پاکستان یو ځل بیا حافظ سعید خوشې کړ
لیکنه: ډاکټر اشوک بیهوریا
ژباړه: پښتو څانګه
په لاهور کې د پاکستان د ترهګرۍ ضد یوې محکمې ( اې،ټي، سي) د بندیزلګیدلي د جماعت الدعوه مشر حافظ محمد سعید او دریو نورو کسانو ته د نیولو څخه دمخه د ضمانت ورکولو خبر مخې ته راغلی دی. دا یې د حیرانتیا خبره نده قضیه د جماعت الدعوه دخپل مدرسې لپاره د ځمکې په غیر مشروع ډول کارول او ترهګرۍ ته د سرمایې برابرولو پورې مربوط ده.
سعید، د نومړي ورور حافظ مسعود او د لشکر طیبه دوه بنیاد ایښودونکو امیرحمزه او مالک ظفر ته د ۵۰زره پاکستانیو روپیو د تضمین په بانډونو د اګست ۳۱مې نیټې پورې موقتي ضمانت ورکړل شوی دی، حمزه او ظفر دواړه د جماعت الدعوه لپاره د سرمایې راټولو لپاره مسوول دي یو کال دمخه ۲۰۱۸میلادي کال د مارچ په میاشت کې غیرتصدیق شوي راپورونو کې دا ویل شوي وو چې حمزه پخوا له لشکر طیبه څخه جلا شوی و او هم خپله ترهګریزه ډله جیش منقفا یې تاسیسه کړې وه، د یادونې وړ خبره ده چې د جولای په لومړۍ اوونۍ کې د پاکستان د ترهګرۍ ضد شعبې (سي، ټي،ډي) ۲۰۱۹میلادي کال د فبرورۍ په میاشت کې ملي عملي پلان (این،اې،پي) ترلاندې د ملي امنیتي کمیټې (این،ایس ،سي) هدایت په سمون په عمل کولو د لاهور،ګوجرانوالا، ملتان ، فیصل آباد او د سرګودې په سیټي ډي تاڼو کې د جماعت الدعوه مشرانو پروړاندې ۲۳ایف آی آر ثبت کړي وو،د جماعت الدعوه ۱۳چارواکي تورن ګرځولي وو کله چې په هغوی کې د ډلې ۴لوړپوړي مشران شامل وو، عبدالرحمن مکی سره له یوبل لوړپوړي مشر محمد شهباز په توقیف کې اچولي وو .
د پاکستان رسنیو خبر ورکړی چې د جماعت الدعوه او دهغې په خیراتي څانګې فلاح انسانیت باندې د ان ایس سي بندیز له کبله تفصیلي تحقیق وروسته سي ټي ډي داخبره درک کړې چې جماعت الدعوه د لویو سرمایو راټولو له لارې ترهګرۍ ته د مالیې په برابرولو کې بوخت پاتې شوې کله چې دغه سرمایې غیرګټوروسازمانونو لکه ایف آی ایف او نورو یو لړ خیراتي سازمانونو لکه ال انفال ټرسټ، دعوت الارشاد ټرسټ او معاذبن جبل ټرسټ څخه راټولول. دا ادعا کړل شوې چې حکومت له مخکې څخه په دغو ډلو ټپلو اوسازمانونو ولکه ترلاسه کړې ده.
د پاکستان حکومت لومړی وار داسې جدي ګام نه پورته کوي حافظ سعید د لسو میاشتو په کور کې توقیف وروسته ۲۰۱۷میلادي کال د نومبر په میاشت کې د لاهور د یوې محکمې لخوا خوشې کړل شوی و. سعید په دې خبره ښه پوه دی چې دولتي ایجنسۍ نوموړي او دهغه سازمان ته په امکاني ډول لږ ترلږه زیان ورسوي کله چې داسې علامتي ګام د رسنیو له لارې خپور کړای شي چې د پاکستان د ژمنې یو ګام دی چې هغه په خپله خاوره فعال ترهګر سازمانونو پروړاندې پورته کوي.
په حقیقت کې پاکستان داسې ګامونه یوازې د نړیوالې ټولنې څخه فشارلاندې پورته کړي دي، امریکې په پاکستان ټینګار کړی دی چې ۲۰۱۹میلادي کال د اکتوبر میاشتې پورې په چټکه خپل عملي پلان بشپړ کړي او د کوم په ناکامه کیدو د مالیې ګام پورته کونکي ګمارل شوی ځواک (ایف،اې،ټي،ایف) به د ناکافي پرمختګ لپاره په هغه وخت کې د بل ګام فیصله وکړي، کوم چې د پاکستان د اندیښنې یو هیواد په حیث په تور لیست کې ساتل کیدای شي .
د سعید او نوروکسانو پروړاندې قضیه په کمزوري ډول طرحه کړل شوې دایې د سعید وکیل لخوا وړاندې شوې دعوې څخه ښکاري چې سې ټي دي نوموړی او دهغه ملګري په غلطه د لشکر طیبه غړي ښودلي دي په کوم چې ۲۰۰۲میلادي کال د جنورۍ په میاشت کې بندیز لږیدلی و او سعید د۲۰۰۱میلادي کال دډسمبر په میاشت کې هغه پریښودلی و.
د ایف اې ټي ایف فشار سربیره دا ګام ددې اوونۍ په وروستیو کې امریکې ته د عمران خان د سفر څخه دمخه په ښه وخت پورته کړل شوی چې دا اشاره یې وړاندې کړه چې پاکستان له خپلې خاورې څخه راپورته کیدونکي ترهګري په هکله د امریکې اندیښنې حل کړي.

Comments
Post a Comment