لومړی وزیر ویلی چی خلایی سکتور پرانستل به لوی فرصتونو رامنځته کړی
لیکنه : د کوشیک رای
ژباړه او وینا : د هریندر کمار سواتی
لومړي وزیر نریندر مودي د ویډیو کنفرانس له لارې د خلا سکتور څخه د کلیدي صنعتونو ، سټارټ اپس او اکاډیمیا سره متقابلی خبری ترسره کړی ترڅو په خلایی فعالیتونو کې د دوی ګډون تشویق کړی شی
د لومړي وزیر په مشرۍ مرکزی کابینې د ۲۰۲۰م کال جون په میاشت کې تاریخي پریکړه وکړه ترڅو د خلا سکتور پرانستلو او د فضا په فعالیتونو کې د شخصي سکتور برخه اخیستنی ته لاره هواره کړی. د هندوستان د ملي فضا د ودی او د واک مرکز رامینځته کیدو سره ، دا اصلاحات به د شخصی شرکتونو او سټارټ اپس لپاره لاره هواره کړي. ددی څخه پس یو شمیر شرکتونو د فضا څانګې لاندې وړاندیزونه سپارلي دي. وړاندیزونه په پراخه کچه فعالیتونو پورې اړه لري چی ورکی د سپوږمکۍ کهکشان ، کوچني سپوږمکۍ توغونکی موټرې ، ځمکني سټیشن ، زمکنی او خلایی خدمات ، د تبخیر سیسټمونه او د غوښتنلیک تولیدات شامل دی.
لومړي وزیر د کنفرانس له ګډونوالو مننه وکړه چې تر دې دمه یې د خپلو تجربو په اړه نظرونه وړاندې کړي. هغه وویل چې د خلا په سکتور کې د هند استعداد د خلاصولو پریکړې پدې برخه کې د عمومی او شخصی انډیوالتوب نوي دور پیل کړی. هغه ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې پدې برخه کې د دولت بشپړ ملاتړ به یقینی کړی شی . هغه یادونه وکړه چې په پالیسیو کې مسلکي توب او روڼتیا او د حکومت پریکړې به هاغه شرکتونو لپاره ، چې په فضا کې برخه اخلي ، ګټور ثابت شي
د راکټونو او سپوږمکیو جوړولو لپاره د شرکتونو پلان ته په پام سره ، لومړي وزیر مودي څرګنده کړه چې دا یو لوی بدلون په نښه کوي او دا به د فضا په سکتور کې د هند بیرغ نور هم لوړ کړي. هغه وویل چې په پدی سکتور کې شخصی پانګونې به عالي تخنیکي دندی د رامینځته کولو لامل شي ، کوم چې به په ( ایی ایی ټیز) او (این ایی ټیز ) او نورو تخنیکي سازمانونو کې استعداد ته ګڼ فرصتونه چمتو کړي. ښاغلي مودي وویل چې دا د هغه کلک باور دی چې هندي استعدادونو لکه څنګه چی د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د نړۍ په کچه شهرت ترلاسه کړی ، نو دا به وکولی شي په خلایی برخه کې هم همداسې وکړي
لومړي وزیر پرګوته کړه چې په خلایی سکتور کې اصلاحات، سوداګری د اسانه کولو پورې محدود ندي ، بلکه اړین جریانات هم په کار اچول شوي ترڅو په هره مرحله کې برخه اخیستونکو ته د مرستې ډاډ چمتو کړي او ددی سره د ازموینې اسانتیاوې او لانچ پیډونه هم رامینځته کړی شی . هغه وویل چې د دې اصلاحاتو له لارې هڅه به نه یوازې دا تضمین برابر کړی چې هندوستان د سیالۍ وړ خلای بازار ولری بلکه د دې ډاډ هم ترلاسه کړي چې د خلایی برنامې ګټې تر ټولو بې وزلو خلکو ته رسیږی. هغه له ګډونوالو وغوښتل چې په کلکه فکر وکړي او د ټولنې او هېواد په ګټه کار وکړي
لومړي وزیر مودي د مخابراتو او بارچالانۍ په برخه کې د خلایی سکتور اهمیت په ګوته کړ. هغه ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې دوی به د فضا د څیړنې په دې دور کې د اسرو سره همکاري وکړي او هیله یې څرګنده کړه چې هیواد به ډیر ژر د خلایی شتمنیو د تولید مرکز شي
د خلا د څانګې سکریټر او د هندوستان د خلایی پلټنی سازمان رییس ډاکټر کی سییوان د هندوستان د ملي فضا د ودی او د واک مرکز څخه اجازه ترلاسه کولو او د فضا څانګې څخه ملاتړ لپاره صنعت څخه ترلاسه شوي بیلابیلو وړاندیزونو په اړه لومړی وزیر ته معلومات ورکړل. هغه خبر ورکړ چې له ۲۵و څخه ډیرو صنعتونو له دمخه خپل خلایی فعالیتونو لپاره خلایی شرکت ته لاسرسی کړې
د خبرو اترو په جریان کې ، ګډونوالو لومړي وزیر ته د اصلاحاتو په اړه نظریات وړاندې کړل. د بهارتی انټرپرانزیز څخه سنیل بهارتی میتل، د لارسن او ټربو لمیټد څخه جینت پټیل ، د اګنی کول کاسموس پرائیوټ لمیټډ څخه سری نات روی چندرن ، د سکای روټ ایرواسپیس لمیټډ څخه پون کمار چندانا ، د الفا ډیزاین ټیکنالوژیو پرائیوټ لمیټډ څخه ډګروال ایچ ایس شنکر ، د میپمای انډیا څخه راکیش ورما ، د پیکسیل انډیا څخه اویس احمد او د سپیس کیډز انډیا څخه اغلي سریماتي کیسن د غونډې په جریان کې خپل نظریات څرګند کړل. برخه اخیستونکو د لومړي وزیر څخه د شخصی شمولیت لپاره دا سکټور پرانستلو له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه چې دا به د هند سره په خلایی ټیکنالوژۍ کې یو ستر قدرت جوړیدو په لور حرکت کې مرسته وکړي. دوی هوډ وکړ چې د اتم نربهر یا په ځان بسیا هند د جوړولو په عملیاتو کې د فعاله برخه اخیستونکو په توګه به کار وکړي. دوی د اسرو لخوا د دوی د پروژو لپاره چمتو شوي مرستې او لارښودنی قدرداني وکړه او ویې ویل چې د اسرو سره د شخصی ادارو همکارۍ به نه یوازې په کال کې د ډیرو راکټونو د توغولو پایله ولري بلکه د راکټ انجنونو پراختیا کې به نوي ټیکنالوژيکي پرمختګونه هم رامینځته کړي. دوی د ماشومانو لپاره د اسرو تاسیسات د خلاصولو وړاندیز هم وکړ ترڅو دوی دې برخې ته نور هم راجلب کړي
Comments
Post a Comment