د شمالی کوریا د توغندیو ازمایښت کړکچ بیا زیات کړو
لیکنه:د ډاکټر راهل میشرا
ژباړه : د پښتو څانګی
شمالی کوریا تیره اوونی دوه بالسټیک توغندی وتوغول چی دا د کوریا په ټاپو وزمه کې د تل پاتې سولې راتلونکو امکاناتو ته یو بل ګوزار ورکول ښکاری. دا ازمایښت په داسی حال که ترسره کیږی چی نیږدی یوه میاشت د مخه د شمالی کوریا مشر کیم جونګ یون او د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دواړو کوریایی هیوادونو تر منځ په ګډه او خوندی پوله سره ولیدل. د دوی په لیدنه کی دواړو مشرانو ژمنه وکړه چی په را ولاړو شویو ستونزو ته د حل لارو موندلو لپاره به په یوه هر اړخیزه تګلاره کار کوی.
دواړه توغندی د شمالی کوریا د ختیځی سمندرغاړی ، ونسن څخه وتوغول شول. د دواړو کوریایی هیوادونو ادارو دا منلی چی دا توغندی په مختلفو تکتیکونو سمبال وو. دوی دا هم وویل چی لیږد او پټ ساتل یی اسانه دی مګر دا توغندی پرګوته کول ګرانه ده . خو دا له ورایه معلومیږی چی امنیتي اغیزې د متحده ایالاتو پرځای مستقیماً پر دواړو کوریایی ټاپو وزمو اثر لرلی شی .
د توغوندیو له توغولو ورسته په خپره شوی خبر پاڼه کی کیم جونګ اون دا څرګنده کړه چې دا ازموینه د شمالي کوریا امنیت ته د هرډول مستقیم او احتمالي امنیتي ګواښونو د کمولو په هدف شوی دی. همداراز نوموړی سویلي کوریا د دې اقدام لپاره مسؤله او دا یې هڅوونکې وبلله. سویلي کوریا به راتلونکې میاشت له امریکا سره خپل کلنی ګډ پوځي تمرینات ترسره کړی. سویلي کوریا او متحده ایالات دواړه د خپلو ګډو پوځي تمریناتو په ترسره کولو کلک ولاړ دي چې له څو کلونو راهیسې یی ترسره کوی. په زړه پورې خو دا ده چی کیم جونګ اون د متحده ایالاتو او ولسمشر ټرمپ په اړه هیڅ ونه ویل او پدې توګه یې په ډاګه کړه چې د شمالي کوریا رژیم نه غواړي د متحده ایالاتو سره کړکیچ پراخ کړي او دوی نه غواړی چی خپل اټومی پروګرام ودروی.
پداسې حال کې چې د شمالي کوریا اټومي وړتیاو د رامینځته کولو لپاره اوږدمهاله هڅونه د "رژیم بقا" ده ، وروستي ازموینې د امریکا او سویلي کوریا د راتلونکي کلني ګډ پوځي تمرینونو پوری تړاو لری. سربیره پردې ، د سویلي کوریا لخوا د ۴۰ ایف ۳۵- ای پټو جیټ الوتکو پیرود هم داسې بریښي چې شمالي کوریا یی د توغنديو ویشتلو ته هڅولی وي.
د سویلي کوریا ولسمشر مون جی اون په دغو ازموینو نیوکه کړې او شمالي کوریا یې د ملګرو ملتونو له پریکړو څخه په سرغړونه تورنه کړې ،کومه پریکړه چې پیونګ یانګ د بالستیک توغندیو تکنالوژی جوړولو او ازموینې څخه منع کوي. په داسې حال کې چې د پیویانګ دا کړنه یی وغندله خو سیول وویل چې دا به د سویلي کوریا پر امنیت کومه جدي اغیزه ونلري.
د یاد توغندی د ازمایښت په اړه د امریکا غبرګون نرم وو. د متحده ایالاتو حکومت بیانونو ته نږدې کتنه ښیې چې د لنډ واټن توغنديود ازموینو په اړه د متحده ایالاتو غبرګون نرم دی . خو دا یی ویلی چی که چیری د شمالي کوریا رژیم د اوږد واټن توغندي ازموینې یا اټومي ازموینې ترسره کړی نو درنه به ورته پریوځی. له دی ښکاری چی د امریکا متحده ایالات د شمالی کوریا کړنو ته د خپل کورنی امنیت سره تړاو ورکوی.
په می میاشت کې د ترسره شويو ازموینو پروړاندی هم د متحده ایالاتو او سویلي کوریا غبرګون تند نه وو. داسی ښکاری چی امریکا د یادو توغندیو ازمایښت ته د شمالی کوریا لخواه د خبرو اترو لپاره د تکتیک په سترګه ګوری. او که دا کړنه همداشان دوام ومومی نو کیدایشی چی په کوریا ټاپوزمه کی امنیت ، سوله او ثبات زیانمن کړی.
د ۲۰۱۹ کال د فیبروری په میاشت کی په هانوی کی د ټرمپ او کیم ترمنځ د نابریالیو خبرو سربیره دواړه مشرانو په جون میاشت کی بیا سره وکتل، خو په هر حال په خبرو اترو کی کوم پرمختګ ندی شوی. او خبری اتری په ټپه ولاړی دی. نیوکی کونکي استدلال کوي چې د شمالي کوریا په اړه د ټرمپ سوړ چلند کومه دقیقه نتیجه ترلاسه نکړه ، او شمالي کوریا لاهم په فعال ډول خپلې نظامي وړتیاوې لوړوی. او بل مهم ټکی هم د چین سره د شمالی کوریا نیږدی والی دی.
د بیجینګ نشتون به د سولې په پروسه تل پاتې اغیز ونلری. د دی ستونزی د مناسب حل لپاره باید شپږ اړخیزه خبری اتری بیا پیل شی. په هرصورت ، اوس مهال د چین او متحده ایالاتو تر منځ دوه اړخیز کړکیچ د شمالي کوریا د اتومي وړتیاوه لوړولو څخه مخنیوي کې د هرډول هڅو مخه نیسي. په داسې حال کې د متحده ایالاتو لپاره دا مهمه ده چې شمالي کوریا ښکیله وساتي او د نورو ازموینو ترسره کولو څخه ئی مخه ونیسی.هندوستان د یو باثباته خوندي او کړکیچ څخه لری کوریا ټاپووزمې د شتون لپاره هیله مند دی. ټول ښکیل اړخونه باید د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره کار وکړي.
Comments
Post a Comment