په پارلمان کښي د تیری اونۍ هلی ځلی

لیکنه :د وی موهن راو 

ژباړه: د پښتو څانګی 

دهندوستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی ډاکټر ایس جیشنکر دنړیوال محکمی دپریکړی څخه وروسته له پاکستان څخه وغوښتل ترڅو جلا وطنه هندی وګړی ښاغلی جادو له بند څخه آزاد کړي. ښاغلی دپارلمان په دواړو شوراوو کښي په خپله وینا کښي وویل چي د نړیوالی محکمی دغه پریکړه نه یواځی دهندوستان او ښاغلی جادو لپاره یوه دفاعیه بلکه دنړیوالو قوانینو احترام کول دي. نوموړی وویل چي پرته له کوم حقیقت ، ښاغلی جادو ته سزا ټاکل شوي وه او سربیره پردی د نوموړی په قضیه کښي کوم قانونی وکیل ته اجازه نه وه ورکول شوي ترڅو دهغه موضوع تعقیب کړي. نړیوالی محکمی ویلی دي چي پاکستان د ویانا هغه قوانین تر پښو لاندي کړي کوم چي دقونسلی اړیکو په اړه جوړ شوي دي. نړیوالی محمکی له پاکستان څخه غوښتی ترڅو ښاغلی جادو ته حق ورکړي ترڅو له ځان څخه دفاع وکړي او ورته وخت کښي په اسلام آباد کښي د هندوستان قونسلی ته اجازه ورکړي ترڅو دنوموړی قضیه تعقیب کړي. ښاغلی ډاکټر ایس جیشنکر دواړو شوراګانو ته وویل چی نړیوالی محکمی ویلی دي چي پاکستان د ویانا هغه قوانین تر پښو لاندي کړي کوم چي دقونسلی اړیکو په اړه جوړ شوي دي. 

دهند پارلمان د ملی څیړنی اداری د ۲۰۱۹ کال لپاره نوي تګلاره منظوره کړي ده چي د مشرانو جرګی هم تاید کړی ده او ولسی جرګي وار له مخی تاید کړي وه. ددغی تګلاری په اساس به دهند څخه بهر له میشته هندیانو او دهغه د شتمنیو څخه دفاع کیږي. د دغه اخری تګلاری په اساس به د انسانی قاچاق مخنیوی، دجعلی روپیو مخنیوی، دناقونونه وسلو د تولید منع کول هم ځای په ځای شوی دی. ددغه تګلاری په اساس به محکمه وکړی شي چي ثبت شوی او ځنډیدلی قضیۍ هم فیصله کړي. دهند کورنیو چارو وزیر ښاغلی امیت شاه زیاته کړه چي دغه اداره به په دی وتوانیږي ترڅو دغه تګلاره عملی کړي او په دی سره د تروریزم مخه ونیول شی او بهر د میشته هندیانو او د هغوی له شتمنیو څخه دفاع وکړي. 

پارلمان ٢٠۱٩ کال لپاره د څیړنو ملی ایجنسۍ ترمیمی لایحیه منظوره کړه او د مشرانو جرګې راجیه سبها هم په يوه غږ سره دغه تګلاره تاييد کړه. ولسی جرګه، لوک سبها به دى سره نوى دهلى کى نړیوالى دعوا مرکزي اداره په دى وتوانيږي تر څو پرته له کوم توپیر څخه د دعواوو او فيصلو په هکله پریکړه وکړى. 

ولسى جرګى هغه مالي تګلاره هم منظوره کړه چى دغه تګلاره به د ٢٠١٩ نه تر ٢٠٢٠ کال پورى جوړ شوي پیشنهادونه په عملى کولو کې مهم رول ولوبوي.په دغه تګلاره کښې د ماليې اخيستنى په هکله ډير وضاحت ورکړل شوي دى او د مالۍ چارو وزیری نرملا سیتا رمن پرګوته کړه چی دغه ترمیمونه به میک ان انډیا او سټارټ اپ ته وده وکړي. 

په بهرنیو چارو کښي د دولت وزیر ښاغلی مورلیدهرن ولسی جرګي ته وویل چي د حکومت د دوامداره هڅو په ترڅ کښي نوی دهلۍتوانیدلی دی چي دکال ۲۰۱۴ را پدیخوا له پاکستان څخه ۲۱۱۰ هندی بندیان را آزاد کړي چي په هغوی کښي کبان نیونکی هم شامل وو. 

یوی بلی پوښتنی ته په ځواب کښي نوړی وویل چی هند په دی توانیدلی ترڅو د ملګرو ملتونو دامنیت شورا غیر دایمی څوکی لپاره چي ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۲ پوری یي کاری موده ده ، ځان کاندید کړي دغه یوزاي څوکی وه چي د آسیا دبحرالکایل ډلی لپاره ځانګړی شوي وه چي د ۵۵ تایید رایو سره دهندی کاندیدی ومنل شوه. ددغه څوکی دنهایی پریکړي لپاره به په کال ۲۰۲۰ کښي په نیویارک کښی رایه اچونه ترسره شي.

Comments