د بریکس د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه
لیکنه : د ایش ناراین رای
جباړه : د پښتو څانګی
دغه ډله د نورو ډلو پشان نه دی . دا ډله له پخواني نړیوال قدرت څخه جوړه ده، هغه نړیوال قدرت چې په آسیا، افریقا او لاتینې امریکا کې لوی قدرتونه جوړوي او پیاوړي کوي یې. بریکس یو بدیل خو ښه رقابت کوونکی بدیل وړاندې کړی. تر ټولو اړینه دا چې بریکس د نړیوال معیشت د استحکام او خوشالۍ لپاره د نویو لویو راټوکیدونکو قدرتونو پر کړنو رڼا اچولې. بریکس په نړیوالو اړیکو کې یو نوی برج دی چې له جي ۷ ډلې په پرتله هم ډیری زیاتی استاذی لری. بریکس د خپل وجود دوهمه لسیزه پیل کړه.
تیره اونۍ په ریو ډی جینیریو کی د بریکس بهرنیوچارو وزیرانو غونډی ګڼ اړخیزی جذبی او په بهرنیو چارو کی د ملګرو ملتونو مرکزی رول ته همغږی او د سرپرستی مرستی نظر وښودلو. د نړیوالی اداری سازمانونه لغوه کول څنګه چی د لویدیځ په ځنو ساحو کی یو فیشن جوړ شوی ، په ځای بریکس ملګرو ملتونو ، د سوداګرۍ نړیوال سازمان او نړیوال مالی صندوق په څیر سازمانونو کی اصلاحاتو لپاره خپل ملاتړ څرګند کړې. (ډبلیو ټی او) یا د نړیوال تجارتی سازمان ځواکمنولو په لار غړی هیوادونو ترمنځ پړاخی څیړنی شوی. وزیرانو د پائیدونکی هڅو اهمیت پرګوته کولو په خاطر دملګرو ملتونو سازمان زیات موثر او با صلاحیت جوړ کړی چی خپله رائ عامه عملی کړی . د بهرنیو چارو وزیرانو غونډی د کلک نړیوال قوانینو په اساس د ملګرو ملتونو ترچتر لاندی ترهګرۍ پروړاندی جنګیدو په ترڅ کی ټینګو هڅو لپاره غږ کړی . شاید چی هندوستان نړیوالی او سیمه ایزی ترهګرۍ ننګونو پروړاندی زیات فعال او بیدار پاتی شوی. شاید چی بل کوم هیواد له ګاونډ څخه خوریدونکی د ترهګرۍ ښکار دومره ندی پاتی شوی څومره چی هندوستان . نوی ډیلۍ د ۵ ټکو یوه نړیواله کړه لاره تعقیبه کړی چی په وخت د استخباراتو ویش ، شخصی ساحی په مرسته د عصری مخابراتو څخه د ناوړه استفادی مخه نیولو، د پولی پیاوړی ساتنی لپاره د استعداد جوړولو، د څورلیو تګ راتګ سره مربوط د معلوماتو ویش او د نړیوال ترهګرۍ پروړاندی جنګیدو لپاره ترور پرضد مرکزونه جوړولو په څیر ستونزو سره په لاس او ګریوان شی . وزیرانو ترهګریز بریدونه وغندل او داسی ترهګری خوا که په هره بڼه او شکل کی وی ، بدبختانه وبلله . هغوئي هغه پرمختګ هم په رسمیت و پیژندلو کوم چی د ترهګرۍ پرضد د بریکس کارکونکی ډلی د لاری ، د بریکس مرستی په تله ترسره شوی.
د سړکونو ، ترانسپورټ او د دنګو لارو مملکتی وزیر جنرال وی کی سنګ چا چی د ریوو په جرګه کی د هندوستان استازیتوب وکړو ، لومړی وزیرنریندرمودی ته ئې د ۹ ټکو یوه ایجنډا وړاندی کړله چی تختیدلی اقتصادی درغلانو پرضد عمل کولو او له هغوئي څخه د پانګی بیرته د ترلاسه کولو لاره هواره شی .
د بریکس د بهرنیو چارو وزیرانو په مینځنی ختیځ او شمالی افریقا کی روانو تنازعو په ترڅ کی اندیښنی څرګندی کړلی چی په سیمه ایزو او نړیوالو وضیعتونو اغیزه کوی. د نوی ډیلۍ نظریه تصدیق شوه څنګه چی وزیرانو افغانانوترمشرۍ ، افغانانو لپاره د سولی او روغی جوړی جریان منځ ته په راوړلو ټینګار وکړو کوم چی به یو سوله ایز ، خوندی ، متحد ، با ثباته او یو معصر هیواد مینځ ته راولی چی له خپل ګاونډیانو سره روغه جوړه او په سوله ژوند وکړی شی .
البته د وینزوویلا په ترڅ کی څیړنو، د بریکس غړو هیوادونو ترمنځ جلا نظرئ ولیدلی . اوس پداسی حال کی چی روسئ د خارجی لاس وهنی په وړاندی خپل مخالفت تکرار کړو هغلته برازیل بریکس ته غږ کړی چی د وینزوویلا د خلکو کړاونو ته پاملرنه وکړی . البته داسی لوزنامه هم شوی چی په وینزوویلا کی سیاسی کړکیچ په سوله حل شی .
د روان کال په پیل کی کله چی د برازیل نوی ولسمشر لخوا د دفتر سنبالولو په ترڅ کی ځینی بی ثباتۍ مینځ له راغلی ، ګڼو دا هیله ښودلی چی ولسمشر بولسو نارو په نړیواله توګه همغږی شی ، مخ په انکشاف هیوادونو څخه پشا شی او د لویدیځو مشرانو او په تیره د امریکه ولسمشر ډونالډ ټرمپ تګلاری ته ځان رانږدی کړی . مګر هغه په تاوده زړه د بریکس او د دی د ایجنډی ملاتړ کړې.
Comments
Post a Comment