په نړیواله محکمه کی د هندوستان ډیپلوماتیک بری
لیکنه : د اسوک کمار مکهرجی
ژباړه: د پښتو څانګی
پاکستان د انصاف په نړیواله محکمه کی د قضیي د اوریدو په وخت کی یو لړ قانونی دلیلونه وړاندی کړل چی د هند لخوا رد کړی شول. د روان کال د جولای په ۱۸ نیټه د انصاف نړیوالی محکمی خپله فیصله واوروله . او دا ئی برملا کړه چی پاکستان لحوا د هند تابعیت لرونکی ښاغلی کلبوشن جادو د نیولو او محکمه کولو په تړاو له خپل قانونی مسولیت څخه سرغړونه کړیده . کوم چی د کونسل د لاس رسی په تړاو د ویانا کنوینشن د ۳۶ مادی په اساس خلاف ورزی بللی کیږی .
په شوی فیصلی کی د انصاف نړیوالی محکمی د رایو په اتفاق دا ټینګار وکړو چی دا په هغی فیصلی پوری اختیار لری ځکه چی هند او پاکستان دواړه د ویانا کنوینشن امضأ کونکی دی. نوموړی محکمی د پاکستان هغه هڅی رد کړلی چی یا خو دا قضیه د منځګړیتوب لپاره یوی محکمی ته او یا د روغی جوړی کمیسیون ته وسپارلی شی، او وئی ویل چی هندوستان په دغه ستونزه د انصاف نړیوالی محکمی ته نیغ په نیغه لاسرسی لری . د انصاف نړیوالی محکمی د پاکستان دا دلیل رد کړو چی د ویانا کنوینشن د هغو کسانو د قضیو سره تړاو نلری کوم چی د جاسوسی کولو په تور نیول کیږی. محکمی په ګوته کړه چی پاکستان چا چی تر ۳ اونیو پوری هندوستان ته د کلبوشن د زندانی کولو خبر نه وو ورکړی او نه ئی هم د هند د کونسلر لاسرسی برابر کړی ، د ویانا کنوینشن لاندی له خپلو مسولیتونو څخه سرغړونه کړی. او اوس اړتیا لری چی بی له ځنډه ئی دا کار ترسره کړی وای.د انصاف نړیوالی محکمی د پاکستان دا هڅه رد کړه چی شرایطو لاندیپه نورو ستونزو د هندوستان د کړنو په اساس د ویانا کنوینشن ۳۶ مادی لاندی خپل مسولیتونه پوره کړی.
د انصاف نړیوالی محکمی د پریکړی مرکز په ۶ ماده کی شتون لری.چی د پاکستان لخوا د ویانا کنوینشن د سرغړونی تلافی کولو لپاره لاری چاری راولټولی شی.محکمی نظر څرګند کړ چی پدی ترڅ کی مناسبه اصلاح به د ښاغلی جادو د حقوقو د خوندی ساتلو لپاره د پاکستان لخوا د خپلو مسولیتونو څخه انکار د دغه منشور نړیواله سرغړونه وبلل شی. د انصاف نړیوالی محکمی پاکستان ته ویلی چی دا دواړه مسولیتونه سرته ورسوی.په دی کی به د پاکستان د قضاوت مناسبه کړنه شامله وی که چری انصاف د یقینی کولو اړتیا منځ ته راغله . تردی وخته پوری د انصاف نړیوالی محکمی د نوموړی په اعدامولو پرلا پسی ځنډ د لګولو امر ورکړو او دا د ښاغلی یادو سزا نظر لاندی نیولو لپاره یو ډیر مهم شرط دی.
فیصله اورولو څخه پس لومړی وزیر نریندر مودی ویل چی د صداقت او د انصاف ګټه اوشوه. د حقایقو پړاخی مطالعی په اساس فیصلی لپاره د انصاف نړیوالی محکمی ته مبارکی. زه باور لرم چی کلبوشن جادو به انصاف ترلاسه کړی. زمونږ حکومت به همیشه د هر یو هندی تحفظ او خیرخیګڼی لپاره کار وکړی.د انصاف نړیوالی محکمی فیصله ګنو دلیلونو له کبله مهمه ده . دا فیصله اړه لرونکی ګوندونو لخواه منل حتمی ده . دا خپل تابعینو لپاره انصاف یقینی کولو او هیوادونو ترمنځ د تنازو سولیز حل لپاره د هندوستان درامداره عقیدی او د وکالت تصدیق هم کوی. فیصله عملی کول به د نړیوالی مرستی اصولو لپاره یو ټینګ ازمایښت وی په کوم چی قانونی واک په ګډون روان ګنړ اړخیز سیسټم منځ ته راوړل شوی.
Comments
Post a Comment