د پاکستان خارجی پورونه او د ترهګرو تمویل

لیکنه : د محمد یامین انصاری 

ژباړه او وینا : د هریندرکمار سواتی 

د پاکستان د اوسني حکومت کړنی او تګلارې اوس د پاکستان خلکو ته زیان رسونکي دي. د پاکستان خلکو د تیر حکومتونو فساد او غلطو پالیسیو څخه په تنګیدو عمران خان ته موقع برابره کړی وه مګر عمران خان خلک مایوسه کړل .د پاکستان خلکو تمه درلوده چې عمران خان به په هیواد کې فساد ، انفلاسیون او بیکاري له منځه یوسي ، خو داسې ونه شول. برعکس ، وضعیت لاپسې خراب شوی ، د پاکستان اقتصاد ویجاړ شوی او دا وخت د کورنیو او بهرنیو پورونو پیټی له امله د دیوالیتوب په درشل ولاړ دی . په حقیقت کې د پاکستان بهرني پورونه لاهم وده کوي او هغه د خپل زاړه پورونو تادیاتو لپاره نور پورونه اخلی ، نور قرض اخلې .ددی څخه دا څرګندیږی چې پاکستان په حقیقت کې د پورونو په جال کې نښتی پاتی شوی

پاکستان تل د بهرني پورونو بار لاندی پاتی شوی ، خو اوسني حکومت د کورني او بهرني پورونو او د قرضونو نوی ریکارډ جوړ کړی. په دې وروستیو کې ، پاکستاني رسنیو رسمي سندونو په حواله ویلي چې د موجوده حکومت سربیره په تیرو دوه کلونو کې ملي پورونه ۱۴ زره ۹۲۲ ملیارده روپۍ ډیر شوي.دا مالي پيټی د جی ډی پی ۹۸،۳ سلنه جوړیږی. د معلی پورونو پيټی په پاو باندی ۲کلونو کی ۶ زره ۴۱۶ میلیارده روپۍ زیات شو ،او ددی سره د بهرني پورونو بوج یوازې په دوه کلونو کې ۶۴۱۴ ملیارده روپیو ډیر شوی ، او د بهرني پور مجموعي فشارونو بوج ۱۷ زره ۳۶۹ ملیارده روپیو ته رسیدلی. ددی څخه دا اندازه شوی چی په تیرو کلونو کی د پاکستان په بهرنی پورونو کی څومره اضافه شوی 

د پاکستان د پورونو د زیاتولی وجوهات ډیر دی . یو لوی دلیل یې دا دی چې پاکستان تل د خلکو خیرخیګڼی ، پرمختګ او د هیواد سوکالۍ لپاره د کار کولو پرځای د تروریزم او افراطیت پر وړاندې توجو کړې . په ورته ډول مالیې سیسټم کې اصلاح او ماليۍ راټولولو کی ډهیل ، د دولت د درنو کورنیو او بهرنیو پورونو ترشا کلیدي عامل دی. برسیره پردی د سعودي عربستان پورونه ادا کولو لپاره پاکستان پدی ورستۍ کی له چین څخه د مالی مرستی غوښتنه کړی. په اصل کی د پاکستان له چلند څخه په خپه کیدو سعودی عربستان ، تیر جولای میاشت کی اعلان وکړ چې دا خپله اقتصادي کڅوړه بیرته غواړی. دا اقتصادی کڅوړه د سعودي عربستان لخوا د ۲۰۱۸م کال په اکتوبر کې خپره شوی وه . د دې لاندې سعودي عربستان پاکستان ته د دریو کلونو لپاره ۶،۲ ملیارده ډالرو پور ورکړی و. خو د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اشتعال وړ څرګندونو څخه په مرور کیدو ، سعودي عربستان هغه پور وتړلو چې په ۲۰۲۱م کال کې پای ته رسېدو. له بلې خوا ، د چین - پاکستان اقتصادي دهلیز (سی پیک) په پاکستان کې جوړیږی. چین د دې ۸۰ سلنی څخه زیات مصرف زغمی . د نړیوال مالی صدوف په وینا ، پاکستان باید تر ۲۰۲۲م پورې چین ته ۶،۷ ملیارده ډالره تادیه کړي. په ښکاره ډول ، دا د پاکستان لپاره ناممکنه ده ، چې له دمخه په فقر او پور کې نښتی پاتی شوی . په دې حالت کې ، دا به په راتلونکي کې د چین د پورونو پيټی لاندی نور هم راشی . نه یوازې غربت او پور ، بلکې بیکاري هم د پاکستان لپاره یوه جدي ستونزه ده. د احصایو له مخې ، د پاکستان ۶۴ سلنه ابادی له ۳۰ کلونو څخه ټیټه ده او د بیکارۍ کچه ۸،۵ سلنه ده

په عین وخت کی دا بیا بیا ثابته شوې چې پاکستان په ټوله نړۍ کې د ترهګرۍ مرکز دی. نه یوازې هند ، بلکې ټوله نړۍ د پاکستان تر ملاتړ لاندې د ترهګرۍ قرباني شوې. اسامه بن لادن ، چې په متحده ایالاتو کی د ناین الیون حملې مسؤل و هم یی په پاکستان کې پناه موندلی وه. په ممبۍ کې تروریستي برید د پاکستاني ترهګرو لخوا شوی و. په پلوامه کې هم د پاکستان تروریستي سازمان جیش محمد لاس درلود. دا خبره په ملي شورا کې وینا پرمهال د عمران خان د کابینې یو همکار لخوا منل شوی . دا ثابتوي چې د عمران خان ادعا چې ترهګرۍ به پای ته ورسوی ، یو فریب او دهوکه وه . حقیقت دا دی چې عمران خان ، لکه د تیرو حکومتونو په څیر ، د ترهګرۍ پروړاندې هیڅ ډول کوټلي ګامونه نه اخلي ، بلکې د ترهګرو ملاتړ کوي. له همدې امله دا په اقتصادي محاذ ناکامه پاتی شوي. که د پاکستان حکومتونو د ترهګرو فعالیتونو لپاره د افراطي ډلو ملاتړ نه وای کړی او د هیواد اقتصاد او پرمختګ او سوکالۍ ته یې توجو کړې وای ، نو شاید دومره ناوړه وضعیت ته به نه و مخامخ شوی. او نه به هم د پور دومره بوج لاندی راغلی وای چی نن یی ټول هیواد د دیوالیتوب په درشل ودرولی . اوس حالت دا دی چې پاکستان ، چې پر چین تر ټولو زیاته تکیه کوي ، له پاکستان سره یی په هغه طریقه مرسته نه ده کړې چې پاکستان یې تمه کوله

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت