په سریلانکا کې د هند مخ پر زیاتیدونکی پانګونه

لیکنه: د ډاکټر ایم سماتا

ژباړه: د پښتو څانګه

هند او سریلانکا د ۹۱٫۲۶ میلیونه ډالرو په ارزښت له موهو نه تر اومانتای پورې د غځیدلي اورګاډي سړک بیا جوړونې هوکړه لیک امضا‌ کړلو چې ۱۳۰ کیلو متره اوږدوالی لري. دغه هوکړه له لیک له دې امله د پام وړ دی چې د اورګاډي یاد سړک په تیرو سلو کلونو کې د لومړي ځل لپاره بیا رغول کیږي. د سریلانکا د اورګاډي لارو د پرمختګ په برخه کې د هند ونډه په ښه نوم پیژندل کیږي او تر دې مهاله هند په هغه ټاپو وزمي هېواد کې په یواځې ځان د اورګاډي د پرمختګ په برخه کې ۱٫۳ بیلیونه ډالره پانګونې ژمنې کړي.

له دې سره دا څرګندیږي چې هند د پانګونې پیاوړتیا ته لیوال دی او له دریم هېواد سره د ګډې پانګونې په برخه کې پرانستی هېواد دی. هغه پروژې چې هند پرې د خلکو د مرکزي کولو په برخه کې کارکوي د روغتیا، تحصیل او ارتباطاتو له پروژو څخه عبارت دي. یواځې په روانه اونۍ کې هند د کامپاها په ولسوالۍ کې د ۱۰۰ نمونوي کلیو پروژه په یواځې ځان پرانستې ده. دا کلي د هغو ۲۴۰۰ کلو له ډلې څخه دي چې هند یې د سریلانکا په شمالي او غربي او حتی مرکزي جګړه ځپلو سیمو کې د جوړولو ژمنه کړې چې ټولټال ۶۰٫۰۰۰ زره کورونه به ددې پروژې تر چتر لاندې جوړیږي. د مرستو په یوې بلې برخې کې هند د ټول ټاپو په اوږدوالي کې د امبولانسونو چوپړتیاوې برابرې کړي چې د سریلانکا د ولسونو لخوا یې منندویي شوې. په ټول هېواد کې د نمونوي کلیو د جوړولو په برخه کې مرسته کولو سره هند نه یواځې دا چې د تامیل د شرق او شمال په اوږدوکې د همکاریو پیغام ولیږلو بلکه دا کار یې په ځانګړې توګه د اعتماد جوړولو په موخه هم ترسره کړلو چې د سټراټيژيکو همکاریو د پیاوړتیا له اړتیاوو څخه ګڼل کیږي.

دا د هند د همکارۍ مهم اړخونه دی. سره له دې چې په سریلانکا کې کورنۍ سیاسي ناندرۍ وې خو بیا هم د هند پرمختیایي پروژې پرته له ځنډ څخه پر مخ ولاړلې. د ولسمشر میتریپالا او لومړي وزیر ویکرم سینګې ترمنځ شته توپیرونو په سریلانکا کې د راروانو ولسمشریزو ټاکنو او سیاسي بدلونو په اړه اکثره بحثونه په بر کې نیولي دي. د مقدسې یکشنبې بریدونو د هغه هېواد امنیت له خطر سره مخ کړی. هند په سریلانکا کې شته ناندریو ته په خورا جدیت سره کتل او د هغه هېواد له مشرانو یې غوښتي وو چې د اساسي قانون په رڼا کې دغه ستونزو ته د حل لاره پیدا کړي. امنیتي موضوعاتو ته د رسیدګۍ په موخه هند د پولې آخوا له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پر نړیوالې ټولنې د کوټلیو او ټولیزو اقداماتو د ترسره کولو غږ کړی وو.

هند توانیدلی چې په سټراټيژیکي برخو کې لکه بندرونو کې خپله پانګونه زیاته کړي. هند، جاپان او سریلانکا په دې هوډ کړی چې د کولمبو په بندر کې د شرقي کانټینر ټرمینل څانګې ته پرمختګ ورکړي. دا پریکړه په سمه کې د چین مخ پر زیاتیدونکو بوختیاوو ته په کتلو سره ترسره شوې. چین د هامانتوتا سټراټيژیکي بندر د ۹۹ کلونو لپاره د ۲۰۱۹ میلادي کال اپریل په میاشت کې په اجاره اخیستی وو. هند هم د ۴۵٫۲۷ میلیونه ډالرو په مرسته په شمالي ولایت کې د کانکیساتورای بندر ته پراختیا وکوي. د ۲۰۱۹ میلادي کال په مارچ میاشت کې د هامبانتوتا بندر سره نږدې د تیلو د تصفیه کولو د مرکز د بنسټ ډبره کیښودل شوه چې په سینګاپور کې د یوې راجسټر شوې کمپنۍ لخوا د ۳٫۸۵ بیلیونه ډالرو په ارزښت جوړیږي. نوموړې کمپنۍ د هند د تیلو له سوداګرۍ ادارې او د عمان د تیلو له وزارت سره هم اړیکې لري. د سریلانکا لومړي وزیر هم د همبانتوتا سره نږدې د پانګونې هرکلی کړی دی. هند هم لیوال دی چی د میتالا هوايي ډګر او ټریکومالي بندر په پرمختیا کې ونډه واخلي خو د یادې پروژې څرنګوالی او پآنګونه لا تر دې مهاله نه ده نهایي شوې.

انرژي او بريښنا دوه نورې داسې برخې دي چې دواړه هېوادونو یې په هکله د همکاریو ژوره لیوالتیا ښودلې. د ګډ کاری ګروپ (جي ډبلیو جي) څلورم پړاو ناسته د هند او سریلانکا تر منځ د ۲۰۱۹ کال جون په میاشت کې ترسره شوه چې له ټریکومالي سره نږدې په شامپور کی د بریښنایي پروژې او په کیراوالاپټیا کی د ایل این جي پروژې په هکله هم پکې بحث وشو.

ارتباطات اوس هم یوه پاتې ستونزه ده چې د نژادي شخړو او همدا راز د سوداګریزو چوپړتیاوو له امله د بندرونو تر منځ شتون لري لکه د کانکیساتورای او پانډوچري سره نږدې د کارایکال بندرونو ترمنځ شته ستونزې. د هند په همکاریو د کانکیساتورای بندر له جوړیدو وروسته به ممکن د دواړو هېوادونو ترمنځ ارتباطات لا پیاوړي شي. چې دا برخه به سوداګرۍ او ګرځندویۍ ته هم پیاوړتیا ور وبخښي. دغه پرمختګونه د دې څرګندونه کوي چې هند له سریلانکا سره خپلې اړیکې لا پیاوړې کوي. همدا ډول هند په هندي سمندرګي هېواد کې خپل سټراټيژيکي ځایګي جوړولو ته هم اړتیا لري.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت