د پاکستان د ترهګرۍ پالیسي: قرباني یی څوک دی؟
لیکنه : د راغب اختر
ژباړه او وینا : د هریندرکمار سواتی
پاکستان به د هاغو هیوادونو په لیست کې لومړی وي چې له ګاونډیو هیوادونو سره یې اړیکې ترینګلي کړي او دوی ته یې خپل ترهګر لیږلی. پاکستان په خپلو ګاونډیو هیوادونو کې د نفوذ او ترهګریزو کړنو اوږد تاریخ لري. ایران ، افغانستان ، چین یا هندوستان وي ، د پاکستان هیڅ ګاونډی هیواد له دې هیواد ناوړه کړنو څخه خوندي نه دی. څوک دی چی په افغانستان کې د پاکستان له مداخلې خبر نه دی. پاکستان او د هغه استخباراتي اداره، آی ایس آی د افغانستان د نن ورځې ډیرو ستونزو لپاره مسؤله ده
په ایران کې ترهګریز سازمانونه هم د پاکستان ملاتړ لري. چین ، چې پاکستان یی خپل اوږد مهاله ملګري په توګه بولی ، پر پاکستان ټینګار کوي چې په دغه هیواد کې د افراطیانو ملاتړ ودروي. بنګله دیش ، چې یو وخت د پاکستان برخه وه او اوس یو خپلواک هیواد دی ، له څه مودې راهیسې د پاکستان له کړاوونو سره مخ وو. تر څو چی د هند سوال دی ، د ترهګرۍ هرډول پیښې چی په هند کې پیښیږي ، پاکستان په مستقیم یا غیر مستقیم ډول په دوی کې دخیل وي. د پاکستان د یرغل ترټولو مستقیم او سخته اغیزه د جمو او کشمیر په خلکو باندې ده ، چیرې چې پاکستان خپلو ناوړه ارادو ته دوام ورکوي
دغه ډوله د یوی قضیې اوریدلو پرمهال ، د جمو او کشمیر لوړی محکمې وویل چې ایی ایس ایی په جمو او کشمیر کې د ترهګرو ناوړه کړنې ترسره کوي او ددوی بادران په دوبۍ او په ابوظهبي کې ناست دی. دوی پدغه ناوړه لوبه لاس پوری کړی. محکمې د وروستیو تروریستي پیښو په تړاو دا خبره وکړه چی پخلی یی د دغه سیمی د وضعیت او د دی په وړاندې موجود شواهدو څخه کیږي
د یادونې وړ ده چې پاکستان دا ډول کړنې په هندوستان او نورو هیوادونو کې ترسره کوي . کله چې د ایف ای ټی ایف په څیر د موسسو سترګې په پاکستان لګیدلی او د پاکستان نوم لا دمخه په خړ لیست کې دی. د دې ادارو د غولولو لپاره ، پاکستان وخت په وخت دا ډول فعالیتونه ترسره کوي چې دا موسسه دا احساس وکړی چې د پاکستان دا هڅې ممکن جدي وي خو داسی نه وی او ژر پاکستان مستقیم یا غیر مستقیم عملیات په هند یا افغانستان کې پیل کړی
پدې برخه کې ، هرکله چې هند د پاکستان څخه غوښتنه کوي چې د دې کړنو مخه ونیسي ، پاکستان تل هڅه کوي چې دا ادعاګانې بې اساسه وبولی. د لوړ مورال په ښودلو ، هندوستان هم ایی ایس ایی ته بلنه ورکړه چی دغه هیواد ته څیړنی په غرض سفر وکړي ، خو ټولې هڅې بې پایلې ثابتی شوی. دا د حیرانتیا خبره ده چې هاغه شواهد چې پاکستان یی له هندوستان څخه غوښتنه کوي د هغه له خپل پارلمان څخه هغه وخت رامینځته شول کله چې د هیواد وزیر فواد چوهدري د پاکستان د عملیاتو په توګه د هند په پلواما کې د پاکستان ناوړه عملیات وستایل
هندوستان تل ویلي چې په پلوامه کې په پوځ شوی تروریستي برید د پاکستان لخوا ترسره شوی وو خو پاکستان هیڅکله دا نه منله. حد خو هاغه وخت وشو چی د فواد چوهدري له دې بیان وروسته هم د پاکستان چلند هم دغسی پاتی دی
په حقیقت کې ، پاکستان د نړیوالې ټولنې په نظرکی هند بدنامولو لپاره د کشمیر په ترهګرۍ کې دخیل دی. کله چې د هند لخوا د دې کړنو د بندولو یا د ترهګرو توقیف لپاره کوم اقدام ترسره کیږي ، دا د پاکستان لخوا د بشري حقونو سرغړونه بلل کیږي
یو وخت و چې د پاکستان دا بیان یو څه منل شوی و خو اوس وضعیت په بشپړ ډول بدل شوی دی. نړیواله ټولنه پوهیږي چې په کشمیر کې وضعیت د پاکستان له امله خرابیږي او بیا پخپله پاکستان نړۍ ته د هند ظلمونو غلط داستان بیانوی. حتی اسلامي هیوادونو د پاکستان دغه څرګندونې ردی کړې او پاکستان په ډیپلوماتیکه کچه جلا او تنها پاتی شوی
دا مهال پاکستان په ډیرو چارو کې د چین ملاتړ لري ، خو هغه ورځ لرې نده کله چې چین به د هندوستان په څیر په کلکه وغواړي چې پاکستان دی باید په چین کې د افراطیت مخه ونیسي. د دې خبری په پام کې نیولو سره هم ، دا مهمه ده چې ولې یو هیواد چې د سیمې پهکله ژوندۍ دعوی لري ، په نړیوال ډول جلا او تنها پاتی شوی
Comments
Post a Comment