هندي خلایی یا فضایي پروګرام نوی جګوالی ته رسیدلو لپاره چمتو دی
لیکنه : وینکټا سوبرامنین
ژباړه : د پښتو څانګې
هند د کال په آخر کې قطبی سپوږمکۍ توغونکی موټر (پی ایس ایل وي) په واسطه د مخابراتو سپوږمکۍ ( سی ایم ایس- ۰۱ ) په بریالي توګه مدار کې ځای په ځای کړله. د هندوستان د فضايي څیړنې سازمان (اسرو) په دې وروستیو کې قطبی سپوږمکۍ توغونکی موټرد آندهرا پردیش په شری هریکوټا کې له دویم توغونکی ډګر څخه وتوغولو
سپوږمکۍ د توغول کیدو نه نیږدې ۲۰ دقیقې وروسته دقیق د زمکی سره هم اهنګه مدار کې ځای په ځای شوه. دا به په ۲۰۱۱م کال کې په لاره اچول شوي د زړی جی سیټ- ۱۲ سپوږمکۍ ځای واخلي. سی ایم اېس- ۰۱ د هند ۴۲مه مخابراتي سپوږمکۍ ده. دا د این سیټ او جي سېټ له لړۍ وروسته د مخابراتي سپوږمکیو په نوي لړۍ کې لومړنۍ ده
د اسرو لپاره ، دا د سږ کال د سپوږمکیو دریمه توغونه وه. د کوویډ - ۱۹ وبا له امله ، "ګګن یان" په شمول لومړۍ بې پیلوټه الوتنې وځنډول شوی. د وبا د خپرېدو دمخه ، هندوستان وتوانید چې یوازې د یوی سپوږمکۍ ماموریت جي سېټ -۳۰ بشپړ کړی. دا د روان کال په جنوري میاشت کې د له کورو فرینچ ګویانا څخه د نړیوال لانچر ایریان سپیس لخوا توغول شوی وه. پرته له وبا ، په نومبر کې ، اسرو په بریالیتوب سره د ۹ نړیوالو پیرودونکو سپوږمکیو سره د ځمکې څارنې سپوږمکۍ (یي او اېس – ۰۱) په لاره واچوله. د ځمکې مشاهده کونکی سپوږمکۍ د کرنې ، ځنګلاتو او ناورین چلند ته د ملاتړ لپاره په کار اچول شوی
نوی سپوږمکۍ سي اېم ایس – ۰۱ به د هیواد مخابراتي شبکې ته وده ورکړي او د اي- زده کړې ، ټیلمیډیسین ، او د ناورین مدیریت په خدماتو کې مرسته وکړي. د دې پوښښ کې به د هندوستان اصلي ټاټوبي ، او د انډمان ، نیکوبار او لکشدویپ ټاپوګان شامل وي. دا سپوږمکۍ د ۷ کلونو څخه ډیر اټکل شوي ژوند لري
هند به د برازیل د ځمکې مشاهده سپوږمکۍ امازونیا او درې هندي سپوږمکیو سوداګریزې توغونې سره نوی کال پیل کړي. دا سپوږمکۍ به د اسرو قطبی سپوږمکۍ توغونکی موټر ( پي اېس اېل وي- ۵۱) کې وړل کیږي. د پي اېس اېل وي- ۵۱ ماموریت ، د فبروري پای یا مارچ په پیل کې د اجرا کولو لپاره ټاکل شوی چې نه یوازې د اسرو لپاره بلکې د هند لپاره به هم یو ځانګړی ماموریت ثابت شي
دغه توغونه به د فضایي اصلاحاتو نوی دور په نښه کړي چې اسرو ته راوړل شوی ترڅو د فضا په سکتور کې د هند وړتیا نوره هم لوړه کړي. دا راکیټ به د هند لخوا جوړ شوی د "آنند" په نوم د ځمکې څارنې سپوږمکۍ فضا ته یوسی. د فضا سکتور شخصی لوبغاړو لپاره ، د هندوستان د ملي فضا ترویج او واک ورکولو مرکز (این سپیس) په لاره اچولو سره ، پرانستل شو
آنند د پکسل په نوم جوړ شوی د هند یو نوي پیل دی. دا د ځمکې د سپوږمکیو ستره لړۍ کې لومړی دی چې په هر ۲۴ ساعتونو کې به نړیوالی خپرونې او راپورونه چمتو کړي. معلومات به د مصنوعي ځرکتیا یا ارټیفیشیل انټیلی جینس پر اساس پلیټ فارم کې موجود وي. دا به په کرنه ، ځنګلونو ، ښاري څارنې ، او د اقلیم په مشاهده کې په کار واچول شي. پکسل پلان لري چې د ۲۰۲۲ تر پای پورې په اسمان کې خپل ۳۰ د ځمکې مشاهده کونکی سپوږمکۍ ولري
د آنند سره سره ، اسرو به دوه نور سپوږمکۍ له فضا کیډز انډیا څخه - ستیش سیټ او د پوهنتونونو کنسورشیم څخه "اتحاد سيټ" وتوغوي. د فضا کیډز هندوستان لپاره دا به د دې دوهمه سپوږمکۍ وي چې د اسرو لخوا به وتوغول شي. دده لومړی ، کلام سیټ ، د زده کونکي لخوا جوړ شوی لومړی سپوږمکۍ وه چې د لومړي ځل لپاره د یو پیل په توګه د پي اېس اېل وي څلورم پړاو په کارولو سره توغول شوی
دغه سپوږمکۍ له ګڼو تجارتي سپوږمکیو څخه دي چې د ۲۰۲۱ په لومړي ربع کې باید فضا ته واستول شي. د پی اېس ايل وي – سي ۵۱ ماموریتونو سربیره ، اسرو د کوچني سپوږمکیو توغونکی موټر لومړنۍ الوتنه هم چمتو کړی. دا به دومره وړتیا ولري چې د ټیټې ځمکې مدار کې د ۵۰۰ کیلو ګرامو وزن لرونکي سپوږمکۍ په کار واچوي. قطبی سپوږمکۍ توغونکی موټر په پرتله چې په جوړیدو کې یې د ۶۰۰ خلکو او څو میاشتو وختونو ته اړتیا ده ، کوچني سپوږمکۍ توغونکی موټر د شپږو انجنیرانو ټیم لخوا په اوو ورځو کې جوړیدی شي.دا د اسرو لخوا په عمده ډول د سوداګریزو توغونو لپاره رامینځته شوی
هندوستان په لویو ماموریتونو باندې کار کوي. د چندرایان- ۳ ، ادیتیا اېل- ۱ او ګګن یان ماموریتونو لپاره فعالیتونه روان دي. چندرایان- ۳ به یو لېنډر- راور ماموریت وي چې له ځمکې سره مخابراتو لپاره د چندرایان ۲م ماموریت څخه به د هند اوسنی اوربیټر وکارول شي . ادیتیا اېل- ۱ د هند لومړی لمریز ماموریت دی چې د ځمکې څخه ۱،۵ ملیونه کیلومټره لرې اېل- ۱ ټکي ته د سپوږمکۍ سفر وګوري. د اېل- ۱ یا لیګرینګیان ټکی د ځمکې او لمر تر مینځ شتون لری. د ګګن یان ماموریت هدف لري چې هندي فضا ختونکي د ټیټې ځمکې مدار کې ځای په ځای کړي
Comments
Post a Comment