پاکستان بیله ځنډ ترهګرۍ ته ملاتړ کوی

لیکنه : د ډاکټر پرینکا سنګ

ژباړه او وینا : د هریندر کمار سواتی

په پاکستان کې د تروریزم ضد یوې محکمې د ترهګرۍ د تمویل په قضیه کې د ممبۍ ۲۶/۱۱ بریدونو اصلي دسیسه جوړونکی ، حافظ سعید د ۱۵ کالو په بند محکوم کړی دی. سعید لا دمخه په ګڼو ترهګریزو مالي قضیو کې محکوم شوی دی. دی ډارونکی ترهګر ته ورکړل شوې وروستۍ سزا به د تیرو سزاګانو مودی په جریان کې په ورته وخت کې ترسره شي. ددی سزا ټوله موده ۳۶ کاله ده . ۷۰ کلن سعید د هند پروړاندې ترهګرۍ خورولو لپاره د پاکستان د ستراتیژۍ د عملي کولو کلیدي معمار و. هغه سازمان ، لشکرې طیبه د څو کلونو راهیسې په جمو او کشمیر کې ترهګرۍ خورولو کې مهم رول لوبولی دی. باید چی د سعید دا سزا د ایف ای ټی ایف (مالي عملی ټاسک فورس) نظر له لارې ولیدل شي. پاکستان په دې هڅه کې دی چې د ایف ای ټی ایف خړ لیست څخه ځان وباسي خو تر دې دمه ناکامه دی. د ۲۰۲۱م کال په فبرورۍ کې د ایف ای ټی ایف راتلونکي کاري پلان ته په پام سره ، پاکستان په بیړني ډول ګامونه پورته کړي ترڅو د ترهګرۍ د تمویل شبکو پروړاندې د اعتبار وړ اقدام وکړي. په دې پلمه ، پاکستان په تیرو وختونو کې هم د حافظ سعید په مشرۍ ډلو بندیزونه ولګول. البته دا ډول سازمانونه په مختلفو نومونو بیا منځته راغلی او خپل عادي ناوړه فعالیتونه یې بیا پیل کړي

په ورته وخت کې ، د سیند ایالت لوړی محکمی بریتانیا کی زیږیدلی ترهګر احمد عمر سعید شیخ د ژر تر ژره خوشې کیدو امر کړی ، چاته چې په ۲۰۰۲م کال کې د پاکستان د تروریزم ضد محکمې لخوا د ډینیل پرل وژنې په قضیه کې د مرګ سزا ورکړی شوی وه. لوړی محکمې د تعقیب په قضیه کې د توپیرونو او د دوامداره شواهدو د نه شتون له امله د مرګ سزا له منځه وړی . شيخ د امریکایی ، پرل د تښتولو او وژلو په تور ، د مشرف د رژيم پر مهال زندانی کړی شوی وو . دا د سويلي اسيا وال سټريټ ژورنال د بيورو مشر و. د پام وړ خبره ده چی د پرل د وژلو ویډیو په کراچۍ کې د متحده ایالاتو قونسلګرۍ ته استول شوې وه. د عمر شیخ د وروستي حکم له امله حیران شوی ، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یادونه کړې چې دا د ژوری اندیښنی خبره ده پداسې حال کې چې ډاډ ورکول کیږي چې تورن تراوسه خوشې شوی نه دی. دا د متحده ایالاتو د ناخوښۍ له امله ښکاري چې د عمر شیخ خوشې کیدل د اوس لپاره ځنډول شوي

په ۲۰۰۱م کال کې د ترهګرۍ پرضد جګړې له پیل راهیسې د متحده ایالاتو او پاکستان خپلمنځي اړیکو یو څه خنډونه راپورته کړي دي. د پاکستان په مرکزی سیمه ، ایبټ آباد کې د اوساما بن لادین له منځه وړل پدی ډول د یادونې وړخبره ده . په هرصورت ، د دواړو هیوادو ترمینځ مساوات د کلونو په اوږدو کې د خنډونو وروسته هم ژوندي دي کله چې په راتلونکي کی له افغانستان څخه د وتلو پلان په شمول، په دغه هیواد کې د متحده ایالاتو ستراتیژیکی موخې ته د رسیدو لپاره د پاکستان مرکزیت مهم دی. د همدې لپاره ، محدودې لارې ته په کتلو سره ، دا به ولیدل شي چې ایا د متحده ایالاتو اداره وړتیا لري چې د عمر شیخ د خوشې کیدو مخنیوي لپاره جدي ګام واخلي او یا دا چې د نورو پیښو د راپورته کیدو لپاره چوپتیا سره انتظار وکړي

حافظ سعید او شیخ عمر، دواړه د پاکستان له خوا د ملاتړ شوي تروریزم پرضد د هند د څو لسیزو زړو کوششونو سره مخامخ تړاو لري. پداسې حال کې چې سعید د هند په وړاندې د ګڼو بریدونو مرتکیب دی ، عمر شیخ د دریو ترهګرو څخه یو و چې د آی سي -۸۱۴ الوتکې د تختولو او د یرغمل بحران په وجه خوشې شوی و

د خوشې کیدو دمخه عمر د هند په یوه زندان کې و. هغه په ​​۱۹۹۵م کال کې د جمو او کشمیر په ایالت کې د بهرني سیلانیانو په برمته کولو او وژلو کې لاس درلود. عمر شیخ هاغه وخت د الفران ډلې یو کارکن و. د هغه نوم د ۹/۱۱ د تروریستي حادثي په تحقیقاتو کې هم راغلی او داسې انګیرل کیږي چې هغه د نړیوال سوداګرۍ په مرکز د یوه برید کونکي لپاره مالی مرسته تنظیم کړی وه. پر دې سربیره عمر شیخ د خپل د پاکستان له زندان څخه د غولولو زنګ وهلو په تور هم تورن شوی. هغه دا کار په ښکاره ډول د هند او پاکستان تر منځ تاوتریخوالي د زیاتولو لپاره وکړ

د محکمې برعکس پرله پسې دوه قضایی پیښی د ترهګرۍ له ښکارندې سره د معاملې پرمهال د پاکستان دوه اړخیز او ګمراه کونکي چلند یادونه کوي. دا د تروریزم سره د پاکستان د اوږدمهاله همکارۍ لپاره د دولت د پالیسۍ اصلي وسیلې په توګه منعکس کوي. په خپل نږدې ګاونډ کې او هاخوا کې د ترهګرۍ د راپارولو لپاره په خپل بې سارې کوشش کې ، پاکستان د حافظ سعید او عمر شیخ په توګه د تروریستي سازمانونو او دولتي ملاتړ لرونکو اشخاصو ته روزنه ورکړې . د اوس لپاره ، داسې بریښي چې پاکستان د دې ظلم او ملاتړ د پای ته رسولو لپاره چمتو نه دی. نوموړی هیواد دا ملاتړ په بې رحمانه ډول دې ترهګرو او د دوی تاوتریخوالي فعالیتونو ته وړاندې کوي

Comments

Popular posts from this blog

پاکستان ولې خپل ګریوان ته سر نه ټیټوي

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند او لیتوېیا مناسباتو کی نوی پرمختګ