هند او خلیج هیوادونو ترمنځ دفاعی مرسته

لیکنه: د اکرم خورشید

ژباړه او وینا : د هریندرکمار سواتی

د هند د پوځ مشر جنرال منوج مکرند نرونی دا مهال د متحده عربي اماراتو په پلازمینه ابوظبي کې دی. جنرال نرونی به ۲ ورځی په ابوظبي کې پاتې شي او له هغې وروسته به د سعودي عربستان پایتخت ریاض ته سفر کوي. د لیدنې په جریان کې ، جنرال نیرونی به د خپلو همکارانو او د دواړو هیوادونو نورو لوړ پوړو پوځي چارواکو سره وګوري او د دفاعي اړیکو په زیاتوالي به غور وکړي. متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته د جنرال نرونی سفر تاریخي دی ځکه چې دا لومړی ځل دی چې د هند د پوځ مشر له دغه هیوادونو څخه لیدنه کوي

د هند د پوځ مشر لخوا دا لومړۍ لیدنه د دواړو هیوادونو سره د دفاعي همکاریو د نوي پړاو پیل په نښه کوي. په داسې حالاتو کې ، نږدې همکارۍ ته لاره به اسانه وي. د دفاعي همکارۍ دا نوی دور په حقیقت کې د برصغیر او خلیج هیوادونو ترمینځ نوي سیاسي او تجارتي واقعیتونه روښانه کوي. د نړۍ سیاست په چټکۍ سره بدلیږي. اوس وګورئ سعودي عربستان ، چې اقتصاد یې لاهم په تیلو پورې تړلی دی ، د نورو ساحو پلټنه هم کوي

پدې برخه کې ، هند د خلیج هیوادونو لپاره د نوي دفاعي ټیکنالوژۍ ، تخنیکي مهارت او ټیکنالوژیکی مرکزونه رامینځته کولو کې مهم رول لوبولی شي. تر څوچې د متحده عربي اماراتو او د سعودي عربستان تړاو دی ، دوی اوس غواړي د متحده ایالاتو لخوا چمتو شوي د امنیت چتر څخه بهر راووزی او خپل امنیتی سیستم رامینځته کړي. ثبوت دا دی چې په دې وروستیو ورځو کې ، کله چې امریکا په متحده عربی اماراتو د نظامي استعمال لپاره د ډرون الوتکو چمتو کولو بندیز ولګاوه ، نو له چین څخه یې مطلوب ډرون الوتکې وپیرلې. هند د دې نوي وضعیت څخه د ګټې اخیستنې لپاره خورا ښه حالت کې دی

د جنرال نیرونی د لیدنې راپورونه خای چې ابوظهبي او ریاض دواړه له هند څخه برهموس توغندی اخستلو کی علاقه لري. سربیره پردې ، یو شمیر نورې وسلې شتون لري چې هند یې په بریالیتوب سره نورو هیوادونو ته صادروي ​​او ممکن خلیج هیوادونو کې یې غوښتنه ډیره وي. نه یوازې دا چې ، په دفاعي برخه کې ، د خلیج هیوادونو او هندوستان د صنعتونو تر مینځ شراکت او تجارت په ورته ډول رامینځته کیدی شي، د انرژۍ سکتور هم مهم دی

په خلیج نړۍ کې نن ورځ هند ، نه یوازې د ارزانه کارګرو یا د تیلو پلور بازار ګڼل کیږي ، بلکه د خلیج هیوادونو او هندوستان ترمینځ د مخ په ډیریدونکي همکارۍ له امله په آسیا کې د یو لوی اقتصادي ځواک او په نړیوالو چارو کې د یو لوی ځواک په توګه راپورته شوی. په عین وخت کې ، دغه هیوادونو سره د پاکستان په اړیکو کې یو څه تاوتریخوالی شتون لري. لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ ، پاکستان یو له هغه ۱۳ هیوادونو څخه دی له کوم څخه چې متحده عربي اماراتو په تیره میاشت کې نوي کسان په راتلو بندیز لګولی وو. تر دې دمخه اماراتو د خپل امنیتی سیستم په ګټه پاکستاني اتباعو ته د کار ویزی په ورکولو د پام وړ کمی راوستی وو او په داسې حال کې چې هندي اتباعو ترې ګټه پورته کړې وه

له دې دمخه ، پاکستان د ډیپلوماتیکې کچې له ماتې سره مخ و کله چې د او ای سي د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په جریان کې د کشمیر په اړه د پاکستان وړاندیز رد شو

تر څو چې د سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو سوال دی ، په وروستیو ورځو کې د دوی په اړیکو کې درز رامنځته شوی. تر دې دمه ، پاکستان د امنیت اړتیاو لپاره بشري سرچینی په برابرولو کې د سعودي عربستان ترټولو معتبر ملګری وو. دا وړاندیز هم شوی چې که سعودي عربستان اټومي تجهیزاتو ته بیړنۍ اړتیا ولري ، نو پاکستان به مرسته وکړي

خو د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان وروستۍ پریکړې چې په یمن کې د سعودي پوځي عملیاتو لپاره سرتیري یی وړاندې نکړو او بیا یې د ترکیې ، مالیزیا او قطر سره د یو ځای کیدو لپاره د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ اړیکې زیانمنې کړي . دا یو له هغو څخه ثبوت دی چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر باجوه او د آی ایس آی عمومي رییس لیفټنینټ جنرال فیض حمید د خرابیدونکي وضعیت سره د معاملې لپاره ریاض ته لاړل خو ونه توانیدل چې د سعودي عربستان وارث محمد بن سلمان سره یی لیدنه شوی وای

دا څرګنده خبره ده چې محمد بن سلمان هڅه کوي په سعودي اقتصاد او ټولنه دواړو کې آزادی راولي او ددی څخه په ګته اوچتولو هند کولی شی چې په اسلامي نړۍ کې ځان لپاره ښه ځای غوره کړی. د خلیج هیوادونو سره د هند سوداګریزې او کلتوري اړیکې له ډیرې مودې راهیسې نږدې او دوستانه وې. دفاعي همکارۍ ، د دې قوي اړیکو نوي او قوي اړخ په توګه راڅرګند شوي

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت