ټرمپ یوځلې بیا ټکان رسولی

لیکنه: کلول بټه چرجي

ژباړه: پښتو څانګه

د امریکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان سره په یوه ناسته کې دا ادعا کړې چې د هند لومړي وزیر نریندرمودي په نومړي ټینګار کړی و چې د کشمیرپه مسله کې مداخله وکړي او د یو منځګړي په توګه ونډه واخلي. خو دا یې نیمه قیصه ده کله چې امریکې او پاکستان ترمنځه ستراتیژیکي خبرې اترې څه داسې دي په کوم چې هند په زیرکتیا نظر ولري د امریکې د بهرنیو چارو وزارت دا خبره سپینه کړې ده چې امریکا د یوې دندې لپاره نظر نه لري او کشمیر هند او پاکستان ترمنځ یوه دوه اړخیزه موضوع ده.

د امریکې ولسمشر څیړنې ته په ځواب کې د هند د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر ایس جې شنکر په ډاګیزه په دا ویلو ځواب ورکړی چې لومړي وزیر مودي د امریکا ولسمشر ته هیڅ داسې خواست نه و وړاندې کړی.

د امریکې ولسمشر او لومړي وزیر مودي تیره میاشت په جاپان کې د اوساکا د جي ۲۰ ناستې په څنډه کې خبرې اترې کړې وې کله چې دهند لومړي وزیر یوې لویې بریا سره بیا ټاکلی شوی و. هیله کیږي چې دواړه مشران د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څیرمه په واشنګټن ډي سي کې هم یو بل سره وویني داسې هیله شته چې ولسمشر ټرمپ په نږدې راتلونکې کې د دوه اړخیزو خبرو اترو لپاره د هند لیدنه وکړي تر ټولو لوړې کچې د بوخت والي په ترڅ کې د ولسمشر ټرمپ څخه بیانیه په داسې یو وخت کې مخې ته راغلې کله چې دواړه خواوې په یو لړ مهمو مسلو خبرواترو کولو ته چمتو دي.

یوخوا د امریکې متحده ایالاتو د جولای په لومړۍ اووني کې هند ته د ناټو په شان د ملګري رتبه ورکلو لپاره یوه لایحه تصویب کړې نو بله خوا دواړه خواوې د افغانستان په سیمه ایزې مسلې سلا مشورې کوي سربیره پر دې لوړ ارزښت لرونکي دفاعي قراردادونه مخې ته پراته دي.

تراوسه پورې دغه خبره نه ده واضحه شوې چې د امریکې ولسمشر د بیلابیلو ګوندونو ولسمشرانو تر لاندې د امریکې پرله پسې ادارو لخوا غوره کړای شوي په وخت ازمایل شوي دریځ څخه ولې اوړیدلی او دا ښودلو لپاره جرات کړی چې نومړی به د کشمیر په اړه منځګړیتوب کول وغواړي کوم چې هند او پاکستان ترمنځه یوه دوه اړخیزه مسله ده .

دا ښایي چې په عنعنوي ډول د ډیپلوماسۍ مقدس اصول په امریکا کې تر ډيرې مودې پورې وړتیا نه لري. هند ۱۹۷۲میلادي کال د شملې تړون راهیسې داخبره کړې چې پاکستان سره شخړې په باهمي ډول حل کړای شي او په دې ترڅ کې د ځینې دریم ګوند برخه اخستل نه غوښتونکی دی دغه اصول ۱۹۷۱میلادي کال له جنګ وروسته په اوونیو کې په پاکستان عملي وو او په جنګ کې دهند ګټونکي په حیث پاکستان دې ته نور زیات تړي د هغې راهیسې پاکستان د دریم ګوند منځګړیتوب لپاره ټينګار کړی کوم چې هند د عمومي دیپلوماتیک د عمل یو موضوع په حیث رد کړې. که څه هم داځلې هم هند په واضحه ډول دا خبره کړې چې هیڅ دریم ګوند په دوه اړخیزه مسله کې جواز نه لري .

د رښتوني لیوالتیا خبره پاکستان او امریکې ترمنځه د لوړې کچې د خبرو اترو ده د کومې موخه چې د جنوبي آسیا چارې په اداره کولو او هند بیا متوازن کولو کې اسلام اباد ته د یوې نوې دندې ورکولو ده. داسې ښیي چې د امریکې ادارې مخ پروړاندې حرکت کړی او پاکستان ته د افغانستان بې ثباته چارې ترسره کولو لپاره دنده برابره کړې کوم چې په هغه هیواد کې کابو د دوو لسیزو پوځي هلو ځلو څخه د امریکې باعزته راوتل برابروي دا ښیي چې امریکا پاکستان ته د ورکړې او راکړې په پالیسۍ کې یوه لاره برابروي کله چې واشنګټن له افغانستان څخه په درندوالي سره راوتل غواړي.

که څه هم د کشمیر په هکله د امریکې ولسمشر بیان پام ورجلب کړی خو باید چې دا حقیقت درک کړای شي چې پاکستان او امریکا څومیاشتو راهیسې په پیچلې ډیپلوماتیکي خبرو کې ښکیل پاتې شوي دي پاکستان په هیواد کې د حافظ سعید په شان په داخلي ترهګرو چپاونه کړي دي له دې کبله چې دا تاثر وړاندې کړي چې هغه به امریکا چې څه غواړي وکړي خو په دې شرط چې امریکا د جنوبي آسیا په خپلې پالیسۍ کې توازن راولي داسې امکان شته په هغه وخت کې یوه نوې لوبه پیل شي کله چې لومړی وزیر عمران خان د ولسمشر ټرمپ څخه څرګند ملاتړ سره د امریکې خپل سفر څخه بیرته راستون شي.

د امریکې ولسمشر د دیپلوماسۍ یو نادوده طرز لري او نوموړی د امریکې اندیښنې سمدستي منطقو سره اړلرونکي په یو لړ ډګرونو کې دخپل لاس لرلو هڅه کړې ده خو د جنوبي اسیا د اټومي پاریدنې ځای کې د منځګړتوب دندې د ترلاسه کولو په باب د نومړي اوسنی ګام دا ښیي چې د نړیوال پیوستون نوی اړخ بیا لیکل شوی. د هند او امریکې اړیکو وضعیت ته په کتو باید چې هند دخپلواکۍ اندیښنو ته پرته له زیان رسیدو په محتاطه توګه لار غوره کړي . باید چې د امریکې متحده ایالات دا خبره هم درک کړي چې پالیسي دې پوخوالي له لارې طرحه کړای شي نه چې د لا پروایي بیانونو له لارې. د بیلابیلو حکومتونو تر لاندې د کشمیر په هکله د هند پالیسي ټینګه پاتې شوې او د ځینې دریم ګوند مداخلې کولو یا د منځګړتوب اجازه نه ورکوي.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت