هند او ازبکستان خپل منځی امنیتی مرسته ځواکمنوی


لیکنه : د ډاکتر اطهر ظفر

ژباړه : د پښتو څانګی

د هندوستان او ازبکستان ترمنځ د ترهګرو ضد مبارزی ۸ مه ګډه ناسته تیره ورځ په نوی ډهلی کښي ترسره شوه. په دغه ناسته کښی ددواړو لورو څخه لوړپوړو چارواکو برخه اخیستلی وه. ددغی ناستی ګډونوالو په سیمه او پوله باندي دترهګرو فعالیتونه او خطرونه و اروزل. دوی په هغه ننګونو هم خبري وکړي او نظرونه یی شریک کړل کوم چي د ترهګرو سره دمبارزی،تعصب له منځه اوړلو، د ترهګرو دمالی سرچینو تړلو، انټرنیټ څخه د ترهګرو دلاس رسی مخه نیولو او دبهرنیو ترهګرو دمخنیولو په وخت کښي مځ ته راځی. دغه چارواکو په دی هم خبري وکړي ترڅو د ګډی همکارۍ په درشل کښي له یو بل سره د ترهګرو په مقابل کښي معلومات او غوره تګلاری شریکی کړي.

په دغه ناسته کښی د شنګهای دهمکاری سازمان د ترهګرو ضد سیمایزچوکاټ او د اروپا اواسیا دګډي ډلی هغه پالیسی چی له مخی به یي دپیسو د فساد او ترهګرو سره دمالی مرستو مخه نیول کیږي ، هم خبري وکړي. هندوستان د شنګهای د ګډی همکاری دسازمان غړیتوب د کال ۲۰۱۷ څخه لري. ددغه سازمان ۱۹ مه غونډه د کرغستان په بیشکیک کښي تیره میاشت ترسره شوه. دهندوستان لومړي وزیر ښاغلی نریندر مودي چي د شنګهای په غونډه کښی یي ګډون کړی وو، وویل چی د شنګهای دهمکارۍ سازمان په سیمه کښی د ترهګرو ضد چوکات پالیسی باید په ښه توګه عملی شي ترڅو دترهګرو مخه په بشپړ ډول ونیول شي.

د امنیتی همکاریو ترڅنګ هندوستان او ازبکستان سیاسی او اقتصادي اړیکي هم پیاوړي کړي دي. دواړو هیوادونو ترمنځ ښي فرهنګی اړیکی شتون لري او ددوی تاریخي اړیکي زرکلنۍ دي. اوس دواړه لوری هڅي کوي ترڅو اقتصادي اړیکو ته پراختیا ورکړي. په دوامداره توګه د دواړو خواو ترمنځ سیاسی ناستي او خبري ترسره کیږي. لومړی وزیر ښاغلی نریندر مودي په کال ۲۰۱۵ کي په خپل آسیایی سفر کښي ازبکستان ته هم تللی وو. د ازبکستان ولسمشر ښاغلی شوکت میرزایوف د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر میاشتی راپدیخوا دوه ځله هندوستان ته سفر کړی دی ترڅو دسیمي په کچه له هند سره خپلو اړیکو ته نوره هم پراختیا ورکړي. نوموړی لومړۍ سفر د ۲۰۱۸ کال د سپتمبر میاشتي له ۳۰ می نیټي څخه د اکتوبر میاشتي تر لومړی نیټي پوری ترسره کړ. نوموړی د کال ۲۰۱۹م جنورۍ میاشت کښي خپل دوهم سفر د متحرک ګجرات غونډه کښي دګډون په مناسبت ترسره کړ. نوموړی په دغه غونډه کښي دلوړپوړو چارواکو سره ولیدل او ددغه غونډي ترڅنګ یي دلومړي وزیر ښاغلی نریندر مودي سره هم ولیدل.

په مرکزي اسیا کښي ازبکستان د جغرافیایی موقعیت او نفوس له کبله دخورا زیات اهمیت وړ دی. دغه هیواد ۳۳ میلیونه نفوس لري چي په سیمه کښي لوړ نفوس ګڼل کیږي. مرکزي اسیا په یوه وچه کښي پرت دی خو ازبکستان یي په مرکز کښي ځای لري او په پوله له ډیرو هیوادونو او افغانستان سره شریکه پوله لري. په مرکزي اسیا کښي ازبکستان دهندوستان لپاره یوډیر نږدي دوست پاتی شوی دی او هند ته ډیر اهمیت لري. دواړه هیوادونه ، هندوستان او ازبکستان په افغانستان او سیمه کښي سوله او ثبات غوښتونکی دي. او همدارنګه ازبکستان لوموړي هیواد وو چي د کال ۲۰۱۹ جنورۍ میاشت کښي یي په سمرقند کښي دمرکزي آسیا او هندوستان د ګډي ناستي کوربه وو او په دغه ناسته کی ګڼ شمیر بهرنیو چارو وزیرانو برخه اخیسته وه.

سربيره پر دى چى د هندوستان او ازبکستان ترمنځ اړیکې پياوړى دی بيا هم هغه کچې ته نه دي رسېدلي څومره چى فرصتونه شتون لري. د هند د اقتصاد وزارت ويلي دي چې کال ۲۰۱۸ -۲۰۱۹ پورې د دواړو هيوادونو ترمنځ سوداګرى ۳۲۸٫۱۴ ميليونه ډالر وه. خو خوشبختانه په تیرو دوه کلونو کې د هيوادونو ترمنځ سوداګرى وده کړى ده. دا وده په کال ۲۰۱۷-۱۸ کښى پنځوس فیصده او کال ۲۰۱۸-۱۹ کې څلويښت فيصده وه. دواړو هېوادونو د کال ۲۰۲۰م لپاره دغه کچه يو مليارده ډالره ټاکلی ده.

په همدې وخت کې هندوستان ازبکستان ته د دوه سوه ميليونه ډالرو قرضې اعلان کړى دى او ویل شوى دى چى دواړه هيوادونه د ډيرو فرصتونو چانس لري. ازبکستان کوشش کوي تر څو هند د معلوماتو ټیکنالوجۍ ، تعليم،دارو درملو، روغتیا، کرنه او سیاحت په برخو کې پانګی اچونی ته وهڅوي. دغه دوه اړخیزه اړيکې له دى امله هم يوڅه سستی دى چى د مرکزى اسيا او هند ترمنځ په مستقيمه توګه د اوبو له لارى لاره نشته ده. اوس هم دواړه هیوادونه په هڅه کښي دي ترڅو د نویو تګلارو څخه کار واخلی. هند د عشق آباد بندر له هغه تړون سره یوځای شوی دی کوم چی د ازبکستان، ترکمنستان، عمان او ایران ترمنځ لاسلیک شوی دی. د شمال څخه سویل لوري ته نړیواله لاره هم دهندوستان لپاره هغه نوښت دی چي په دی سره هند غواړي ځان له افغانستان او مرکزي آسیا سره ونښلوي.

Comments