لومړی وزیر ته امریکا د لیجین او میرټ یا د وړتیا جایزه ورکړه
لیکنه : د چینتا منی مها پاتره
ژباړه او وینا : د هریندرکمار سواتی
د ډیپلوماسۍ په نړۍ کې د لومړي وزیر مودي محاصر ، اعظیمی او تخلیقي نوښتونو ، هغه ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د لیجین او میریټ یا د وړتیا خاوند په بڼه کی ، یو ویاړ ورپه غاړه کړی شو. لومړی وزیر مودي ته د سعودي عربستان ، متحده عربي اماراتو ، روسیه ، مالدیپ او د فلسطین مقاماتو لخواه هم جایزی ورکړی شوی. دا ټولې جایزې د نړۍ په چارو کې د هندوستان لومړي وزیر هغه رول په اړه د نړیوالې پیژندنې سمبول دی چې د پراخو شخړو ، جګړو ، تروریستي فعالیتونو او یو شمیر نورو ننګونو په مینځ کې یې، د سولې او ټیکاو لپاره کارولی
متحده ایالاتو د هند او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکې ملګرتیا لوړوالی کې د لومړی وزیر مودی رول له امله هغه ته د لیجین او میریټ یا وړتیا خاوند جایزه ورکړه. پداسې حال کې چې د هند او متحده ایالاتو ترمینځ دوه اړخیز ستراتیژیکی ملګرتیا ، د مارچ د ۲۰۰۰م راهیسې د متحده ایالاتو د ولسمشر بل کلنټن لخوا هند ته د سفر ترسره کولو او د هغه او د هند د هاغه ورځو لومړي وزیر اتل بهاري واجپای لخوا د لید بیان لاسلیک کیدو څخه وروسته په لوړه کچه ، وپیژندل شوه . لسیزو راهسی پدی اړیکو کی ډیر خنډونه او ستونزی روانی وی
ډیرو شنونکو د ستراتیجیکی اړیکو پهکله د شک څرګندونه کړی وه کله چې ښاغلي نریندر مودي په ۲۰۱۴م کال کې د بی جی پی لوی انتخابي بریا ته لاره پیدا کړه او د هند لومړی وزیر شو. دا هر څه خورا اغیزناک و
لومړی وزیر مودي ژر تر ژره د ولسمشر بارک اوباما سره مثبته اړیکه جوړه کړه ، واشنګټن ته د سفر کولو بلنه یې ترلاسه کړه او څه موده پس یی د متحده ایالاتو د هغه مهال جادوۍ ولسمشر سره نږدې شخصي اړیکی جوړی کړی. ددی په پایله رابطه د دوه دیموکراتیکو هیوادونو ترمینځ ژوره شوه او پراخه اړیکې منځته راغلی . په ۲۰۱۵م کال کې د جمهوري ورځی لمانځغونډې په جریان کې ولسمشر اوباما هندوستان ته د لوی میلمه په توګه راغی ؛ د لومړي وزیر مودي سره د هغه د سرمشرییزی غونډې په کچه تعامل ترسره شو او د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره یو لړ هوکړه لیکونه لاسلیک کول ، له متحده ایالاتو سره د هند د اړیکو په تاریخ کې روښانه نښې وي. شنونکو او شک لرونکو د متحده ایالاتو سره د هند په اړیکو کې د مشکل وختونو وړاند وینه وکړه کله چې ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۶م کال په نومبر کې د متحده ایالاتو ولسمشریزی ټاکنی وګټلی. د امریکا په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره یو داسې سوداګریز شخصیت چې ډیره لږه سیاسي تجربه یی لرله او پدی پوهه نه وو چې واشنګټن څنګه کار کوي ، سپینې ما ڼۍ ته ورننوتو. هغه یو ځیرک ، پارونکی او یو مشکل شخصیت ګڼل کیدو. هغه د بهرني مشرانو او د نړۍ د چارو په اړه ډاګیزی څرګندونی وکړی. ښاغلي ټرمپ اکثرا د بهرني سیاست ډیرو پریکړو سره د متحده آیالاتو پخوانیو پریکړو په اړه ښکر په ښکر پاتی شو. بیا هم لومړي وزیر مودي د نوي امریکا له ولسمشر سره خپلې اړیکې په مهارت سره اداره کړې. دې کار په هند او نورو ځایونو کې شنونکي حیرانه کړل. ډیرو خلکو د نیکمرغۍ دعاوی وکړی کله چې لومړي وزیر مودي د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د خپلې لومړۍ سرمشریزې غونډې لپاره واشنګټن ته سفر وکړ. د لیدنې پایله د پام وړ مثبته وه. پداسې حال کې چې ولسمشر ټرمپ د جاپان او سویلي کوریا په ګډون د متحده ایالاتو ایتلافی ملګرو سره سختې خبرې وکړی مګر د هند سره د خپل هیواد ستراتیژیکی ملګرتیا یی پرمخ یوړله
په ډیری موقعو ولسمشر ټرمپ د هند سره د سوداګرۍ او پانګوونې مسلو په اړه سختې خبرې وکړي، بیا هم لومړي وزیر مودي د هغه سره په اړیکو کې مثبت دریځ غوره کړ او د ټرمپ ادارې سره یی دفاعي او امنیتې اړیکې دومره ژوری کړی چی یو څو کاله وړاندی یی تصور هم نه کیدو
ولسمشر ټرمپ د هند سخت ګاونډ په پام کې ونیولو چی څه رنګه هند د پاکستان تروریزم او شمالي ګاونډی چین سره چلند کوی او څنګه دا دواړه هیوادونه یو ناروا اتحاد کی یو بل سره تړلی دي
په هیوسټن کی د ولسمشر ټرمپ سره په ګډه د لومړي وزیر مودي جلوس او د احمد آباد جلوس د متحده ایالاتو او هندوستان ترمنځ اړیکو لپاره یوه غټه بریا وه او په نړیوالو چارو کی یو غټ قدرت په توګه د هند رول زیات شو . لومړی وزیر د لیجین اف میریټ په نامه ددی امتیاز لپاره وړ شخصیت دی
Comments
Post a Comment