هند د سترګو د سرطان په درملنه کی نوي بریا ترلاسه کړی

لیکنه : د پدم سنګ

ژباړه او وینا: د هریندر کمار سواتی

هند د سترګو د سرطان په درملنې کې خاصه وړتیا لري چې دا د هند اولس ته لوی ویاړ دی. او همدا راز تخنیک هم ارزانه دی. په ممبئي کې د بهابها اټومي څیړنیز مرکز بارک ، ممبۍ د سترګو د سرطان لومړی داخلي روتهنیم ۱۰۶ پلیک په بڼه د سترګو د سرطان نوې درملنه رامنځته کړي

د سترګو تومورونه ، چې د اوکولیر تومور په نامه هم پیژندل کیږي ، د سترګو له ناروغیو سره تړلي تومورونه دي. تومور د حجراتو هغه مجموعه ده چې په غیر معمولي ډول وده کوي ، او دا د سترګو د سرطان د حجرو مجموعه یا غیر سرطاني حجرو مجموعه کیدای شي. د سترګو د تومور ترټولو عام ډول میټاسټیک دی - دا دوهم تومور دی چې د سرطان له امله رامینځته کیږي چې د بدن له یوې برخې څخه بلې ته خپریږي ، ډیری وختونه د سږو ، سینې ، کولمو او پروسټټ څخه راځي

که څه هم دا کومه عامه ناروغي نده . اکولر میلانوما ترټولو عام لومړني تومور دی ، چې د بالغانو په سترګو کې رامینځته کیږي. دا ځینې وختونه د "یوویل" میلانومې یا "کوریډیل" میلانوما په نوم هم یادیږي. دا په سترګو کې د رنګ شوي حجرو څخه جوړ او د سترګو په دریو برخو کې واقع کیږي: ایریس ، سلیري باډي ، اوکورایډ. د سترګو دغه درې برخې په ګډه توګه "یویا" جوړوي

د شمال ختیځ زون د پراختیا مملکتي مرکزي وزیر او د ولسي شکایتونو ، پنشن یا تقاعد ، اتومي انرژی او د فضائې چارو وزیر ډاکټر جوګبندر سینګهـ په ممبئي کې د بهابها اتومې څیړنو مرکز وستایلو ، چې د اکوما تومورونو یا د سترګو د سرطان د درملتې لپاره ئې لومړی داخلي روتهنیم ۱۰۶ پلیک په نامه درملنه رامنځته کړه

د سترګو یو جراح ډاکټر اوس ډیر په اسانه کولی شي چې د دې ناروغي درملنه وکړي او دا ډول درملنه په ڼړیواله معیار د نړی د منلو وړ ګرځیدلې ده

د یادونې وړ ده چې د تیر کال په اکتوبر کې ، د اټومي انرژۍ ریاست مشر او سکرتر ډاکټر کې این ویاس د مملکتي وزیر چی د اټومي انرژۍ مشرهم دی ، ډاکټر جیتندر سینګ نومیږي سره مفصل بحث درلود چې څنګه د اټومي انرژۍ څانګې لخوا د سترګو داغونه د له منځه وړلو کار اسان کړای شي. د دې په تعقیب ، د ډاکټر جتیندر سینګ په مشوره ، د اټومي انرژۍ ریاست د هندوستان د طبي علومو انستیتیوت ( آل انسټیټیوټ آف اینډیا میدیکل ساینس ) یا ایمس ، نوي ډیلي ، د ډاکټر راجندر پرساد مرکز سره په همکارۍ شروع کړه. وروسته ، د نوي ډيلئ ایمس ، موافقه وکړه ، چې د سترګو د سرطان د درملنې لپاره د بهابها اټومي څیړنې مرکز لخو ترح شوی نوي تکنالوژی چې په طبي ژبه پليک ورته ویل کیږي وکاروي . او ۲۰۲۰ کال د سپتمبر په میاشت کې په لومړي ځل په یوه داسې ناروغ د تداوی په موخه دا تخنيک وکارول شو چې ، کوروډل هیمنګ ګیوما په نوم یادیږی او د دې پایلې د اطمنان وړ وې

په نوي ډیلې کې د ایمس روغتون د ډاکټر راجندر پرساد ، د سترګو د ساینسونو مرکز مشر ډاکټر اتول کمار ویلي دي چې تر دې دمه د اتومې انرژي په څانګه کې بارک پلیکونه د سترګو د سرطان ۷ مریضانو لپاره کارول شوي په کومو کې چې ۲ ناروغان ریټونو بلاسټوما ، ۲ کوروډیل میلانوما ، ۲ اکیولر سرفیس سویکیمس نیو پلاسیا او یو هم په کوریېډل هیمن ګیوما اخته وو

دا پلیګ د یوه سرجن ډاکټر لخوا په ډیره اسانه کارول کیږي او د هغه په وینا لومړي پاېيلئ يئ خورا اطمنان بښونونکې دي

ډاکټر جیتندر سینګ د دې لوئې بریا په هکله د وینا په مهال وویل چې په تیرو پنځو کلونو او یا له هغه ډیر وخت کې ، د اټومي انرژۍ څانګې هڅه کړې ترڅو د عامو ګټو لپاره خپل فعالیتونه او عملیات نور هم پراخه کړي

هغه وویل ، د سترګو د سرطان ناروغانو لپاره د داخلي پلیک بریچي ترافي وده کول د طب په ډګرکې هم لوی نوښت دی. نوموړي زیاته کړه چې د درملنې دا طریقه د ناروغانو لپاره یو ساده او ارزانه انتخاب چمتو کړی

په ورته وخت کې ، ډاکټر جیتندر سینګ خبر ورکړ چې د آسام په ګوهاټي کې د بوروه کینسر روغتون ، د ممبۍ ټاټا د سرطان میموریل روغتون سره په ګډه کار وکړ ، چې اوس د اټومي انرژۍ د ریاست تر نظارت لاندې فعالیت کوي. هغه وویل ، د شمال ختیځ سیمې لومړی ځل د ډي ، ایم او د ایم ، سې ایچ سوپر تخصصي کورسونه په آنکولوژي او سرطان په برخه کې هم پدې انسټیټیوټ کې پیل شوي دي

د اټومي انرژي ډیپارټمنټ په نورو برخو کې هم مرسته کوي لکه ، د بهابها اټومي څیړنو مرکز یا بارک ، د امنیت کارمندانو لپاره د بولیټ پروف یا مرمۍ ضد جاکټونه جوړول او د کرنې په سکتور کې ، د سبزیجاتو او نورو خوراکي محصولاتود ژوند غزولو یا زر نه خرابیدو د مخنیوی لپاره د وړانګو تخنیکونه کاروی

Comments