حالکه چې د ډبرو راټولول پیل شول ، ورو ورو د دیوال لوړوالی لوړیدو او د دوی په پر مخ د مرګ څیره راڅرګنده کیده، پدی سربیره ، دوی هیڅ هم ونشوی کولی. په دې ورځ پخپله د گورو ګوبند سینګ جی مور - ماتا ګوجري هم په شهادت ورسیده. شاوخوا یوه اونۍ وړاندې ، د ښاغلي گورو تیغ بهادر جی د شهادت ورځ هم وه.

دلته په ډهلي کې ، زه د دې فرصت څخه برخمن وم چې ګوروردوارا راکاب ګنج ته د ګلونو ګیډۍ کېښودو او ګورو تیغ بهادر جی ته د خپل درناوي ادا کولو لپاره ولاړ شم. د دې میاشتې په جریان کې ، د ښاغلي گورو ګوبند سینګ جی پر لار تلونکی ، ډیری خلک په ځمکه څملی. خلک د ښاغلي ګوروبند سینګ جی د کورنۍ د غړو د دی قربانی په خورا درناوي یادونه کوي. دې شهادت د ټول انسانیت او هیواد لپاره د زده کړې د نوي ډګر په حیث خدمت وکړ

دا شهادت زموږ د تمدن د ساتنې لپاره ستره قربانی وه. موږ د دې شهادت پوروړی یو. یوځل بیا زه د شری گورو تیغ بهادر جی ، ماتا ګوجري ، ګورو ګوبند سینګ جی او څلورو صاحبزاده شهیدانو ته درناوی وړاندی کوم. دې ډول قربانیو د هند اوسنی جوړښت ساتلی

زما ګرانو هیوادوالو ، زه اوس تاسو ته یو څه وایم چې دا به تاسو خوشحاله کړي او تاسو به د ویاړ احساس هم کړئ. په هند کې ، د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۸ کلونو ترمینځ ، د پړانګانو شمیر تر ۶۰ سلنی زیات شوی دی. په ۲۰۱۴ کې ، په هیواد کې د پړانګانو شمیر شاوخوا ۷ زره ۹۰۰ و ، پداسې حال کې چې په ۲۰۱۹ کې دا شمیر ۱۲۸۵۲ ته لوړ شو.

 دا هغه پړانګان دي چې په اړه یې جیم کاربټ ویلي و: "هغوی چې په طبعیت کی یی پړانګان په آزاد ډول نه دی لیدلی ، د هغوی د ښکلا تصور نه شي کولی. دوې د پړانګانو د رنګونو او پوست زړه راښکونکی ښکلا په اړه فکر هم نه شي کولی. " د هیواد په ډیری برخو کې ، په ځانګړي توګه مرکزي هند کې ، د پړانګانو شمیر زیات شوې. په هغه ایالتونو کې چې د پړانګانو زیات شمیر لري مدیا پردیش ، کرناټکا او مهاراشترا په ترتیب کې تر ټولو لوړ ځای لري. دا د کال لویه لاسته راوړنه ده

پړانګان ، په ټوله نړۍ کې له خطرونو سره مخ دي؛ د دوی استوګنځی په ټوله نړۍ کې له زیان سره مخ دی. په داسې شرایطو کې ، په هند کې د پړانګانو د شمیر دوامداره ودی ټولې نړۍ ته لاره ښودلې. تاسو باید پدې هم خبر اوسئ چې په تیرو څو کلونو کې ، په هند کې د زمریانو شمیر هم ډیر شوی دی. همدارنګه ، د هندوستان د ځنګلونو په ساحه کې زیاتوالی راغلی ، د دې لامل دا دی چې نه یوازې حکومت بلکې ډیری خلک ، مدني ټولنی ، ډیری ادارې هم زموږ د ونو او بوټو او وحشي ژویو ساتنه کې بوخت دي. دوی ټول د ستاینې وړ دي.

ملګرو ، ما د تامیل نایډو کویمبیټور کې د زړه راښکونکي هڅې په اړه ولوستل. تاسو باید په ټولنیزو رسنیو کې ه دا لیدلی وي. موږ د انسانانو لپاره ویلچیرونه لیدلي دي ، مګر ګیاتري په نوم یوی انجلی په کویمبیټور کې ، د خپل پلار سره یوځای ، د رنځور سپي لپاره ویلچیر جوړ کړی. دا کار هڅونکی دی او یوازې هغه وخت پیښی دلی شي کله چې د یو چا ژوند د مهربانۍ او شفقت څخه ډک وي. په ډیلي این سی آر او د هیواد نورو ښارونو کې په یخ هوا کې ډیری خلک د څارویو د سر د ساتنی لپاره ډیر څه ترسره کويدوی د دې څارویو لپاره خواړه ، اوبه ،او حتی د خوب ځایونه برابروی. ځینې خلک هره ورځ د ورته سلګونو څارویو لپاره خواړه برابروی. دا ډول هڅې باید وستایل شي. په اترپردیش کې په کوشامبي کې ډیری غوره هڅې روانې دي. هلته د محبس بندیان له یخنی څخه د غواګانو د ساتلو لپاره له زړو کمپلو پوښونه جوړوي

 د کوشامبي سربیره ، دا کمپلې د نورو ولسوالیو له بندخونو څخه راټولیږي او بیا هغه ګنډل کیږي او د غواګانو ساتن ځای ته لیږل کیږي. د کوشامبي بندیان هره اونۍ څو پوښونه ګنډي. راځئ چې دا ډول پاملرنې نورو ته د خدمت کولو احساس سره وهڅوو. په حقیقت کې ، دا یوه غوره کړنه ده چې د ټولنې حساسیت ځواکمنوی

زما ګرانو هیوادوالو ، هغه لیک چې اوس زما په مخ کې دی دوه لوی انځورونه لري. دا د معبد انځورونه دي “مخکې” او “وروسته” انځوروي. لیک چې د دې انځورونو سره دی د ځوانانو د یوی ډلې په اړه خبرې کوي چې ځان د یووا ډله بولي. په حقیقت کې ، د ځوانانو دی ډلی په کرناټکا کې په سریرنگپتنا کې د ویربهادرا سوامی په نوم یو پخوانی شیوا معبد ته بدلون ورکړی دی

د دی معبد په شاوخوا کی ډيرو بوټو شتون درلود. دومره ډیر چې حتی مسافرینو هلته معبد نشوی پيژندلی. یوه ورځ ، ځینې سیلانیانو په ټولنیزو رسنیو کې د دې هیر شوي معبد یوه ویډیو خپره کړه. کله چې یوا ډلی د دې ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې ولیدله دوی ونشوي زغملی او دې ډلی پریکړه وکړه چې په ګډه دا بیا ورغوی. دوی هغه نباتات او بوټي لرې کړل چې د معبد په انګړ کې راپورته شوي وو. دوی چیرته چې اړتیا لیدل کیده د بیا رغونی او ودانی کار یې ترسره کړ. د دوی ښه عمل په لیدو ، ځایی خلکو هم د مرستې لاس اوږد کړ. ځینو د سمنټو وړاندیز وکړ؛ ځینو د رنګ وړاندیز وکړ او ډیری خلک د ورته نورو ونډو اخیستلو سره ورغلل

دا ټول ځوانان په مختلف مسلکونو پورې اړه لري. له همدې امله ، دوی د اونۍ په پای کې وخت ځانګړی کړی او د معبد لپاره کار کوي. دوی د دروازې نصبولو سربیره د معبد لپاره د بریښنا د نښلونی لپاره هم بندوبست وکړ ، پدې توګه د معبد زوړ عظمت راژوندی کوی. جوش او کلکه ژمنتیا دوه وسیلې دي چې له لارې یی خلک کولی شي هره موخه ترلاسه کړي. کله چې زه د هند ځوانان ګورم ، نو د خوښۍ او ډاډ احساس کوم

خوښ او ډاډه یم ځکه چې زما د هیواد ځوانان د "کولی شي" کړنلاره او په دوی کې د '' ترسره کولو '' ژمنتیا شته. هیڅ ننګونه د دوی لپاره لویه نده. هیڅ شی د دوی لپاره د لاسرسي څخه لرې ندي. ما د تامل ناډو د یوه ښوونکي په اړه لوستل. د هغې نوم هیملتا این کی ده ، او هغه په ​​ویدوپورم کې په یوه ښوونځي کې د نړۍ ترټولو پخوانۍ د ټامل ناډو ژبی ښوونه کوي. حتی د کوویډ ۱۹ وبا ونشو کولی د هغې د ښوونی په لړی کې خنډونه رامینځته کړي. هو! ننګونو یقینا شتون درلود مګر هغی یوه نوښتی لاره وموندله. هغې د کورس ټول ۵۳ فصلونه ثبت کړل ، ویډیوګانې یې جوړې کړې ، په کوچنی ډرایو کې یې واچولې او دا یې پر خپلو زده کونکو وویشلی. د هغې زده کونکو له دې څخه ډیره مرسته ترلاسه کړه؛. سره له دې ، هغه د خپلو زده کونکو سره په تلیفوني خبرو اترو کې پاتې شوه

 پدې توګه زدکړه د زده کونکو لپاره خورا په زړه پوری شوه. د دې کورونا په حالت کی نوښتونکی میتودونه ښوونکو غوره کړل ، دا د آنلاین زدکړو پدې دوره کې خورا ارزښتناک دی. زه له ټولو ښوونکو څخه غوښتنه کوم چې د خپلو کورسونو دا څیر مواد دی د پوهنې وزارت دیکشا پورټل ( د زدکړو سایټ) ته پورته کړي. دا به د هغو زده کونکو سره مرسته وکړي څوک چې د هیواد په لیرې پرتو سیمو کې اوسیږي

ملګرو ، راځئ چې اوس د جھارکند د کوروا قبیلې د هیرامان جی په اړه خبرې وکړو. هیرامان جی د ګرهوا ولسوالۍ په سنجو کلي کې ژوند کوي. تاسو به حیران شئ چې پوه شئ چې د کوروا قبیلې نفوس یوازې ۶ زره دی ، کوم چې له ښارونو لرې په غرونو او ځنګلونو کې ژوند کوي. هیرامن جی د خپلې ټولنې کلتور او هویت ساتلو دنده په غاړه اخیستې ده. د ۱۲ کالو نه ستړي کیدونکي کړنې وروسته هغه د کوروا ژبې سیند (ډکشینری) جوړ کړ. په دې سیند کې هغه د ډیری کوروا ټکو معنی لیکلی ده، چی په ورځنی ژوند کی کارول کیږی. هیرمان جی چی د کوروا ټولنې لپاره کوم کار کړی د هیواد لپاره یو مثال دی

 

زما ګرانو هیوادوالو ، ویل کیږي چې د اکبر په اداره کې یو مشهور غړی و چې ابولفضل نومیده هغه یوځل کشمیر ته له سفر وروسته وویل ، چې په کشمیر کې یوه داسې نظاره چې په لیدو حتی قهرجن او ناراض خلک هم له خوښۍ په نڅا شي. په حقیقت کې هغه په ​​کشمیر کې د زعفرانو ځمکو ته اشاره کوله. زعفران له پیړیو راهیسې د کشمیر سره تړاو لري. کشمیری زعفران عموما په پلواما ، بړګام او کیشتواړ کې کرل کیږي. روان کال په می میاشت کې ، کشمیري زعفرانو ته جیوګرافیکل اینډیکیشن جي آئي یا جغرافیه ی نښه ورکړل شوه. له همدې لارې ، موږ غواړو کشمیري زعفران د نړۍ په کچه مشهور برانډ جوړ کړو. کشمیری زعفران په نړیواله کچه د مسالې په توګه هم مشهور دي او ډیر د درملو خصوصیات هم لري. دا ډیر خوشبوویه او ښکلې دی ، رنګ یې تیاره نارنجي او تارونه یې اوږده او غټ دي. دا د جمو او کشمیر د بډایه کلتوري میراث استازیتوب کوي. په کیفیت کې د کشمیر زعفران خورا ځانګړي او د نورو هیوادونو له زعفرانو سره بشپړ توپیر لري

 د کشمیر زعفرانو ته د هغی سیمی له نښي سره اوس ځانګړی پیژندل شوی دی. تاسو به هرومرو خوشحاله شئ کله چې پوه شئ چې کشمیری زعفران د نښي سند ترلاسه کولو وروسته ، د دوبۍ په سوپرمارکيټونو کې وپيژندل شول. اوس به د دې صادرات ډیر شي. دا به د ځان بسیا هند جوړولو لپاره زموږ هڅې نورې هم غښتلې کړي. د زعفرانو بزګران به په ځانګړي توګه له دې څخه ګټه پورته کوی. عبدالمجید چې د پلوامه د ترال د شر سیمې اوسیدونکی دی. هغه  له همدې لارې د پامپور په سوداګرۍ مرکز کې د نښي په مرسته خپل زعفران پلوري. د دې په څیر ډیری خلک په کشمیر کې دا کار کوي. بل ځل چې تاسو د زعفرانو پیرودو پریکړه وکړئ ، له کشمیر څخه د زعفرانو پیرود په اړه فکر وکړئ. د کشمیریانو تود هرکلی داسې دی چې د زعفرانو خوند پکې نور هم زیات شي

زما ګرانو هیوادوالو ، ګیتا جیئنتي یوازې دوه ورځې دمخه وه. ګیتا زموږ د ژوند په هر حالت کې موږ ته الهام راکوي. ایا تاسو کله هم فکر کړی ، چې ولې ګیتا دومره په زړه پورې کتاب دی؟ دا ځکه چې دا پخپله د شري کرشن بهګوان ( د هندوانو پیغمبر ) مقدس کلام دی.

 مګر د ګیټا انفرادیت دا هم دی چې دا د پوهیدو لپاره د تجسس سره پیل کیږي. د پوښتنې سره پیل کیږي. ارجن له شری کرشن بهګوان څخه پدې اړه پوښتنه وکړه ، پلټنه یې وکړه ، بیا نړۍ ته د ګیتا پوهه تر لاسه شوه. د ګیتا په څیر ، زموږ په کلتور کې ټوله پوهه له تجسس سره پیل کیږي. د وحدانیت لومړۍ منتر دی – اتهاتو برهم جیجهاسا ('دا د برهما تجسس دی' )، یعنی راځئ چې د برهم په اړه پوښتنې وکړو. له همدې امله د رب دا خبره کیږي چې دا د تجسس ځواک دی. تجسس تاسې هڅوي او په دوامداره توګه تاسو ته نوي څه درکوي. په ماشومتوب کې ، موږ ځکه د همدې لپاره  زده کړې کوو چې زموږ په دننه کې تجسس شتون ولري. انسان چې هرڅومره تجسس وکړي لا هڅاند شي. ، د زده کړو نوې لړۍ دوام پیدا کړي. عمرهیڅ پدې کې مهم ندي. زه د تجسس انرژي د مثال په توګه درپیژنم ، د تامل ناډو د ښاغلي ټی سرینیواسچاریا سوامي جی په اړه! ښاغلی ټرینیواسچاریا سوامی جی ۹۲ کلن دی 

 نوموړي په دې عمر کې ، په ​​کمپیوټر کې خپل کتاب لیکي ، هغه هم د خپل ځان سره. تاسو باید فکر وکړئ چې د کتاب لیکل سم دي ، مګر د سرینیاساچاریا جي په وخت کې کمپیوټر خو هیڅ وجود نه درلود. بیا دوی کله کمپیوټر زده کړو؟ دا ریښتیا ده چې هغه وخت په کالج کې هم کمپیوټر نه وو موجود . مګر ، د هغه په ​​ذهن کې تجسس او باور لاهم هغومره دی لکه څنګه چې هغه په ​​ځوانۍ کې و. په حقیقت کې ، سرینواسچاریا سوامی جي د سنسکرت او تامیل یو لوی عالم دی.سوامي جې تقریباً ۱۶ کتابونه لیکلي دي. په هرصورت تر دې دمه شاوخوا  د کمپیوټر له راتلو وروسته ، کله چې هغه دا احساس وکړ چې د کتاب لیکلو او چاپولو طریقه بدله شوې ، نو هغه د ۸۶ کلنۍ په عمر کې ، کمپیوټر زده کړ ، د ځان لپاره یې لازم سافټویر زده کړو. اوس هغه خپل کتاب بشپړوي

ملګرو ، د ښاغلي ټي سرینیواسچاریا سوامي جي ژوند مستقیم ثبوت دی ، چې ژوند له انرژي ډک دی  تر هغه چې تجسس په ژوند کې مړ نشي ، د زده کړې علاقه مو له لاسه نه وی ورکړي. نو ځکه ، موږ باید هیڅکله فکر ونه کړو چې موږ شاته پاتې شوي يو، یا موږ هر څه له لاسه ورکړی. هیله ده! موږ به دا هم زده کړو! چې موږ باید حتی فکر ونه کړو چې موږ نشو زده کولی ، یا نشو کولی پرمخ ولاړشو

زما ګرانو هیوادوالو ، همدا اوس ، موږ د زده کړې په اړه وغږیدو او د تجسس په اړه مو خبرې وکړې. موږ د نوي کال اونويو پریکړو په اړه هم خبرې وکړی. مګر ، ځینې داسې خلک هم شتون لري چې په دوامداره توګه یو څه نوي ترسره کوي ، نوي پریکړې ثابتوي. تاسو هم باید په خپل ژوند کې احساس کړی وي ، کله چې موږ د ټولنې لپاره یو څه کوو ، ټولنه موږ ته د ډیر کار کولو انرژي راکوي. ډیرې ساده دندې د ورته هڅونو سره ترسره کیدی شي. ښاغلی پردیپ سانګوان د ګوروگرام یو داسې ځوان دی! چې له  ۲۰۱۶ کال راهیسېۍ ئې  د هیلینګ همالیه (رغنده همالیه) تر نامه لاندې کمپاین کوي. هغه د خپل ډلی ​​او رضاکارانو سره د همالیا بیلابیلو سیمو ته ځي ، او پلاستیکي کثافات چې د ګرځندویانو لخوا پريخودل کیږي راټولوی.

 پردیپ جی تر دې دمه د همالیا د بیلابیلو سیاحتي ځایونو څخه له۸۰۰ کیلو زیات کثافات پاک کړی دی. په ورته ډول ، د کرناټکا یوه ځوانه جوړه ده ، انودیپ او مینوشا. انودیپ او مینوشا تیره میاشت په نومبر کې واده وکړ. له واده وروسته ، ډیری ځوانان د تګ لپاره بیلا بیلو ځابونو ته ځي ، خو بر عکس دې دواړو یو څه مختلف ترسره کړل.هغه دا چې دوی دواړو ولیدل چې خلک د خپل کور څخه بهر چکر او سیل ته ځي ، مګر ، هرچیرې چې څه وخوری کثافات هملته پریږدې ، نو دوی دواړو دا پریکړه کړې وه چې کثافات به پاکوي.

دواړه میړه او میرمنې له واده وروسته خپل لومړی ژمنه تر سره کړه. دوی په ګډه د سمندري سواحلو ډیری کثافات پاک کړل. آنودیپ هم خپله هوډ په ټولنیزو رسنیو کې شریک کړ. بیا څه و ، د هغه په ​​زړه پورې فکر څخه اغیزمن کیدل ، ډیری ځوانان راغلل او له هغه سره یوځای شول. تاسو که پوه شئ حیران به شئ. دې خلکو په ګډه د سومیشور ساحل څخه تر ۸۰۰ کیلو څخه ډیر کثافات پاک کړي دي

ملګرو ، د دې هڅو په مینځ کې ، موږ باید فکر وکړو چې دا کثافات څنګه دې ساحلونو ، دې غرونو ته رسي. په هرصورت ، یوازې زموږ څخه یو څوک دا کثافات هلته پریږدي. موږ باید د پردیپ او انودیپ - مینوشا په څیر د پاکوالي کمپاین وچلوو. مګر د دې دمخه موږ باید دا ژمنه هم وکړو چې موږ به هیڅکله کثافات نه خپروو. په هرصورت ، دا د کلین اینډیا یا پاک صفا هند کمپاین  لومړی حل هم دی. هو ، زه غواړم یو بل شی تاسو ته یاد کړم. د کورونا له امله ، سږکال په دې اړه ډیر بحث نه دی شوی. موږ باید هیواد د یو ځل کارونی پلاستیک څخه خلاص کړو. د ۲۰۲۱ کال له پریکړو څخه یوه هم دا ده. په پای کې  زه تاسو ټولو ته د نوي کال لپاره نیکې هیلې وړاندې کوم. روغ اوسئ ، کورنۍ مو روغه وساتئ. د راتلونکي کال په جنوري کې به په نويو موضوعاتو په اړه د 'من کی بات' په وسیله بیا تاسو سره یو

ډیره مننه

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت