عمران خان یو حقیقت خو ومنلو خو په بل ئی سترګی پټی کړلی

لیـــــــکنه : د معین الدین خان

ژباړه: د پښتو څانګی

پد ی وروستیو کی د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په مختلفو مواقعو او په مختلف انداز په دی خبره کله نا کله دا اعتراف ضرور کړی چی په پاکستان کی وسله والی ترهګری ډلی فعالیت لری ، خو لومړی ځل دا ولیدل شوه چی په امریکا کی یو منتخب لومړی وزیر د مفکرینو د یوی ډلی په یوه غونډه کی په واضح ډول دا ومنله چی اوس هم په پاکستان کی له ۳۰ نه تر۴۰ زرو پوری وسله وال ترهګرفعال دی، کومو ته چی د کشمیر او افغانستان لپاره زده کړی ورکړل شوی دی. خو عمران خان ټوله پړه په تیرو حکومتونو واچوله او زیاته ئي کړه چی د ملی عملی پلان د وضع کیدو سره بیا هم پدی عمل ندی شوی او د ترهګرو ډلو د بی وسله کولو هڅه نده شوی . دا خبره له هیڅ اړخه د اعتبار وړ نده ځکه چی د دی ډلو مسلح کول او دوی ته نظامی زده کړی د ورکولو پوره ذمه واری د پاکستان د پوځ په غاړه ده ، چا چی د پاکستان بهرنی پالیسی پوره اشغال کړی .او د دی بهرنی پالیسی یوه برخه له هند سره دوښمنی پالل هم دی. پدی خبره په پاکستان کی موجودی ترهګری ډلی له پاکستانی انتظامۍ څخه خفه شوی هم دی او په همدی وجه د پاکستان په دننه کی بریدونه تر سره کوی . او د پاکستان پوځ هغه په کټه ګوریو کی ویشل هم شروع کړی دی .کومو ډلو چی په افغانستان او هند کی ترهګریز بریدونه تر سره کړی هغه ښی او کومو ډلو چی په پاکستان کی ترهګریز بریدونه کول او پاکستانی پوځ ئی په نښه کول ، د بدو ډلو په کټګورۍ کی یی شمیرلی دی. البته تحریک طالبان یا پنجابی طالبان او د دوی متحدین او مرستندوی ډلی يي هم په همدی کتګورۍ کی راوستی دی. سربیره پر دی ډیر نور داسی ډلی هم په پاکستان کی شتون لری کومی چی په عقیدوی بنیاد هم تاوتریخوالی ته لمن وهی ، چی مذهبی لږه کیو لکه شعیه،احمدیه یا د نورو عقیدو پلویان ځوروی. له څه مودی راهیسی د بریلوی مسلک یوه ډله چی ځانته لبیک تحریک پاکستان وائي هم په پړاخه اندازه فعاله ده .خلاصه دا چی پاکستان د افراطیت لویه اډه ده. له هغو څخه ډیری ډلی د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا لخوا نړیوال ترهګری ډلی اعلان شویدی .ایف ای ټی ایف د منع شویو ډلو سره د اقتصادی مرستو او د پیسو د مینځلو نه مخنیوی په وجه پاکستان په خړ لیست کی شامل کړی . خو له دی سره جدی اخطار هم ورکړل شوی چی که چیری له اکتوبر څخه د مخه د دغو ډلو د پیسو د مینځلو د مخنیوی لپاره اقدام ونکړی نو په تور لیسټ کی به ‎یی شامل کړی .

د حافظ سعید د اوسنی نیول کیدو اصلی وجه هم دا کیدای شی چی لږ تر لږه د ایف ای ټی ایف له پنجو څخه په امان پاتی شی.خو د پاکستان د لومړی وزیر عمران خان له ورستیو پرمختګونو چی اوس هم ۳۰٫۰۰۰ نه تر ۴۰٫۰۰۰ پوری مسلح ترهګر په پاکستان کی شتون لری ، په رڼه کی دا اوس په ایف ای ټی ایف پوری اړه لری چی داسی د عمران لخوا شوی څرګندونو او د پاکستان اعتراف ته په کوم نظر ګوری. ځکه چی پاکستان تر اوسه داسی هیڅکله هم نه وو ویلی چی په دومره لوی تعداد ترهګر په پاکستان کی فعاله دی.

عمران خان خو پړه په تیر حکومت اچوی چی هغوی د دی ډلو د مخنیوی هڅه نده کړی خو ۲۰۱۶ کی د نواز شریف د حکومت لوړپوړو چارواکو،د پوځ لوی درستیز او نورو لوړپوړو پوځی افسرانو سره د بندو دروازو تر شا په شوی ناسته کی د ملکی حکومت چارواکو فوځی مشرانو ته ویلی وو چی د ترهګرو په ضد باید عملیات تر سره کړی .نو فوځ په دی هکله د نواز شریف په خلاف په پلان شوی توګه ډول ډول کړنی تر سره کړی چی په نتیجه کی ئی نواز شریف مجبوراً له خپل مقام څخه استعفی ورکړه. که څه هم د ډان ورځپاڼی د بندی دروازی تر شاه شوی د ناستی راپور څرګند کړی وو او هم دا وجه وه چی نوموړی اخبار او له هغه سره اړوند ژورنالیست په خلاف د فوځ په مشرۍ سخته کړنه تر سره شوه. نواز شریف دا وخت په زندان کی دی او د نوموړی ګوند هم په قدرت کی ندی.پداسی وخت کی برحال لومړی وزیر عمران خان نه یوازی د ترهګرو شتون منلی او ټینګار کوی چی د نوموړی حکومت به د دغو ډلو د بی وسلی کولو لپاره هم اقدام وکړی.نو داسی ښکاری چی د پوځ لخوا نوموړی ته شین چراغ ورکړل شویدی .ځکه چی د پوځ او حکومت دواړو لخوا همدا اغیزه ترسترګو کیږی .دا مهال دواړه همغږی ښکاری. بلی خوا پاکستان د نړیوالی ټولنی تر جدی څار لاندی دی.او د( ایف ای ټی ایف) لخوا هم تر ډیر فشار لاندی دی او ددی ټولو خبرو څخه داسی څرګندیږی چی له ترهګرو سره اړه لرونکی پاکستان کی به په راتلونکی کی څه پیښیږی.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

هند او افغانستان  سیماییز سبات لپاره قوی دواړخیزو اړیکو په لټه کی دی