سپوږمی ته د هند دوهم ماموریت پیل شو
لیکنه : د بیمن باسو
ژباړه : د پښتو څانګی
دا سفر باید د جولای میاشتی په ۱۵ مه نیټه پیل شوی وی خو د ځینو تخنیکی ستونزو له کبله وځنډیدو او دا هم د هند د فضای ساینس پوهانو وړتیا وه چی ستونزه یی وموندله او په ډیره کمه موده کی یی حل کړه.
د یادونی وړ ده چی یو ښه پيل د ماموریت یوازی لومړنی ګام وی. کوم چی د هند د فضای څیړنو د سازمان یا ایسرو لپاره یو تر ټولو پیچلی کار دی. سپوږمی ته د چندرایان -۲ رسیدل او هلته ځای په ځای کیدل به ۴۸ ورځی ونیسی او د سپټمبر میاشتی ۷ می نیټی پوری به خپل ټاکلی ځای ته ورسیږی.
سپوږمی ته د هند د لومړنی ماموریت چندرایان ۱- په پرتله، کوم چی یوازی د مدار ماموریت وو، دوهم ماموریت چی چندریان -۲ نومیږی ، ډیر پیچلی دی. دا دری برخی لری اربیټر یعنی مدار ته ننه وتل، لینډر یا د ناستی وسیله او روور یعنی هلته د ګرځیدنی وسیله ، به په ګډه سره کار وکړی تر څو سپوږمی له پاسه او همداشان د هغی سطحی مطالعه کړی. د چندرایان-۲ د ناستی وسیله هندی ساینس پوه ویکرم سارابهای ته په دراناوی سره ویکرم ونومول شو. نوموړی هغه کس وو چی د هند د فضای پروګرام د پلار په نامه هم پیژدل شوی دی. د ګرځندی وسیلی نوم پرګیان ایښودل شوی چی مانا یی پوهه ده. اوربیټر به د ۱۰۰ کیلو مټرو له فاصلی څخه نقشه کاګنه وکړی. په داسی حال کی چی لینډر په یوه ارامه ناسته برابره کړی او روور به واستول شی تر څو د سپوږمی سطحی مطالعه وکړی.
په اصل کی خو د یوه هوکړه لیک له مخی روسیه باید لینډر چمتو کړی وی خو ایسرو دا ډیزاین پخپله جوړ کړو. نو له دی امله چندرایان -۲ په پوره توګه یو هندی ماموریت دی.
چندرایان -۲ دیارلس هندی پیلوډه لیږدوی چی اته په اوربیټر، دری په لینډر او دوه نور په روور کی دی تر څو له سپوږمی څخه معلومات راټول کړی. د ناستی وسیله د ناسا د لایزر ریټرو ریفلکشن هم له ځان سره لیږدوی. د ماموریت لومړنی موخه هم د سپوږمی پر مخ د یوی ارامه ناستی نمایش کول او دهغی پر مخ د روباټیک روور پریښودل عملی کار دی.
د چندرایان -۲ د ناستی لپاره ځای هم ۶۰۰ کیلو مټره له سویلی قطب څخه لری یوه لوړه تپه ده. او دا تر هغو ټولو سیمو لری ده چی تر اوسه پکی ماموریتونه ترسره شوی. دا خورا مهمه ده. د سپوږمی قطبی سیمی د پوهانو لپاره په زړه پوری دی ځکه چی هلته یخ وهلی اوبه شتون لری.
د دوشنبه له پيل وروسته ، چندرایان-۲ د ځمکی په یوه اوږد مدار کی ځای پر ځای شوی په کوم کی چی ډیر مدارونه خپل عملیات سرته رسوی. په کرار کرار به دا د سپوږمی د جازبی ساحی ته دننه شی او له سپوږمی څخه به د ۱۰۰ کیلومټرۍ په لوړوالی سره د سپوږمۍ ګیرچاپیره په یو مدار وڅرخی.دا سپوږمکی به ۲۷ ورځی د سپوږمۍ په مدار کی راوڅرخی او څو عملیات به له دی وړاندی چی د لینډر او روور خوشی کړی ، ترسره کړی او په کرار کرار سره به د سپوږمی په ۳۰ کیلو مټرۍ کی په یو مدار د سپوږمی پر مخ د کیناستو په لور ولاړ شی.
د سپتمبر په لومړی اوونۍ کی به لینډر نور د کیناستو پر لور ولاړ شی او د ریټرو راکټ په مرسته به د ۱۵ دقیقو په دوران کی د سپوږمۍ پر مخ یوه ارامه ناسته ترسره کړی. او دا د ایسرو مشر کی سیوان د یاد ماموریت تر ټولو ډارونکی شیبه وبلله.
که چیری هر څه سم ترسره شی نو هند به له امریکا، روسیه ، او چین وروسته څلورم هیواد وی چی د سپوږمۍ پر مخ ناسته کوی.
له ناستی وروسته به روور له لینډر څخه د یوی قمری ورځی لپاره چی د ځمکی د ۱۴ ورځو سره مساوی ده ، بهر شی او خپلی تجربی به ترسره کړی. اوربیټر به د یو کال لپاره خپل ماموریت ته دوام ورکړی.
که څه هم چی ایسرو دی ته اشاره کړی چی د سپوږمۍ پر مخ د کیناستو د ماموریت د بریالیتوب چانس له ۵۰ سلنه کم دی خو بیا هم د ۲۰۰۸ میلادی کال چندرا یان -۱ او د ۲۰۱۳ مریخ اربیټر ماموریت په لړ کی د ایسرو ریکارډ ته په کتو د چندرایان -۲ بریا به د ایسرو په برخه یوه بله لویه کامرانی وی .
Comments
Post a Comment