د طالبانو وژل شوی مشر په پاکستان کې د ژوند بیمه اخیستې وه



لیکنه : د جاوید اختر

ژباړه او وینا : د هریندر کمار سواتی

پاکستان شاید په نړۍ کې یوازینی هیواد دي چې هیڅ روغ رکارډ نلری . پدی هیواد کی داسې نادره پیښې ګورو چې باور کول پری خورا ګرانه ده. پدې وروستیو کې ، دا په ډاګه شوه چې د طالبانو ترهګریز مشر په پاکستان کې د ژوند بیمه اخیستې وه

هغه کوم عام ترهګر نه و ، مګر د طالبانو مشر ملا اختر منصور وو چې په ۲۰۱۶م کال کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی و. د ملا اختر منصور دریځ له دې حقیقت څخه معلومیږي چې هغه د طالبانو روحاني مشر ملا محمد عمر له مرګ وروسته د تروریستي سازمان مشر ټاکل شوی و

د ملا منصور د ژوند بیمې پالیسي هغه مهال په ډاګه شوه کله چې په کراچۍ کې د تروریزم پرضد یوې محکمې د منصور او د هغه د تښتیدلو ملګرو په وړاندې د تروریزم د تمویل د قضیۍ اوریدنه کوله. هغه نه یوازې د خپل ژوند بیمه کړی وه بلکه هغه د بیمې شرکت ته ۳۰۰ پاکستانۍ کلدارې هم ورکړې وې.هغه دغه بیمه د یوه پاکستانی وګړی په توګه اخیستې وه او ددی لپاره په ۲۰۰۵م کال کې هغه ته د پاکستان ملي شناختی کارت ورکړل شوی و. ملا منصور په پاکستان کې د ځمکې او کورونو په ګډون ، څو غیر منقول ملکیتونه هم اخیستي وو

په ښکاره ډول ، دی د پاکستان د ادارې او په ځانګړي توګه د پاکستان د پوځي تاسیساتو له ملاتړ او مرستې پرته امکان نه درلود ، او دا ښیې چې څنګه پاکستان نه یوازې په هند بلکې په خپل ګاونډي افغانستان کې هم په ویجاړونکي لوبې کې برخه اخیستې ده . په حقیقت کې هغه په ​​جګړه ځپلي هیواد، افغانستان کې د سولې په اړه ریښتینی نه دی ، ځکه چې که چیری اسلام آباد د افغان طالبانو ملاتړ نه وای کړی نو ډیر زر به په افغانستان کې د تروریزم ستونزه حل شوې وای

حتی متحده ایالات ، چې په افغانستان کې یې د طالبانو کنټرول لپاره پاکستان ته خپل بانکونه خلاص کړي وو ، په بشپړ ډول خبر دی چې څنګه پاکستان د تروریزم سره د مبارزې په نوم دا ګمراه کوي. یو راپور چې د متحده آیالاتو په کانګرس کې څو میاشتې مخکی وړاندې شوی و ، کی ویل شوی چی پاکستان د لسیزو راهیسې په افغانستان کې فعال مګر منفي رول لوبوی

د متحده ایالاتو د کانګرس تحقیقاتي خدماتو یو راپور ویلي چې د پاکستان امنیتي ادارو ، د افغانستان یاغي ډلو او په ځانګړي توګه حقاني شبکه ، چې د امریکا لخوا ټاکل شوې بهرني تروریستي سازمان دی ، سره اړیکې ساتلي. او طالبان په رسمي ډول یوه نیمه خپلواکي ډله شوه

سی ار ایس په حقیقت کې د مهمو موضوعاتو په اړه د متحده ایالاتو د پارلمان غړو لپاره راپورونه چمتو کوي ترڅو د دوی لپاره سم پریکړې کول اسانه کړي. د سي آر ایس راپور په وینا ، پاکستان د یو قوي او متحد افغانستان په پرتله بې ثباته او ضعیف افغانستان ته اولیت ورکړی

د یادونې وړ ده چې دلته د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر بارک اوباما په خپل ژوند لیک کې د تروریستي سازمانونو سره د پاکستان اړیکو په اړه لیکلي او د هند او نړیوالې ټولنې دغه تورونه یې تایید کړی چې پاکستان د ترهګرو لپاره خوندي ځای او د روزنی مرکز دی او ډیر ترهګریز سازمانونه د پاکستان د پوځ او حکومت ملاتړ لري

په افغانستان کې وضعیت ځکه خراب شو چې متحده ایالاتو پاکستان ، د ترهګرۍ د ختمولو لپاره ، ځان سره متحد کړ. له یوې خوا ، پاکستاني مشرانو متحده ایالاتو سره همغږی وکړه او له بلې خوا د طالبانو ملاتړ ته یی دوام ورکړ. شاید ددی یوه وجه دا ده چې دوی پاکستان لخواه رامنځته شوی 

ممکن دا هیر نکړل شي چې پروسږکال په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو لوړ پوړي چارواکي دا حقیقت څرګند کړی وو چې د پاکستان آی ایس آی د طالبانو په ټولو پریکړو کې دخیل وی

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي ژر تر ژره امریکايي سرتیري له افغانستانه وباسي. مګر دا یقیني ده چې که د متحده ایالاتو سرتیري له جګړې ځپلي هیواد څخه ووځي نو هاغه لږ څه چې د ترهګرۍ پروړاندې لاسته راغلي دي ، له لاسه به لاړ شی. شاید همدا لامل دی چې د متحده ایالاتو مشران له افغانستان څخه د ځواکونو په ایستلو سره موافق ندي ، پداسې حال کې چې د متحده ایالاتو نورو متحدینو هم په ښکاره ډول پدی هکله خپلې اندیښنې څرګندې کړې 

اوس څرګنده شوه چې پاکستان تل په افغانستان کې منفي رول لوبولی دی. هغه د تروریزم پر ضد د اقداماتو په نوم یوه خطرناکه لوبه کوله او اوس چې د طالبانو او افغان حکومت ترمینځ د سولې معاملې ګړندۍ شوي ، پاکستان هم خپل منفي فعالیتونه ګړندي کړي دي. پاکستان هیڅکله نه غواړي چې د دوو لسیزو جګړی وروسته ، د افغانستان خلک د هوساینې ساه واخلي او ترڅو چې طالبان د پاکستان ملاتړ لري ، په افغانستان کې دوامداره او تلپاتې سوله ناممکنه ده

Comments

Popular posts from this blog

پاکستان ولې خپل ګریوان ته سر نه ټیټوي

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند او لیتوېیا مناسباتو کی نوی پرمختګ