په نیپال کې سیاسی لاریون
لیکنه : د رتن سالدی
ژباړه او وینا : د هریندر کمار سواتی
د نیپال لومړي وزیر کی پی شرما اولی لخواه خپله پنځه کلنه کاري دوره له بشپړیدو دوه کاله دمخه ، پارلمان د ړڼګولو حیرانونکي اقدام ، همالیایی هیواد سیاسي بې ثباتۍ ته اړ کړو. د نیپال واکمن کمونست ګوند دننه د ګوند اجرایوي رییس او پخواني لومړي وزیر پشپا کمل دهل په مشرۍ مروری ډلې د لومړي وزیر د استعفا غوښتنه کوله چې وجه یی غیردیموکراتیک فعالیت ، ناسمه حکومتولی، او د کوویډ - ۱۹ وضعیت په اغیزمنه توګه معامله کولو کی پاتی راتلل وو او ددی سره سره په فساد کی هم ککړ وو. د خپلې کابینې بېړنۍ ناستې وروسته ، ښاغلي اولي ولسمشر بیدیا دیوي بهنډاري ته پرتیندهی سبها د استازو جرګه د ړنګولو وړاندیز وکړ او د ۲۰۲۱م کال اپریل په ۳۰مه او د مۍ په ۱۰مه یی نوی ټاکنی د کولو غوښتنه وکړه ، چې ولسمشری یې په سمدستي توګه منظوره ورکړه. د کابینې د پریکړې پر ضد لاریون په کولو د دهل او مادهو نیپال ډلو پورې اړوند ۷ وزیرانو استعفا ورکړه. او د هیواد په ستره محکمه کې د پارلمان د ړنګولو پرضد ۳ عریضې وړاندې کړی شوې
د ښاغلي اولی ناڅاپي اقدام د دې ویری په مینځ کې راغی چې د ښاغلي دهل په مشرۍ د واکمن ګوند شاوخوا ۹۰ غړو په ولسي جرګه کې د هغه په وړاندې د نا باورۍ تحریک لپاره پلان جوړولو. هغوی د نوي لومړي وزیر په توګه د دهل سپارخت کړی وو. د نیپال کمونست ګوند د ۲۷۵ غړو په جرګه کی ۳ کی ۲ برخی اکثریت لرلو مګر اولی د پرله پسې تورونو له امله ساه ډوبی احساس کوله . راپورونه ښیې چې هغه د اپوزیسیون ګوندونو په فورمونو کی ، د ۹ غړو دارلنشا ، د ۴۴ غړو دایمی کمیټۍ او د ۴۴۵ غړو مرکزي کمیټۍ کې اقلیت کی راغلی وو. هغه د دایمي کمیټۍ غونډې څخه ځان غیرحاضر کړ چې پارلمان د ړنګولو پریکړه یې کړې وه او د هغه پرضد کاروایی کیدله. وروسته په ټلویزیوني وینا کی اولي د خپلې کړنې دفاع وکړه او ویې ویل چې اکثریت لرونکی حکومت یو لومړي وزیر په توګه ، هغه ته د کار کولو اجازه نه وه ورکړل شوې او له همدې امله د نوي رایو په لټه کې شو ځکه چې هم دا غوره دیموکراتیک انتخاب وو. حتی چی هغه د دایمي کمیټۍ ناسته غیر قانوني اعلان کړه
د نیپال واکمن کمونست ګوند ، این سي پي د ۲۰۱۸م کال مۍ میاشت کی د اولي په مشرۍ د نیپال پخوانۍ کمونیست ګوند (متحد مارکسیست لیننیست ،) او د دهل په مشرۍ د ماؤوسټ ګوند له ادغام سره رامنځته شوی وو . دواړه ډلې لاهم په عمومی ډګر یا د کلیو پراختیا کمیټې په کچه بشپړ همغږي نه لري. دوی په ګډه د ۲۰۱۷م فدرالي او ولایتي ټاکنو کی برخه واخستله او په پارلماني او همدارنګه له ۷ ولایتی ټاکنو څخه په ۶و کې بریالي شول
هغه سوله او ثبات چې ژمنه یی کمیونسټانو په ۲۰۱۵م کال کې د نوي اساسي قانون تر اعلان وروسته د ۲۰۱۷م کال عمومي ټاکنو په وخت د نیپال خلکو ته کړې وه، لنډ مهاله وه. په پارلمان کې نیږدې په ۳ کی ۲ برخو اکثریت لرلو وروسته هم اولي حکومت ګوند دننه له شخړو او ستونزو څخه په دوامداره ډول مخامخ و . لږ تر لږه په دوه پخوانیو وختونوهم ، د ۲۰۲۰م کال په اپریل- مۍ کې او بیا په اګست – سپتمبر کې، ګوند د جلا کیدو په درشل کې و. مګر د بهرني واکونو ښکاره مداخلې ، د اولي حکومت وضعیت خوندي کړ. اولي او پراچندا ، دواړه د اکتوبر په ۲۲مه د کټهمنډو په ښآر کې د دوی د پلویانو جلا غونډې وکړی چې په اېن سي پي کې یو مجازي تقسیم و
ټولې سترګې اوس د هیواد په ستره محکمه باندې لږیدلی چې څنګه دا د به هاغو پیټیشنونو ځواب څنګه ورکوي چې د پارلمان د ړنګولو پریکړې قانونیت او اعتبار ننګوي. په نیپال کې د اساسي قانون ماهرین دغه اقدام غیر قانوني بولي او وايي چې په اساسي قانون کې د اکثریت ګوند لپاره داسې هیڅ ماده نشته چې د جرګې د ړنګولو وړاندیز وکړي چې د پنځو کالو ټاکل شوی موده لری. د۱۹۹۴م کال په جون میاشت کې د من موهن ادهیکاری په مشرۍ د لږکیو سي پي اېن( یو ایم ایل ) حکومت پارلمان ړنګولی وو . دا هغه وخت وننګول شو او د سترې محکمې لخوا پارلمان بیرته جوړ کړی شو
هند په نیپال کې وضعیت څاري . نوی ډیلۍ تل د ځمکني او سیاسي دوستانه ګاونډ لپاره د سولی ، ثبات او د اقتصادي ودی غوښتنه کړی . هند هیله من دی چې ددغه همالیایی هیواد او هم د سویلي آسیا په نور هیوادونو کې ډیموکراسي وده وکړي
Comments
Post a Comment