هند د ۵ ټریلیون ډالرو اقتصاد لپاره ځان چمتو کړی دی

لیکنه: د ډاکټر لیکها ایس چکرابورتي 

ژباړه: د پښتو څانګی 

د ۲۰۱۹ کال په بودیجه کې د هند د مالیۍ وزیرې میرمن نیرملا سیتارامن تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې د ۵ ټریلیونه ډالرو اقتصاد باندې تمرکز کړی. نوموړې (د لسیزې لپاره د نظریې) په نوم د پالیسیو یوه لړۍ اعلان کړه، چې تمرکز یې د پانګونې او اقتصاد پر ودې باندې دی. 

په دغې پالیسۍ کې فزیکي او ټولنیزو آډانو پیاوړتیا هم شامله ده، د ډیجیټلي آډانو له لارې د مالي بوختیاوو پیاوړتیا ، تغذیه او د ښځو او ماشومانو لپاره ښه روغتیا ، د اوبو اداره او په سمندری اقتصاد باندې تمرکز، د میک این انډیا پیاوړي کول، آیوشمان بهارت ته پراختیا ورکول او په کمه حکومتولۍ سره ډیر تر ډیره حکومتي چوپړتیاوو باندې ټینګار هم پدی کی شامل دی. لومړي وزیر نریندر مودي ویلي چې هر هندی به په دې پروسه کې یو سټیک هولډر یا ونډه اخیستونکی وي. 

که څه هم تر ۲۰۲۴ کال پورې ساختماني اصلاحات د ۵ ټریلیونه ډالرو اقتصاد پوری رسول هېواد لپاره په څرګنده توګه په دغه پالیسۍ کې ځای پر ځای شوي ، خو یوه قوي ویره داسې هم شتون لري چې د منځنیو عوایدو لرونکو په برخه کې به په لوړه کچه خطر شتون ولري چې د لومړي وزیر د اقتصادي صلاح کاری شورا غړي راتین رای یې یادونه هم کړې.د مودي د دوهمې دورې حکومت تمرکز تر ډیره د ودې په موخه د پانګو راجلبول دي. هند باید د مالي ثبات په برخه کې تل باخبر و اوسي. 

مالیه د اقتصادی ودی لپاره یوه قوی تګلاره ده. د مالیۍ په برخه کې د شرکتونو د مالیو عقلاني کول اړین دي. د ټول هغو شرکتونو لپاره د مالیې کچه ۲۵ سلنی ته راټيټه کړی شوې ده چې عواید یې د ۴۰۰ کروړه روپیو باندې څرښيږي. د دوسیو د بیا ورکړې په برخه کې اقداماتو ته اړتیا ده او په هغو اقداماتو باندې ډير ټینګار شوی دی چې د جي ایس ټي د عوایدو پورې تړاو لري. 

هند همدا راز د هغو پالیسیو جوړولو ته اړتیا لري چې د کرنیزو بحرانونو سره مبارزه پرې وکړی شي. نن د کرنیزې برخې ډير محصولات د باران قرباني کیږي چې دغه زیانونه ممکن د خورا ډير تاوان سبب شي. او دا ځکه چې د محصولاتو شکست کولی شي چې بزګران له دایمي پورونو سره مخ کړي. په کرنیزو برخو کې د ناخالصه پانګې د ډیرولو لپاره چټکه اړتیا لیدل کیږي. په ټولیزه توګه به د ګټې ویش د اقتصادي ودې لپاره خورا د پام وړ وي. د مالیې وزیرې همدا راز وویل چې د تیرو ۱۵ کلونو د جنسي بودیجې د ارزونی لپاره به د متخصصینو یوه کمیټه جوړه کړی شي. د دغې پالیسۍ اعلان همدا راز د مودي دوهم دور حکومت شعار،، هیڅ څوک شاته پاتی نشی ،، ته هم قوت وربخښلی، چې د انساني جنس د حساسیت پر پراختیا یې ټینګار کړی. 

د واټنونو وروستۍ نخلونه، د غریبو کورنیو په ترڅ کی دولتي پروګرامونه پراخ ګرځولو لپاره اړین دي. د اوجولا پروګرام د انرژۍ آ‌ډانې په برخو کې د جنسی پانګونې څخه استاذولي کوي چې موخه یې د غیر عوایدو د ( برق د ویش شرکتونو) د مالی او عملیاتي بیرته راګرځیدنې څخه ده؛ او د مودي حکومت د پالیسۍ له مهم اقدام څخه ګڼل کیږي. د اودی پروګرام موخه هم د مالۍ او عملیاتي بیرته راګرځیدنې څخه ده ترڅو د هغه کورنیو لپاره ۱۰۰ سلنه بریښنا برابره کړي چې په کورونو کې یې خپل کار ته دوام ورکړی. هند د دې پالیسۍ د محدودیتونو پیژندونو ته په اجرایي کچه اړتیا لري، او دا ځکه چې دا د ژوند د آډانې کیفیت کموالی تر اغیز لاندې راولی، د هند اقتصاد لپاره نیغ په نیغه بهرنۍ پانګونې له لارې بهرنۍ پانګې راجلبول چې د پام وړ برخو کې ورته اړتیا ده چې په هغو کې د هوا له لارې لیږد رالیږد په اقتصادي پراختیا کې خورا د اهمیت وړ موضوع ده. په همدې حال کې، د پانګونې بهرنۍ پورټفولیو ؛ تیاری پیسې؛ چی د سود شرحو څه رنګوالي برخې ته غبرګون لری- خورا احتیاط ته اړتیا لري او دا ځکه چې پانګې له لاسه تلل هغه وخت ممکن کیدلی شي چې که چیرې د امریکا متحده ایالاتو د سود شرح لوړه شی . د سوداګرۍ په برخه کې؛ په دغه بودیجي کې اعلان شوی چې د ګمرک مالیه به لوړه شی. د امریکا متحده ایالاتو او چین تر منځ د سوداګریزو ناندریو په برخه کې باید هند خپل بهرنی سیاست په قاطعیت سره طرحه کړي. 

هند اوس مهال د ۲٫۸۷ ټریلیونه اقتصاد لرونکی هېواد دی. که چیرې مونږ په ځانګړو شرایطو سره په کال کې ۱۰ سلنه وده وکړو، نو یواځې هماغه صورت کې به مونږ وکولی شو چې د ۵ ټریلیونه اقتصاد لرونکي هېواد په توګه په ۲۰۲۴ کال کې ورسیږو. په هند کې په سکتوري کچه پانګونه او د هند په دولتي او سیمه ییزو سکټورونو کې د پانګې تشکیلول د ۵ ټریلیونه ډالرو د پانګې لرونکي اقتصاد ته د رسیدلو لپاره اړتیا ده.

Comments