د هندوستان اقتصاد د پرمختګ په لور

لیـکنه : د جاوید اختر 

ژباړه : د پښتو څانګه

هند په ډیره چټکتیا سره د اقتصادی پرمختګ په لاره قدم ایښی دی .او دا وخت د نړۍ تر ټولو ګړندی پرمخ تلونکی هیواد دی. د هند د( جی ډی پي) شرح ٪۷٫۴ ته رسیدلی ده. چی د نړۍ د پرمختللو اقتصادی پرمختګ کونکو هیوادونو کی تر ټولو په چټکۍ روان دی. او د ودی شرح ئی تر ټولو زیاته ده. همدا علت دی چی هند تر ۲۰۲۵میلادی کال پوری د ودی شرح تر ۵ بیلین ډالرو پوری د رسولو اراده لری. 

د تیر کال اقتصادی کتنی له مخی د هند اقتصادی پرمختګ د تیرو ۵ کلونو په دوران کی ښه وده کړی.له یوی خوا د نړۍ( جی ډی پی) چی له ۲۰۱۴ څخه د ۲۰۱۸ کلونو تر منځ ۳٫۶٪ په شرح لوړه شویدی، خو بل خوا هند پدی ډګر کی ډیر پرمختګ کړیدی.چی د چین په پرتله ئی دوامدار او په نړۍ کی شپږم تر ټولو پرمختللی اقتصاد جوړ شویدی. په تیرو ۵ کلونو کی د انفلاسیون اوسط د تیرو ۵ کلونو په پرتله لږه ترسترګو کیږی. چی دا اوسط د هیواد په تاریخ کی له ازادۍ وروسته تر ټولو په ټیټه سطح پاتی شویدی. 

د هندوستان اقتصاد به روان کال تر ۳ ټریلین ډالرو پوری لوړ شی.او تر ۲۰۲۵ کال پوری به دا شرح تر ۵ ټریلینو ډالرو پوری ورسیږی. د اقتصاد پوهانو په وینا د هند پرمختګ چی په څه ډول په چابکی روان دی د دی په لیدو دا هدف تر لاسه کول ستونځمن نه ښکاری.او د ۵ تریلین اقتصاد د تر لاسه کولو لپاره هند د ځینو څانګو ټاکنه هم کړیده، چی په هغو کی به د پرمختګ لپاره وسایل ولګول شی او په پالیسیو او قوانینو کی به بدلون راوستل شی.او په شته اصولو کی به ترمیم هم وشی. حکومت د دی هدف د تر لاسه کولو لپاره هڅی شروع کړیدی. او هر کال به د ۲۰ لکه کروړه روپیو سرمایه کاری تر لاسه کولو هدف په پام کی ولری. سربیره پر دی حکومت دا ټینګار هم کړی چی ټولی پروژی باید په ټاکلی وخت بشپړی شی، نو د هیواد په اقتصاد کی به نور هم پرمختګ تر سترګو شی.د دی پروژو د څارنی لپاره به یو ځانګړی ځواک هم رامنځته شی چی د د ی پروژو پرمختګ به څاری.د اقتصادی پوهانو په وینا که چیری د غوښتنی سره سم په بازار کی پانګه اچونه وشوه نو دی هدف ته رسیدل ستونځمن ندی. اقتصادی ډله بندی کونکی ډیرو آژانسونو او د مفکرینو ډلی وړاند وینه کړی چی هند به په راتلونکو څو کلونو کی نور هم له زیاتو پرمختګونو تر څنګ وی. هندوستان د زیربیناو ظرفیت د لوړولو او بی شمیره اقتصادی اصلاحات رامنځته کولو سره ( موډیز ) اوسنی درجه بندی باثباته بللی. 

نړیوال مالی صندوق یا (ائی ایم ایف) پخپل وروستی راپور کی ویلی چی د هند اقتصادی پرمختګ شرح به په روان کال کی ٪ ۷پاتی شی، او په ۲۰۲۰ کی به ۷٫۲٪ ته لوړه شی .ائی ای ایف تیر کال په نړۍ کی د اقتصادی چټک پرمختګ کونکی ویاړ هم هند ته ورکړی وو. 
نړیوال مالی صندوق د راپور له مخی د هند اقتصاد په مجموعی ډول مثبتی اشاری ورکړی د کوم په وجه چی په پانګه اچونه کی ثبات اود شخصی کچی په لګښتونو کی پیاوړتیا تر سترګو شویده.آئی ایم ایف د حکومت لخوا پر خدمتونو او اجناسو په ملی کچه مالیات وضع کولو، د کوم مقصد چی په هیواد کی د یو بازار منځ ته راوړنه ده ، د فیصلی ستاینه کړیده. آئی ایم اف پخپل راپور کی د هند د بهرنی پانګی اچونی په پالیسی کی د اسانتیاوو برابرولو ستاینه هم کړیده. اوټینګار ئي کړی چی د هند حکومت باید پدی لاره کی نوره هم مضبوط ګامونه پورته کړی.د دی نړیوال سازمان په وینا سودا ګرۍ ته باید لا نوری اسانتیاوی هم برابری شی او بهرنۍ پانګی اچونی ته وده ورکړل شی.چی له دی سر به نه یوازی هند اقتصادی پرمختګ وکړی بلکه د دی ګټه به عامو خلکو ته هم ورسیږی.

د بلوم برګ د راپور له مخی د هند په اقتصادی پرمختګ کی د لومړی وزیر نریندر مودی حکومت پالیسۍ مهم رول لوبولی دی. قدرت ته له رسیدو سره سم نوموړی وعده کړی وه چی د کورنی اقتصادی پرمختګ لپاره به مثبت ګامونه پورته کړی او په هند کی بهرنۍ پانګی اچونی ته اسانتیاوی برابری کړی او حکومت پدی اړه ګڼ شمیر د ستاینی وړ اقدامات کړی. 

د هند د اقتصادی پرمختګ پلان جوړونکی اداری (نیتی ایوګ) مرستیال راجیو کمار په وینا په کال ۲۰۲۰ـ ۲۱ـ کی به هند له ۸٪ څخه زیات د اقتصادی پرمختګ شرح تر لاسه کړی. چی حکومت هم په راتلونکی کال کی له ۷٪ څخه دا شرح تر ۸٪ ته لوړولو ته خپل پام را اړولی دی چی له دی سره به هیواد ته هم خپل ټاکلۍ هدف په ترلاسه کولو کی اسانتیا رامنځ ته شی. دی هدف ته د رسیدو لپاره بنسټ ایښودل شویدی ، او تیرو څو کلونو کی چی اقتصادی اصلاحات تر سره شوی د هغوی پایلی اوس تر سترګو کیږی. د نیتی آیو ګ د مرستیال په وینا حقیقت دا دی چی هند له ۱۰٪ نه زیاته د اقتصادی ودی شرح د ترلاسه کولو وړتیا لری.



دا هیله کیدای چی هغه ورځی اوس ډیری لری ندی چی هند به د اقتصادی پرمختګ د وتلی صلاحیت په اساس په نړۍ کی په پرمختللو اقتصادونو کی لومړی مقام خپل کړای شی .

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت