د ۵ ټریلیونو اقتصاد په لور د هندوستان چټک ګام
لیکنه : د جاوید اختر
ژباړه : د پشتو څانګی
نریندر مودی کله چی د دوهم ځل لپاره د حکومت چاری تر لاسه کړی نو د هندوستان اقتصادی پرمختګ هدف ئی تر ۲۰۲۵ کال پوری ۵ ټریلیونه ډالره ټاکلۍ دی.د هند د مالیی وزیری آغلی سیتا رمن د بودیجی د وړاندی کولو په موقع پخپله وینا کی ویلی چی د هند اقتصاد به روان کال ۳ ټریلیونه ډالرو ته ورسیږی. همدا راز تر ۲۰۲۵ کال پوری به ۵ ټریلیونه ډالرو ته پرمختګ وکړی. د اقتصاد ماهرینو په وینا هند چی په کومه چټکتیا سره په مخ روان دی نو ټاکلی هدف تر لاسه کول څه ګران نه ښکاری . په تیره کی امریکا او چین سره ډیرو هیوادونو دا هدف په لږ وخت کی تر لاسه کړی .امریکا د ۵ ټریلیونو هدف په ۹ کلنو کی ، جاپان په ۸ کلونو او چین په ډیره چټکتيا سره په ۳ کلونو کی تر لاسه کړی وو. نو هند ئی په ۵ کلنو کی ولی نشی ترلاسه کولی ؟.هند دا وخت په نړۍ کی تر ټولو چټک د اقتصادی ودی په لور روان دی او د څه مودی لپاره خو ئی چین هم شاته پریښی وو .په ۲۰۱۶-۱۷ میلادی کال کی د هندوستان په اقتصاد کی چی څومره زیاتوالی راغلی هغه د نړۍ د ۱۵۸هیوادونو له جی.ډی.پی څخه هم ډیر دی. د ۵ ټریلیونو ډالرو اقتصاد تر څوکی رسیدو سره به هند جرمنی شاته پرییږدی او د نړۍ څلورم تر ټولو لوړ اقتصاد خاوند شی .دا وخت په نړۍ کی تر ټولو ډیر د اقتصاد خاوندان امریکا ، چین او جاپان په ترتیب سره لومړی،دوهم ، او دریم مقام لری.
د ۵ ټریلیونو ډالرو اقتصاد د ترلاسه کولو لپاره حکومت د دغو څانګو انتخاب کړیدی په کومو کی به چی اړینی وسیلی وکارول شی. په قوانینو او پالیسیو کی به بدلون راشی او په پیوستون کی هم سمون وشی. حکومت د دی د تر لاسه کولو لپاره هلی ځلی شروع کړیدی .د همدی پروګرام په ترڅ کی هر کال د ۲۰ لکه کروړه روپیو پانګی اچونی هدف ټاکل شویدی. او پدی باندی د نظارت لپاره یو خصوصی کاری ځواک به هم رامنځته کړای شی.
د اقتصادی ماهرینو په وینا که چیری د هیلو سره سم په مارکیټ کی پانګه اچونه کی زیاتوالی راشی او ټولی پروژی پخپل ټاکلی وخت ترسره شی، نو بیا به په هیواد کی د اقتصادی پرمختګ ټاکلی هدف ترلاسه کول اسان شی.د حکومت مشر اقتصادی مشاور کرشنا مورتی سبرا منیم پدی اند دی که چیری هند دا هڅه وکړی چی د هیواد د اقتصادی پرمختګ هدف ۸ سلنه پاتی شی نو تر ۲۰۲۵ کال پوری د ۵ ټریلیون ډالرو د اقتصاد ټاکلی هدف تر لاسه کول ستونزمن کار ندی. سبرا منیم زیاتوی چی دا بلکل ممکنه ده ځکه چی دا وخت په هندوستان کی چی کوم سیاسی استحکام موجود دی په اقتصادی پرمختګ کی مهم رول لوبولی شی. د اقتصاد ماهر او د ډیجیټل اقتصادی پالیسۍ د څیړنو د څانګی مشر جی جیت بهټاچاریه په وینا چی تر ۲۰۲۵ پوری د ۵ ټریلیون ډالرو اقتصاد د جوړولو هیله شوی . او حکومت دی هدف ته د رسیدو لپاره په اوسنی بودجه کی مهم ګامونه پورته کړی .پدی کی د ټولو لپاره څه نا څه هڅه شوی او حکومت پدی پوره پاملرنه کوی او د هدف د ترلاسه کولو لپاره به په ډیرو برخو کی مثبت اقدامات وشی.د هند لومړی وزیر هم ویلی چی د ۵ ټریلیونو هدف ترلاسه کول کومه ستونځه نده او زیاتوی چی باید منفی سوچ او مایوسی ته ځای ورنکړای شی .څه موده وړاندی مودی اقتصاد ته د کیک مثال ورکړی وو او ویلی وو چی کیک هر څومره چی لوی وی خلکو ته به هغومره زیاته برخه ورسیږی . په حقیقت کی کوم هیوادونه چی له وده کونکو څخه پرمختللی هیوادونه جوړ شوی د هغو د هر سړی په عایداتو کی زیاتوالی راغلی. که چیری اقتصاد لوړیږی نو د کار موقع زیاتیږی . له همدی سره د ژوند اسانتیاوی تر لاسه کیږی.اوپه سپما کی هم زیاتوالی راځی . څه رنګه چی هندوستان په تیر وختونو کی د پرمختګ تر منزله رسیدلی او په نوی نوی سیارو ئي قدم ایښی دی نو همدا ډول به دا هدف هم تر لاسه کوی . په همدی وجه د مالیۍ وزیری نرملا سیتا رمن په خپله وینا کی ټینګار کړی چی په هیوادوالو پوره باور لری او د هغوی د عزم او زړه ورتیا په مټ او د پرمختګ د احساس په درلودلو باوری ده او د مودی تر مشرۍ لاندی حکومت به خپل هدف هرومرو تر لاسه کوی .
Comments
Post a Comment