د پاکستان په ملي ګټو د پوځ منفي اغیزې
لیکنه : د راغب اختر
ژباړه او وینا : د هریندر کمار سواتی
هرڅوک د پاکستان په سیاست کې د پوځی مداخلې په اړه پوهیږي. ممکن د پاکستان خلک دا سم ګڼی یا دوی باور لري چې پوځ عمومی او ملي ګټو ته لومړیتوب ورکوي. دا جلا خبره ده چې هاغه څوک چې د پاکستان وسله وال ځواکونه له نږدې څخه پیژني ، د نظامي مشرتابه له ذهنیت څخه خبر دي او دوی فکر کوي چې دا نور څوک نه دي بلکه د پاکستان وسله وال ځواکونه دي چې د بډایه پاکستانی خلکو په غاړه یی د محرومیت امیل اچولی. د ټولو حقایقو سره سره ، ځینې خلک پدې باوری دي چې د نړۍ د نورو ځواکونو په څیر به د پاکستان په وسله والو ځواکونو کې هم داخلي حساب ورکونه وي.
مګر اوس حقیقت دا دی چې د پاکستان په وسله والو ځواکونو کې داسې هیڅ نشته او حتی که څوک غواړي د دې حقایقو څخه لوړپوړي نظامي مشرتابه ته خبر ورکړي ، دا یو ناخوښونکی او اکثرا جریمي عمل ګڼل کیږي. د آی اس آی د پخواني مشر اسد دراني وروستي څرګندونې او د دې څرګندونو په غبرګون کې د هغه ځورونه ، پدی سلسله کې د یوې کړۍ په توګه لیدل کیدی شي. دا جلا خبره ده چې اسد دراني هاغه درد احساس نکړ کله چې حسین حقاني او د هغه په شان بې شمیره نور کسان د ورته جرم لپاره د سزا په توګه له دندې ګوښه کړیشول
په پاکستان کې د پوځ دیکتاتوري دې مرحلې ته رسیدلې چې پوځ ته هر ډوله ګوته نیونه د پاکستان سپکاوی بلل کیږی. اسد دراني په خپله وینا کې داسې هیڅ څه ونه ویل چې خلکو ته معلومه نه وه. په هرصورت ، د پخواني سرتیري لخوا ورته بیان د پوځ په اړه د خلکو منفي انګیرنه تاییدوي. شاید له همدې امله اسد دراني وویل چې اوس د هغه ژوند په خطر کې دی. پداسې حال کې چې جنرال حمید ګل ، چې د هغه دمخه د آی اس آی مشر و ، په عامه توګه یی دا اعلان کړی وو چې دا هغه وو چی آی جی آی یې په جوړولو په پاکستان کې یی د خپلې خوښې حکومت رامینځته کړ او د خلکو د خوښې ګوند یی له حکومت څخه لرې کړ
داسې بریښي چې په پاکستان کې د وسله والو ځواکونو لخوا د سیاسي لاسوهنې او د عالي ځواک د جوړیدو کومه لوبه چی شروع شوی وه اوس به ورته دون قیمت ادا کول وی . نه یوازې دا چې اوس دا سیاستونه په پوځ کې تر نیوکو لاندې نیول شوي ، بلکې عام او سیاسي ګوندونه هم په پوځ غصه شوی. د پی ډی ایم په غونډو کې ډیر داسی بیانات اوریدل شوي چې له پوځ څخه یې غوښتنه کړې چې خپله لاره سمه کړي او د خلکو سخت غبرګون لپاره چمتو شی . پداسې حال کې چې په سیاسي او حکومتي چارو کې د پاکستان نظامي مداخله د هغې د انتقاد کونکو لخوا په ښکاره ډول په نښه شوې ، د پوځ سره خواخوږي کونکي هم دا مني چې پاکستان یو دوه رګه یعنی نیم پوځی حکومت لري. دا کومه پټه خبره نه ده د عمران خان ګوند په قدرت کی راوستل هم د پوځ کار و. پدې حالت کې ، انتقاد کونکی هم پوښتنه کوي چې له یوې خوا پوځ د ضرب عضب عملیات ترسره کوي او له بلې خوا ولې غواړي چې عمران خان ته واک وسپاري چې د طالبانو سره خواخوږي لري
په حکومت کې د پاکستان د وسله والو ځواکونو یو بل وفادار ، شیخ رشید په دې وروستیو کې د کورنیو چارو وزیر ټاکل شوی دی. شیخ رشید پوځ ته دومره نزدې والی لری چې هغه د راولپنډي هلک په توګه ځان یادول غواړي. شیخ رشید ته د کورنیو چارو وزیر پورټ فولیو په سپارلو سره ، پوځ د پاکستان داخلي او بهرني دواړه چارې په غاړه لری. له بلې خوا ، که موږ د هغه شخصیت او په بیاناتو نظر واچوو نو څرګندیږی چې د هغه خواخوږي د افراطي ډلو سره ده چې غواړي د پاکستان په ګاونډیو هیوادونو کې د ترهګرۍ خونړۍ لوبه وکړيپدې شرایطو کې ، څنګه به امکان وی چې د هاغه سازمانونو او اشخاصو پروړاندې به اقدام وشی چې په ګاونډیو هیوادونو کې په ترهګریزو پیښو کې دخیل دي؟ شیخ رشید نه یوازې له دې سازمانونو سره خواخوږي لري بلکې داسې بریښي چې له هند سره اټومي جګړه هم غواړي. پدې برخه کې د هغه ډیری څرګندونې په رسنیو کې لیدلی او اوریدلی شۍ . له بلې خوا ، د پاکستان اقتصادي پرمختګ د ترهګرو پروړاندې د فعالیت په شرط راغلی. ددی څخه اوږدې مودې لپاره د ایف ای ټی ایف په څیر سازمانونه دا غوښتنه کوې. په داسې حالاتو کې ، د پاکستان خلک هم باید په پام کې ونیسي چې ایا د شیخ رشید په څیر خلک د پاکستان پراخ ملي ګټو لپاره سرمایه ده یا بوج دی
Comments
Post a Comment