انگلینډ د ۲۰۱۹ م آی سي سي نړیوال جام خپل کړو

لیکنه: راهول بینرجي
ژباړه: د پښتو څانګه
کوربه او مخکښې لوبډلې انګلینډ خپل ۴۴ کلن انتظار مات کړ او د ۲۰۱۹ میلادي کال نړیوال آی سي سي کرکټ نړیوال جام یې وروسته له هغې کور ته راوړو چې د یوې په زړه بوګنوونکې لوبې وروسته یې د یکشنبې په شپه په لارډز لوبغالي کې نیوزیلینډ ته ماتې ورکړه. دغه بریا ورته په ټورنامنټ کې ددوی غوره لوبغاړي بین سټوک ترلاسه کړه.
وروسته له هغې چې دواړو لوبډلو خپل  د ۵۰ آورونو لوبه سرته ورسوله نو منډې په مساوی توګه ۲۴۱ شوې؛ انګلینډ په یوه ټاکل شوي آوور کې د بین سټوک او جوس بټلر پر مټ ۱۵ منډې ترلاسه کړې.
په ځواب کې، نیوزیلینډ یو وار بیا په ډاډمنه توګه منډې مساوي کړې. مننه له جیمي نیشم او مارټین ګپټل څخه، مګر کوربه لوبډله د ډیرو څلوریزو او شپږیزو د وهلو له امله بریالۍ لوبډله اعلان کړی شوه.  په ټولیزه توګه، انګلینډ په پنځوس آورونو کې ټولټال ۲۲ باونډریانې لرلې ، ولې مقابلې لوبډلې نیوزیلینډ بیا یواځې ۱۴ ترلاسه کړې وې..
د بریالۍ لوبډلې لپاره د لومړي نړیوال جام لوبوونکي جوفرا آرچر ښه په کنټرول سره توپ اچونه وکړه او د شپږو کنټرول شویو توپونو په ترسره کولو سره یې د مقابل لوري توپ وهونکو ته اجازه ورنکړه چې د ده پر وړاندې خطره  واخلي.
د هغه ټورنامنټ لپاره دا یو ډراماټیک او احساساتي پای وو کوم چې د اوو اونیو او ۴۸ لوبو په ترسره کولو سره پریکړې ته اړتیا لرله. انګلینډ با الآخره خپل اوږد مهاله طلسم مات کړ او د څلورم ځل لپاره پایلوبې ته په رسیدلو سره یې بریا ترلاسه کړه.  مخکې له دې انګلینډ په ۱۹۷۹، ۱۹۸۷ او ۱۹۹۲ میلادي کلونو کې هم په ترتیب سره پایلوبې ته لاره موندلې وه خو بریا یې نه وه ترلاسه کړې.
د نیوزیلینډ لپاره، وروسته له هغې دا خورا زړه ماتوونکی کار وو چې له آسټرالیا هغه ریکارډ یې مساوي کړ چې د آی سي سي نړیوال جام په سیالیو کې یې د اتم ځل لپاره نیمه پایلوبې ته ځان ورسولو او د روان ټورنامنټ غوره لوبډله هند یې په نیمه پایلوبې کې له مخې پورته کړ.
هغه مهال چې نیوزیلینډ لومړي توپ وهنه کوله او په ۲۳٫۱ آوور کې خپل څلور لوبغاړي یی له لاسه ورکړي وو د خورا هلو ځلو وروسته یې د اتو لوبغاړو له لاسه ورکولو سره په ۵۰ آورونو کې ۲۴۱ منډې جوړې کړې. انګلینډ په خورا اړمن وخت کې د آلراونډر بین سټوک او جوز بټلر د ۱۱۰ منډو ګډون پرمټ چې سټوک نا سوځیدلې ۸۴ منډې او بټلر بیا د ۵۹ توپونو په لوبولو سره ۶۰ منډې جوړې کړې ، دغه چیلنج ته پایداره ځواب ورکړ.
نیوزیلینډ لوبډلې د پیلوونکو لوبغاړی هریو هینري نیکولس د ۵۵ منډو او ویکټ ساتونکي ټوم لیتهم د ۴۷ منډو پر مټ دغه منډو ته ځان ورسولو. د مقابل لوري کریس ووکس او لایم پلانکیټ هر یوه درې درې لوبغاړي وسوځول.
په زړه پورې ده چې د ټورنامنټ ټاپ منډې جوړونکی د هند روهیت شرما له ۶۴۸ منډو او دوهم ځای لرونکي د آسټرالیا ډویوډ وارنر په ۶۴۷ منډو جوړولو سره چانس درلود ترڅو د سچن ټنډولکر تل پاتې د ۶۷۳ منډو ریکارډ مات کړي چې په یوه نړیوال جام کې یې جوړ کړی وو. دواړو د خپل هېواد لپاره په نیمه پایلوبه کې خرابه لوبه وکړه او ویې بایلل او دا په دې مانا شوه چې دغه ریکارډ اوس هم د هندي توپ وهونکي په نوم پاتې شو.
که څه هم، شرما د خپلو پنځو سلیزو پر مټ په یو نړیوال جام کې د ډیرو سلیزو ریکارډ مات کړ.
یو بل انفرادي ریکارډ بیا د آسټرالیا تیز توپ اچوونکي میټچل سټارک جوړ کړ چې د خپل هم هېواده ګلین میګرات چې په یوه نړیوال جام کې یې ۲۸ ویکټې ترلاسه کړې وې، سټارک د ۲۰۱۹ میلادي کال په نړیوال جام کې وتوانیده چې ۲۹ ویکټې ترلاسه کړي.
تر دې د مخه، دواړه اتلې لوبډلې هند او آسټرالیا په نیمه پایلوبو کې د سیالیو له لړۍ څخه بیرون کړی شول، آسټرالیا ته اینګلینډ په اتو ویکټو ماتې ورکړې وه چې د  دفاعي اتلې لوبډلې توپ وهونکو خورا خرابه توپ وهنه وکړه چې وروسته بیا د کوربه لوبډلې لخوا ورته ځواب ورکړل شو.
یوه ورځ مخکې له هغې کیویز وتوانیدل چې د ټورنامنټ دوهم مخکښه د هند لوبډله ماته کړي. هند د نیوزیلینډ د ځانګړتیاوو پر وړاندې هیڅ ځواب نه درلود او په داسې یوه لوبه کې په ۱۸ منډو سره معذوره کړی شو دوی په داسې یوه لوبه کې شاته پاتې شول چې د ورځې په اوږدو کې د دوی په ګټه ښکاریده خو په آخر کې یې په پوره کولو کې پاتې راغلل.
په هغه شپږو لوبډلو کې چې د لیګ په سیالیو کې له ټونامنټ ویستل شوي وو، پاکستان مخکښ وو، او افغانستان بیا د ښو لوبو پر وړاندې کولو سره زړونه وګټل. پاکستان د ټیټ رن ریټ یا د منډو شرح د لرلو له امله نیمی پایلوبې ته لاره و نه موندله خو یوه برجستګي یې دا لرله چې د پایلوبې لوبوونکې دواړه لوبډلو ته یې ماتې ورکړې وه، نیوزیلینډ ته په شپږو ویکټو او اینګلینډ ته بیا د ۱۶ منډو په توپیر سره.
سویلي افریقې او ویسټ انډیز بیا د پړاخه کچې کرکټ کورنۍ خپلو ملاتړو مایوسه کولو ته ادامه ورکړه.دغه لوبډلو خپل کمپاین ته ادمه ورنشوه کړی خو په خپلو د لیګ په وروستیو لوبو کې یې آسټرالیا ته ماتې ورکړی شوه.

په ټوله کې، دا یو داسې ټورنامنټ وو چې باید په یاد وساتل شي، غوره څلورو لوبډلو پایلوبې ته لاره پیدا کړه او دوه لوبډلو بیا د ټورنامنټ پایلوبې ته لاره پیدا کړه ترڅو نړیوال جام په لارډز کې پخپل نوم کړي چې د انګلستان په یوه لمریز ماښامي کې د کرکټ په کور کې د یوې په زړه پورې لوبې وروسته بیا یوې پریکړې ته اړتیا ولیدل شوه ترڅو اتله لوبډله اعلان کړي. 

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت