د هند او ازبکستان ترمنځ اړیکی په مخه غوړیږی

لیکنه : د ډاکټر اندرانی تالوکدار 

ژباړه او وینا: د هریندر کمار سواتی 

تیره اونۍ ، لومړي وزیر نریندر مودي او د ازبکستان ولسمشر شوکت میرزیویف د هند او ازبکستان تر منځ د مجازی ناستې مشري وکړه. دا د کوم مرکزي آسیا هیواد سره دا ډول لومړۍ ناسته وه. دواړو مشرانو د دوه اړخیزو اړیکو ، د کوویډ-۱۹ ناروغۍ او د ګډو ګټو په سیمه ایزو او نړیوالو دوه اړخیزو مسلو په اړه د نظریو ژوره تبادله وکړه. دوی د هند - ازبکستان ستراتیژیک ملګرتیا نوي او لوړې کچې ته د رسولو ژمنی ته دوام ورکړ

دواړو مشرانو د وروستۍ غونډې دمخه د خپلو غونډو څخه قدرداني وکړه او باور یی څرګند کړو چې دغوغونډو په بیلابیلو سکټورونو لکه سیاسي ، سوداګرۍ او پانګوونې ، دفاع ، امنیت ، تروریزم سره مبارزه ، ساینس او ​​ټیکنالوژۍ ، اټومي انرژي ، فضا ، معلوماتي ټیکنالوژي او کلتور او علمي اړیکو کې د نوي ډهلي او تاشکند ترمنځ همکارۍ لا پیاوړې کړي 

د اګست په میاشت کې د وزیرانو په کچه د ملي انسجام کمیټۍ ناستې ، په کره وخت او مؤثره پایلو لپاره د مختلف دوه اړخیزو پروژو او تړونونو د عملی کولو په نظارت کې مرسته کړې. لومړي وزیر مودي او ولسمشر میرزیویف په دواړو هیوادونو کې د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ جاج واغست. دواړو مشرانو د وبا په وړاندې د مبارزې دوام لپاره د دوه اړخیزی او نړیوالې همکارۍ پر اړتیا موافقه وکړه. د ازبکستان ولسمشر د هند د لومړي وزیر له هغه مرستې څخه مننه وکړه چې هېواد یې د وبا پرمهال ترلاسه کړې. هند په خپل وار ازبکستان ته د نورو مرستو لپاره خپله ژمنه بیا تکرار کړه

په اقتصادي برخه کې ، دواړو مشرانو موافقه وکړه چې د دواړو هیوادونو ترمینځ د سوداګرۍ بشپړ استعداد لاهم په بشپړ ډول ندی استعمال شوی . د دې د کارولو سره به د ۱ میلیارده امریکایی ډالرو سوداګرۍ هدف ته په رسیدو کې مرسته وشی.دواړو مشرانو موافقه وکړه چې د دوه اړخیز پانګوونې تړون بشپړولو په لار کې کار وکړي چې د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د لا ښه والي لپاره د پانګوونې د ودې او محافظت کې مرسته وکړي. د سوداګرۍ او پانګونې په سکتور کې پرمختګ ګړندي کولو لپاره ، د هندي ایالتونو او ازبکستان سیمې او د سوداګرۍ او صنایعو مختلف خونو ترمینځ مستقیم تماسونو باندې ټینګار شوی. هندوستان ازبکستان ته د ۴۴۸ملیونو ډالرو پورونه تصویب کړی چې له مخې تاشکند دا کریډیټ په مؤثره توګه کارولو ته خپله ژمنتیا څرګنده کړې. تمرکز چې اقتصادي سکټور ته ورکړل شوی ، دی باید د ۱ ملیارده ډالرو هدف ترلاسه کولو کې مرسته وکړي

د غونډې په جریان کې ، مشرانو په ایران کې د چابهار بندر پراختیا باندې هم ټینګار وکړ چې د دواړو هیوادونو او سیمې لپاره به مهم وي. تاشکند د چابهار بندر له لارې د غوره ارتباطاتو د ودې لپاره د دواړو هیوادونو او ایران ترمینځ درې اړخیزې غونډې وړاندیز وکړ

هند ازبکستان ته بلنه ورکړه چې د شمالي سویل د ټرانسپورټ په نړیوال دهلیز کې ګډون وکړي چې دا هم مهم پرمختګ دی. دواړو مشرانو د ترهګرۍ سره د مبارزې پر اهمیت هم خبرې وکړې. دوی د هر هیواد اړتیا په ګوته کړه ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې خاوره یې د نورو هیوادونو په وړاندې د ترهګریزو بریدونو لپاره نه کارول کیږي. دواړو لورو د نړیوال تروریزم په هکله د هراړخیز کنوانسیون ژر تر ژره د نهایی کیدو غوښتنه وکړه

په افغانستان کې ، دواړو لورو هوکړه وکړه چې د افغانانو په مشرۍ ، د افغانانو په ملکیت او د افغانستان تر کنټرول لاندې د سولې پروسې په اصولو افغان شخړه هواره کړی شی. هند او ازبکستان د یو متحد ، خپلواکه او دیموکراتیک افغانستان لپاره په خپلو کې سره اتفاق وکړ. دوی د افغانستان د اقتصادي پراختیا په پیاوړتیا کې متقابله علاقه څرګنده کړه. پدې برخه کې ، د افغانستان د ګډون سره د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه د هند - مرکزي آسیا دوهم ډیالوګ بریالۍ ترسره کیدنه د پام وړ ده

د سیمه ییزو مسلو سربیره ، لومړي وزیر مودي او ولسمشر میرزیویف هم د ملګرو ملتونو په اصلاحاتو خبرې وکړې او په اصلاح شوي ګڼ اړخیزو جذبو یی موافقه وکړه. تاشکند د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د هند له کاندیدتوب څخه خپل ملاتړ تکرار کړ. دواړو مشرانو تیره میاشت د هند لخوا د شانګهای همکاریو سازمان د حکومتونو د مشرانو شورا د غونډې په بریالي کوربه توب هم خبرې وکړې. ټول ټال مجازی ناسته خورا بریالۍ وه. د هند او ازبکستان تر منځ اړیکې به مخه غوړیږی. دواړه هېوادونه په دوه اړخيزه توګه ، په سيمه ييزه او نړيواله کچه هم مهم دي

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

هند او افغانستان  سیماییز سبات لپاره قوی دواړخیزو اړیکو په لټه کی دی